''یو کال کېږي په خیمو کې ژوند کوو''

د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ د مزار درې په کلي کې له زلزلې وروسته لګېدلې موقتي خیمې (د تېر کال اکتوبر میاشتې ارشیف تصویر).

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ د مزار درې په کلي کې له زلزلې وروسته لګېدلې موقتي خیمې (د تېر کال اکتوبر میاشتې ارشیف تصویر).
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په کونړ کې له خونړۍ زلزلې یو کال وروسته لا هم سلګونه کورنۍ بې ځایه دي او په خیمو کې ژوند کوي او په وینا یې د دوی تر ټولو لویه اندېښنه راتلونکی ژمي ته ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي اوس هم ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو ماشومانو سره په خیمو کې او په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي.

تېر کال د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي میاشتې پر اتمه نېټه د شپږ درجې په کچه یوې زورورې زلزلې د هېواد ختیځ ولایت کونړ ولړزاوه. د وروستیو شمېرو له مخې، هغې زلزلې له دوو زرو څخه زیات کسان ووژل او څو زره نور یې ټپیان کړل.

د اوچا مشر وايي، سږ کال د 'اېل نینو' نړیوالې اقلیمي پدیدې له امله اورښتونه تر معمول زیات اټکل شوي دي. هغه خبرداری ورکړی چې که د زلزلې له نژدې اووه زره پاتې شویو کورنیو سره مرستې ونه شي، هغوی به له لا زیاتو جدي ستونزو سره مخ شي.

یوه مېرمن وايي چې د ویجاړوونکې زلزلې له تېرېدو یو کال وروسته هم تر شنه اسمان لاندې په خیمه کې ژوند کوي.

هغه وايي، د بې ځایه کېدو او د سرپناه نشتوالي ستونزې د دوی د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې دي، او ماشومان یې شپه او ورځ په اندېښنه کې تېروي:

''یو کال کېږي چې په دغو خیمو کې ژوند کوو. ګرمي وي، سخت بادونه او توپانونه وي، ږلۍ اوري. سېلابونه راځي او خټې او بوړبوکۍ را روان وي. ماشومان وېرېږي او چیغې وهي چې چېرته ولاړ شو؟''

هغې غوښتنه وکړه چې د دوی د سرپناه ستونزه دې ژر تر ژره هواره شي:

''په دغو خیمو کې کونډې ښځې، یتیمان او نورې بې وسه کورنۍ ژوند کوي، او نارینه ټول بې روزګار دي. موږ هر ډول مرستو ته اړتیا لرو، لکه خوراکي توکي، د کور وسایل او مالداري، چې وکولای شو خپل ژوند ته دوام ورکړو.''

د اوچا مشرې، اېمي مارټین، له زلزلې یو کال وروسته د زیانمنو سیمو لیدنه کړې ده.

هغې د بې ځایه شویو کورنیو له لیدنې وروسته وویل چې سرپناه د هرې کورنۍ لومړنۍ غوښتنه ده:

''له یوه کال وروسته یو ځل بیا مزار درې سیمې ته راغلې یم، هغه سیمه چې د پېښې په لومړیو ورځو کې زرګونو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسېدې. دلته لا هم داسې کورنۍ لیدل کېږي چې په خیمو کې ژوند کوي. له ځايي اوسېدونکو سره په خبرو کې ټولو یوه ګډه غوښتنه درلوده: دایمي سرپناه برابرول او د دوی د معیشت د بیا رغونې زمینه مساعدول، چې وکولای شي خپل عادي ژوند بېرته پیل کړي.''

د اوچا مشره اېمي مارټین له زلزلې یو کال وروسته کونړ ته تللې.

د عکس سرچینه، OCHA

د عکس تشریح، د اوچا مشره اېمي مارټین له زلزلې یو کال وروسته د وضعیت معلومولو لپاره د کونړ مزار درې ته تللې.

د بې‌ځایه شویو کورنیو تر ټولو لویه اندېښنه راتلونکی ژمی دی. هغه کورنۍ چې لا هم په خیمو کې ژوند کوي، وېره لري چې سخت ژمی او د سختو سېلابونو احتمال به یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.

اېمي مارټین هم خبرداری ورکوي چې د 'اېل نینو' نړیوالې اقلیمي پدیدې له امله سږ کال د معمول پرتله د زیات ورښت اټکل شوی دی. د هغې په وینا، دا وضعیت کولی شي دغو کورنیو ته د احتمالي زیان اوښتو کچه څو برابره لوړه کړي.

هغې وویل:

''د بارانونو موسم به ډېر ژر پیل شي، او وړاندوینه کېږي چې سږ کال به د "اېل نینو" پدیدې له امله د ورښت اندازه تر معمول زیاته وي. ژمی هم یوازې څو میاشتې وروسته را رسېږي. که څه هم له خیمو څخه دایمي سرپناوو ته د څو سوه کورنیو د لېږدولو بهیر روان دی، خو دا اقدامات بسنه نه کوي. د هغو ټولو کورنیو د ملاتړ لپاره چې لا هم نه دي توانېدلې خپلو اصلي سیمو ته ستنې شي، لا ډېرو مرستو او ملاتړ ته اړتیا ده.''

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو له مخې، د تېر کال زلزلې په کونړ ولایت کې د ۱۳۴ کلیو شاوخوا اووه زره کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

اوچا وايي چې د دغو کورنیو ډېری برخه لا هم بنسټیزو او حیاتي مرستو ته اړتیا لري، او د سرپناه، خوراکي توکو او د ژوند د بیا رغونې ملاتړ یې تر ټولو مهمې اړتیاوې بلل کېږي.