نیپال کې سېلابونه
نیپال کې سېلابونه
د خپرېدو وخت
د نیپال د پیښو د خطر کمولو او مدیریت ملي اداره د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې، په نیپال او تبت کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۷۳۴ ته رسېدلی دی.
چارواکي وایي چې په دې ناورین کې لږ تر لږه ۲,۴۹۸ کسان ژغورل شوي او ۲۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د پیښو د خطر کمولو او مدیریت ملي اداره (NDRRMA) زیاتوي چې د پلټنې او ژغورنې په عملیاتو کې د مرستې لپاره تر ۱۸,۷۰۰ زیات ژغورونکي ګمارل شوي دي.
په ورته وخت کې، د نیپال د بهرنیو چارو وزیر له بهرنیو هېوادونو مرسته غوښتې چې د سېلاب د قربانیانو د مړو د ساتلو لپاره یخچالونه ور چمتو کړي، چې کورنۍ وکولای شي خپل ورک شوي عزیزان وپېژني او ومومي.



