د طالبانو حکومت یوې سرچینې جرمني ته د "تخنیکي پلاوي" د سفر پخلی وکړ

د عکس سرچینه، MOFA.AF
په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې يوې سرچينې بي بي سي ته تائید کړه چې د دوی یوه تخنیکي پلاوي جرمني ته سفر کړی دی.
دې سرچينې د نوم نه ښودل په شرط ويلي، دا يوازې تخنیکي پلاوی دی او بل هېڅ ډول رول نه لري.
د جرمني چارواکو بيا ويلي، د طالبانو د حکومت د پلاوي سفر افغانستان ته د لا ډېرو افغان کډوالو له ايستلو سره تړاو لري.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د خبرو اترو موخه د افغان کډوالو د پېژندګلوۍ تثبیت او د باور وړ اسنادو صادرول او د تخنیکي اړتیاوو برابرولو بهیر چټک کول دي.
خو د طالبانو حکومت هغه سرچينې چې بي بي سي ورسره خبرې کړې، جرمني ته د دغه پلاوي د سفر موخه د افغانستان د سفارت او کونسلګرۍ د تخنيکي سيستم ارزونه یاده کړې او وايي د افغان کډوالو د ايستلو مسئله د دغه پلاوي په کاري اجنډا کې شامله نه ده.
د جرمني اېن ډي ار رسنۍ جرمني ته د طالبانو د حکومت د دری کسيز پلاوي سفر يو پټ ماموريت بللی. د دغه رسنۍ د راپور له مخې د دغه پلاوي غړي په قطر کې د ۳۰ ورځنۍ ويزې له ترلاسه کولو وروسته، د چهارشنبې په ورځ (۲۶ اګست) برلين ته ورسېدل.
ټاکل شوې چې دا پلاوی به د جرمني بن او بیا مونیخ ښار ته هم لاړ شي.
سره له دې چې جرمني هم د نورو اروپايي هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو تېر کال یې په برلین او بن کې د افغانستان کونسلګرۍ د طالبانو استازو ته وسپارلې.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د جرمني حکومت ویلي چې د حاکم ائتلاف د یوې هوکړې پر بنسټ، د طالبانو دا استازي مسوولیت لري چې په بهر کې مېشتو افغانانو ته کونسلي چوپړونه برابر کړي او له هغه ځایه د افغان کډوالو د ویستلو بهیر اسانه کړي.
جرمني په اروپايي ټولنه کې د ګڼ شمېر افغان کډوالو او پناه غوښتونکو کوربه دی، هلته یې د ځینو افغان کډوالو د ناسم چلند او جرمونو د ادعاوو له امله، ګڼ شمېر غیرقانوني کډوال په ځانګړو الوتکو کې کابل ته ستانه کړي دي.
د دې چارې وروستۍ بېلګه څو ورځې وړاندې وه چې ۲۳ افغانان، چې ډېری یې په جرمونو تورن وو، په یوه چارټر الوتنه کې افغانستان ته بېرته واستول.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت خبرداری ورکړ چې له دې وروسته به د افغان کډوالو ایستل یوازې تر مجرمینو یا هغو کسانو محدود نه وي چې د دغه هېواد ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي. او ښايي هغه کسان هم په کې شامل شي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وي.
د روان کال په جولای میاشت کې هم د یاد هېواد حکومت د یوه افغان کډوال د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه، سره له دې چې هغه په هېڅ کوم جرم نه و محکوم شوی.
هغه مهال ښاغلي دوبرینت ویلی و، "هغه کسان چې په جرمني کې د اوسېدو حق نه لري، که چېرې په جرمن ټولنې کې د ورګډېدو او ځان له هغه ټولنې سره برابرولو کومه نښې په کې نه وي، هغوی هم شړل کېدای شي."
اټکل کېږي چې جرمني په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۲۵۰ افغانان له دغه هېواده شړلي دي.
خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته له لوېدیځو هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو ستنول یوه جنجالي موضوع ده؛ ځکه د بشري حقونو د وضعیت او له هغو کسانو سره د چلند د څرنګوالي په اړه چې افغانستان ته بېرته ستنېږي، جدي اندېښنې مطرح شوې دي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي چې له ستانه کړای شویو افغان کډوالو لږ تر لږه یو تن افغانستان ته له ستنېدو وروسته وژل شوی دی.




















