د افغانستان د تېرو دوو لسیزو ۴۰ زره د جګړې قربانیان 'بې عدالته' پاتې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو د سېشنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د افغانستان د جګړې ډېری ملکي قربانیان "پرته له عدالت، د تاوان له جبران او ان د خپلو کړاوونو له پاملرنې پرته" پاتې شوي دي.
د کابل یوه اوسېدونکي هم فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل: "نړۍ موږ هېر کړي یو."
امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته په افغانستان کې خپله پوځي مداخله پیل کړه؛ هغه اقدام چې د دوو لسیزو جګړې او شخړو پیل و. په دې موده کې ملکي وګړي له بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالي او د خپلو حقونو له پراخو سرغړونو سره مخ شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، د طالبانو، د "اسلامي دولت" ډلې (داعش) او همدارنګه د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د وسلهوالو ځواکونو او د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټلوالې د عملیاتو پر مهال له ۴۰ زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ۷۷ زره نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
یوناما له ۲۰۰۹ کال راهیسې د ملکي وګړو مرګژوبله ثبتوي او د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جګړې د قربانیانو په اړه یې له تر ټولو هراړخیزو څېړنو یوه ترسره کړې ده.
په کابل کې د "شهیدانو غونډۍ" هغه ځای دی چې د وروستیو بریدونو یو شمېر قربانیان پکې خاورو ته سپارل شوي دي. د دې غونډۍ لمن له قبرونو ډکه ده چې ډېری یې د هزاره ټولنې د غړو دي؛ هغه ټولنه چې څو ځله د طالبانو او داعش د بریدونو هدف ګرځېدلې ده.
د هغو قبرونو له ډلې چې فرانس پرېس د اګست په وروستیو کې لیدنه ترې کړې، یو د ۲۱ کلنې سهیلا و، چې د کابل پوهنتون په برید کې وژل شوې وه.
بل قبر د محمدهادي په یاد جوړ شوی، هغه ۱۷ کلن ځوان چې د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې د کانکور د چمتووالي پر یوه ښوونیز مرکز د داعش په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
۲۵ کلن محمد هم په هماغه برید کې ټپي شوی و. هغه چې له یوې کمعاید لرونکې کورنۍ څخه دی، فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې هیله یې لرله د کمپیوټر انجینیر شي، څو د ده په وینا، "خپل ژوند بدل کړي." هغه د دې لپاره چې "لا هم وېره شته"، له خپل کورني نوم د یادولو ډډه وکړه.
هغه اوس په یوه خیاطۍ کې کار کوي او وایي: "ما خپل تمرکز له لاسه ورکړی دی." هغه زیاته کړه: "د رواني ستونزو له امله ونه توانېدم خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم."
هغه همدارنګه وویل: "نړۍ موږ هېر کړي یو."
د دوی د کور په یوه کوچنۍ کوټه کې، د هغه مور په ژورې ساه اخیستو سره وایي: "هغه لا هم د شپې خوبونه ویني او زه ورځ تر بلې کمزورې کېږم."
یوناما ویلي چې له نژدې ۲۰۰ هغو قربانیانو څخه چې ورسره مرکې شوې دي، ۹۵ سلنه یې له رواني ستونزو سره مخ دي؛ چې د حافظې له لاسه ورکول، خپګان او د ځانوژنې فکرونه هم پکې شامل دي.
"هېچا غوږ ونه نیو"
د کابل په سوېل کې د لوګر ولایت اوسېدونکی، ۴۶ کلن بزګر خان یوسفي وایي، اته کلن زوی یې د خپل کور مخې ته په لوبو بوخت و چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د پولیسو یوه ټانک پرې ډزې وکړې او هغه یې په هماغه ځای کې وواژه.
هغه په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې، زیاته کړه: "مېرمن مې د خپل زوی پر لور منډه کړه؛ پر هغې یې هم ډزې وکړې او مېرمن مې سخته ټپي شوه."
یوسفي وایي، د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال یې له اړوندو چارواکو سره شکایتونه ثبت کړل او د عدالت د ترلاسه کولو لپاره یې "ډېرې هڅې وکړې"، خو "هېچا غوږ ونه نیوه."
هغه وایي، طالبانو ته له واک ته بېرته ستنېدو وروسته یې هم په دې برخه کې هېڅ بریا نه ده ترلاسه کړې.
یوسفي وویل: "که هغه څوک چې دا کار یې کړی و، عدالت ته سپارل شوی وای، نو له نورو خلکو سره به د همدې ډول درد او کړاو د تکرار مخه نیول شوې وای.... ځکه خلکو به پوهه درلوده چې عدالت شته."
یوناما ویلي، ډېری هغه قربانیان چې ورسره یې مرکې کړې او د عدالت د ترلاسه کولو لپاره یې هڅې کړې وې، "ناکام" پاتې شوي دي.
ملګرو ملتونو یادونه کړې چې په ۲۰۰۶ کال کې د "سولې، پخلاینې او عدالت" تر سرلیک لاندې یو پروګرام پیل شو، خو "هېڅکله په بشپړ ډول عملي نه شو."
دې ادارې زیاته کړې چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې د بینالافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړه، خو په دې هوکړه کې "د قربانیانو د حقونو، عدالت یا حسابورکونې په اړه هېڅ مشخصه ماده نه وه شامله."

د عکس سرچینه، Getty Images
"محدودې سرچینې"
یوناما ویلي، طالبانو واک ته له بېرته ستنېدو وروسته د عمومي عفوې قانون تصویب کړ او تر اوسه داسې کومه څرګنده نښه نه ده لیدل شوې چې طالبان د جګړې پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو د قضیو د تعقیبولو لېوالتیا ولري.
دې ادارې په پایله کې ویلي: "د عاملانو د حسابورکونې لپاره کورنۍ او نړیوالې هڅې محدودې پاتې شوې او له ګڼو خنډونو سره مخ شوې دي."
سږ کال د استرالیا د ځانګړو ځواکونو یو پخوانی افسر په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په ترسره کولو تورن شو، خو داسې ښکاري چې د هغه د محاکمې پیل لا ډېر وخت غواړي.
په ۲۰۲۲ کال کې یوې هالنډۍ محکمې پرېکړه وکړه چې هالنډ باید په افغانستان کې د ۲۰۰۷ کال د یوه خونړي هوايي برید د قربانیانو خپلوانو ته، چې ناقانونه بلل شوی و، تاوان ورکړي.
همدارنګه، په بریتانیا کې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوې یوه خپلواکه څېړنه لا هم روانه ده او په راپور کې یې په متحده ایالاتو کې د هېڅ ډول قضایي تعقیب یادونه نه ده شوې.
د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) هم د افغانستان د جګړې په اړه څېړنې پیل کړې. خو د دې ادارې څارنوال وروسته د "محدودو سرچینو" او د "جرمونو د شدت او دوام» له امله د څېړنو تمرکز د طالبانو او داعش پر ادعا شویو جرمونو محدود کړ.
رفیق هودزیچ، د "اروپايي سولې انسټیټیوټ" د انتقالي عدالت سلاکار، پوښتنه کوي: "څه شی هغه قربانیان له هغو جرمونو څخه چې طالبانو یا داعش ترسره کړي، داسې بېلوي چې هغوی عدالت ته لاسرسی ومومي، خو د امریکايي او نړیوالو ځواکونو قربانیان له دې حق څخه محروم پاتې شي؟"
فعالان وایي، د حقیقت موندنې او ملي پخلاینې کمېسیونونه، لکه هغه چې په سویلي افریقا کې د اپارتاید له پای ته رسېدو وروسته جوړ شول، د قربانیانو لپاره د تاوان په ورکولو سره کولای شي تر یوه حده عدالت تأمین کړي.
د طالبانو حکومت یوناما ته ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د شهیدانو له کورنیو، کونډو او یتیمانو سره د ۶۹۵ میلیونه ډالرو مرسته وېشلې ده.
خان یوسفي، د لوګر بزګر، وایي چې غواړي داسې مرسته ترلاسه کړي چې مېرمن یې وکولای شي ښه درملنه وکړي.
محمد هم هیله لري چې د ده په څېر زیانمنو شوو زدهکوونکو او محصلانو ته بورسونه او نورې مرستې برابرې شي، "چې خپلې هیلې بېرته ترلاسه کړای شو."


















