پر مکې مکرمې د ډرون برید ادعا؛ پاکستان وايي چې د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ دی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

سعودي عربستان وايي چې د مکې مکرمې سرسیم یا حدودو ته له ننوتو مخکې یې د یمن حوثیانو ډرون الوتکه راغورځولې او د برید مخه یې نیولې ده.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف ویاند ترکي المالکي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دویم ځل دی چې حوثیانو مکه په نښه کړه؛ لومړی ځل یې د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې د بالستیک توغندیو برید و.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان پر ځینو سیمو د حوثیانو بریدونه ډېر شوي دي.

پرون سې‌شنبه (وږی ۲۴/سپتمبر ۱۵) هم د امنیتي ادارو له لوري په مکه مکرمه، جده او طایف ښارونو کې د لنډ وخت لپاره امنیتي خبرداری خپور شوی و او خلکو ته د بریدونو له خطره د ځان خوندي ساتلو سپارښتنې شوې وې.

خو وروسته د سعودي ملکي دفاع وزارت چارواکو اعلان وکړ چې "اوس ګواښ نه شته".

حوثیانو پر مکې مکرمې او یا د مسلمانانو پر نورو سپېڅلو ځایونو په هر راز برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د پاکستان غبرګون

پاکستان چې له سعودي عربستان سره یې امنیتي تړون لاسلیک کړی، لومړي وزیر یې پر مکې ادعا شوی ډرون برید "په سختو ټکو" غندلی.

شهباز شریف ویلي چې د پاکستان خلک پر دغه برید "خواشيني او غمجن" دي.

پر اېکس‌ خواله رسنۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ښاغلي شریف ویلي چې، "د نه بښل کېدونکي د دغه عمل په اړه د غم او خواشینۍ شدت بیانولو ته توري نه لري".

هغه له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې له "زغمه" کار واخلي او له نور تاوتریخوالي ډډه وکړي ځکه چې په وینا یې، له دې امله وار دمخه سیمه ډېره زیانمنه شوې ده.

شهباز شریف ویلي چې پاکستان د سعودي عربستان د "حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د حرمین او شریفین د سلامتیا او سپېڅلتیا د دفاع لپاره" له دغه هېواد سره "اوږه په اوږه ولاړ دی".

د یادولو ده چې تر دې وړاندې د ایران، امریکا او اسرائيلو په جګړه کې هم سعودي عربستان په ځلونو د ایران له لوري له بریدونو سره مخ شوی دی.ایران ادعا کوي چې هلته د امریکا پوځ مرکزونه په نښه کوي.

اوس د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو هم پر سعودي عربستان بریدونو ته زور ورکړی دی.

د سعودي عربستان د شاهي حکومت کابینې پر ولسي وګړو او ملکي بنسټونو د حوثیانو پرله‌پسې بریدونه "په کلکه غندلي" دي.

کابینې د ملګرو ملتونو منشور او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د خپلې دفاع، خپلواکۍ، خلکو او ملي ګټو ساتنې ته په اشارې سره ویلي چې د ایران له ملاتړه برخمنې د دې وسله‌ولې ډلې پر ضد به سخت ګامونه واخلي.

که څه هم د یمن حوثي وسله‌والو تر اوسه په ډاګه پر مکې مکرمې او مدینې منورې د کوم ځانګړي برید ګواښ نه دی کړی خو له وروستیو بریدونو سره یې د سعودي حکومت اړ کړی چې د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره لارې چارې وسنجوي.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ اېتلاف ویلي چې تېره ورځ (وږی ۲۴/سپتمبر ۱۵) د سعودي پر درو ښارونو د حوثیانو توغندیو او ډرون بریدونو ۱۳ ملکي وګړي ټپیان کړي او اووه کورونه او دوه موټر یې زیانمن کړي دي.

خو حوثیان دا رادوي چې د دوی له لوري دې د مکې مکرمې په ګډون د مسلمانانو نورو سپېڅلو ځایونو ته کوم ګواښ ورپېښ وي.