وروستی, ایران د خلیج څو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي
د متحدو عرب اماراتو دفاع وزارت اعلان کړی چې د هوايي دفاع سیستمونه یې د ایراني توغندیو او ډرونونو په مقابله بوخت دي.
تر اوسه مالومه نه ده چې دغو بریدونو مرګژوبله او زیان هم اړولی که څنګه.
د قطر له پلازمېنې دوحې هم د چاودنو غږونو د اورېدل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، دغلته هم د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي او د توغندیو مقابله کوي.
د دوحې اوسېدونکو ته په استول شویو پیغامونو کې سپارښتنه شوې چې په کورونو او خوندي ځایونو کې پاتې شي.
هممهاله په بحرین کې هم د هوايي بریدونو د خطر زنګ وهل شوی دی.
دغه هېواد کې خلکو ته ویل شوي چې وارخطا نه شي او نږدې خوندي ودانیو ته پناه یوسي.
ایران دغه بریدونه تر هغې وروسته کوي چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان وکړ چې هرمز تنګي کې یې پر یوې بېړۍ له برید وروسته په ایران کې ځوابي بریدونه کړي دي.