'ملي مقاومت جبهې' افغانستان کې د خپلو دوو نورو "قوماندانانو" وژل کېدل تایید کړل

بغلان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف: بغلان
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د 'ملي مقاومت جبهې' په نوم د طالبانو حکومت مخالفې ډلې د خپلو دوو قوماندانانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

دې ډلې پر اېکس ټولنیزه شبکه یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې "قوماندان شمس‌الدین" او "قوماندان بابه" د طالب ځواکونو له لوري په یوه "کمین" کې وژل شوي دي.

په دې اعلامیه کې چې نن (یکشنبه د اګست ۳۰مه) خپره شوې، دا دوه داسې کسان بلل شوي چې د "ملي مقاومت جبهې" په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې یې په سختو شرایطو او د هندوکش په غرنیو سیمو کې د مقاومت په لیکو کې مبارزه کړې ده.

د ډلې د خپلو دغو دوو قوماندانانو د وژل کېدو د دقیق وخت او ځای په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

خو په افغانستان کې ځینو کورنیو رسنیو وړمه ورځ په بغلان ولایت کې د طالبانو حکومت د رسنیز دفتر له خولې راپور ورکړی و چې دغه کسان د نهرین ولسوالۍ په چهارسای کلي کې په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه عملیات د جمعې ورځې ماښام شوي وو.

دا په تېرو دوو اوونیو کې د "ملي مقاومت جبهې" د قوماندانانو د وژل کېدو درېیمه پېښه ده.

تر دې څو ورځې ورمخکې (د اګست ۲۰مه) د دې ډلې یو مخکښ قوماندان حسیب پنجشېری، چې په حسیب قوای مرکز مشهور و، له خپلو دوو ملګرو سره په سالنګ کې وژل شوی و.‌

د طالبانو حکومت یوې سرچېنې بي‌بي‌سي‌ ته ویلي و، په هغو عملیاتو کې د حسیب ۱۰ نور ملګري نیول شوي هم دي.

د سرچينې په وینا، دې ۱۳ کسيزه ډلې د "ګډوډۍ او ناامنۍ" د رامنځته کولو هوډ درلود.

هغه ادعا کړې وه، چې حسیب او ملګري یې د چترال له لارې له پاکستانه افغانستان ته ور اوښتي او دا چې ګوندې له هماغه راهیسې د دوی تر څار لاندې وو.

د 'ملي مقاومت جبهې' بیا وايي، چې حسیب پنجشېری‌ له پخوا راهیسې په افغانستان کې و،‌ خو د طالبانو حکومت یې له حضوره انکار کاوه.

د طالبانو حکومت چارواکي تل ټینګار کوي چې مخالفې وسله‌والې ډلې یې په افغانستان کې اغېزناک حضور نه لري.

خو د 'ملي مقاومت جبهه' او د طالبانو نورې مخالفې ډلې وایي چې دوی په افغانستان کې فعال حضور لري.