د طالبانو حکومت د سعودي عربستان د تېلو پر کښتیو د حوثیانو برید غندلی دی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ د حوثیانو لخوا د سره سمندرګي په باب المندب تنګي کې د سعودي د تېلو په بېړیو برید غندلی دی.

عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه په عربي ژبه لیکلي، "د نړیوالو سمندري لارو امنیت ډاډمنولو، د تګ راتګ ازادۍ خوندیتوب، د امنیت او د نړیوالې سوداګرۍ اسانه بهیر ساتلو د ملاتړ په برخه کې خپل "ټینګ" دریځ بیا تکراروي، چې پر دې لارو دې د هر ډول ګواښ یا ګډوډۍ مخه ونیول شي."

په اعلامیه کې دغه راز له ټولو خواوو غوښتل شوي، چې "خپل ټول زغم وکاروي" او له هر هغه عمله ډډه وکړي، چې د تاوتریخوالي او کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دواړو خواوو غوښتي، "له سوله ییزو لارو او خبرو له لارې د اختلافونو او شخړو د حل لپاره کار وکړي." د هغه په باور دا به په سیمه کې د امنیت او ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د منځني ختیځ کړکېچ په اړه د طالبانو حکومت له احتیاطه ډک دریځ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر خپله وېبپاڼه او رسمي پاڼو کې تر ډېره د دریځ نیولو پر مهال په پښتو، فارسي، انګلیسي او عربي ژبو اعلامیې خپروي، خو په دې برخه کې یې، د وزارت ویاند پر اېکس دا اعلامیه یوازې په عربي ژبه خپره کړې ده.

د طالبانو حکومت، چې له ایران سره نسبتا نژدې اړیکې لري، تل یې له دې هېواد سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې په تړاو خپله خواخوږي ښوولې او د دې هېواد د پخواني مشر علي خامنه‌يي د جنازې لپاره یې تهران ته یو لوړ پوړی پلاوی هم لېږلی و.

په ورته وخت کې، د غوايي (ثور) په میاشت کې، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر متحده عربي اماراتو د ډرون یوه برید غندنه هم کړې وه.

د پنجشنبې په ورځ، د ایران ملاتړ لرونکې حوثي ډلې وویل، دوی په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان د تېلو پر دوو ټانکرونو برید کړی دی.

د دې ډلې پوځي ویاند، یحیی سریع وویل، دا کیښتۍ د ډرون او توغندیو په وسیلې په نښه شوې، ځکه د هغه په ​​وینا، بېړیو د حوثيانو لخوا له لګول شوي سمندري بندیزه سرغړونه کړې وه.

سریع زیاته کړې، حوثيان خپلو سمندري عملیاتو ته ژمن دي او هغه څه به پلي کړي چې هغه "د محاصرې په بدل کې د محاصرې معادله" وبلله.

د سعودي رسمي مطبوعاتي ادارې د پنجشنبې په ورځ ومنله، د انسلیا بېړۍ په سره سمندر کې د تېرېدو پرمهال په نښه شوې او د کیښتۍ مخکېنۍ برخې کې یې اور لګېدلی و.

دې ډلې، چې د یمن شمالي برخه یې تر واک لاندې ده، د دوشنبې په ورځ (د جولای په شلمه) اعلان وکړ، دوی به د سعودي عربستان لخوا د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې پر بندرونو او هوایی ډګرونو د محاصرې په ځواب کې، د سره سمندر په باب المندب تنګي کې د سعودي عربستان پر وړاندې "سمندري بندیز" پلی کړي.