BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • نورستان

    نورستان کې سېلابونه: ملګري ملتونه وایي، تر دې دمه څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي

    ملګري ملتونه وایي، د لومړنیو راپورونو پر بنسټ تر دې دمه د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له کبله څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي دي. تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي و چې په نورستان کې د سېلابونو له امله "۲۳" کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت د اړوندو مسوولینو په خبره دغو سېلابونو د ولایت مرکز پارون یې ډېر زیانمن کړی دی.

  • یوې څنډې ته دوه مېرمنې ناستې دي

    د نورستان د سېلابونو ویجاړۍ او قربانیان یې

    د نورستان د سېلابونو قربانیان تر ډېره د سیمې خلک، ښځې او سیلانیان دي. ملګري ملتونه وايي د نورستان ولایت په سېلابونو کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا شمېر ۲۴ تنه ښيي او وايي د لټون او ژغورنې عملیات یې روان دي.

  • کابل کې برید

    کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان برید: "باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي"

    د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، شاوخوا څلور میاشتې مخکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر «امېد» مرکز د پاکستان هوايي برید له نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه وه. د دغه سازمان په خبره د پاکستان دغه برید باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي. دغه بنسټ په تازه راپور کې ویلي، داسې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي دغه مرکز د وسلو او مهماتو د زېرمتون په توګه کارېده. دغه سازمان ټینګار کوي چې په یاد برید کې سلګونه ملکي کسان ووژل شول.

  • د جګړې ضد شعار

    ژوندۍ پاڼه, د ایران پرضد د امریکا د جګړې لګښت له ۳۵ میلیارد ډالرو اوښتی

    د امریکا دفاع وزیر وايي، د ایران پر ضد جګړه امریکا تر اوسه امریکا شاوخوا ۳۷.۵ میلیارده ډالر (۲۸ میلیارده پونډه) لګولي دي - چې دا د مې میاشتې له وروستي اټکل راهیسې نژدې ۸ میلیارده ډالره زیاتوالی ښيي. دفاع وزیر پیټ هیګسېت د امریکا مشرانو جرګې د تخصیصاتو کمېټې ته وویل، دا بېړنۍ اړتیا ده چې قانون جوړوونکي د پنټاګون (دفاع وزارت) لپاره د کانګرس له خوا د نورو ۸۷ میلیارده ډالرو بودجې منظوري ورکړي، چې له دې څخه ۶۷ میلیارده ډالر به په منځني ختیځ کې د عملیاتو لپاره ځانګړي شي.

  • حشمت

    د ملي لوبډلې له کپتانۍ د حشمت‌الله شهيدي استعفا؛ د لوبډلمشر په توګه یې څه لاسته راوړنې لرلې؟

    حشمت‌الله شهیدي د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ټېست او یو ورځنیو سیالیو له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه. هغه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې دا یې شخصي پرېکړې ده. شهیدي څه باندې پنځه کاله مخکې (د ۲۰۲۱ کال می میاشت کې) د اصغر افغان پر ځای د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی و.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • نورستان
  • Kabul
  • floods
  • نورستان
  • Fans
  • برید
  • ټرافي
  • نایجېریا کې یوه ښځه درې ټایره رېکشه چلوي
  • افغانان پېښور کې
  • چابهار

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • نورستان کې سېلاب

    نورستان کې سېلابونه: د انځورونو په دې البوم کې د سېلابونو ویجاړۍ وګورئ

    د افغانستان په ختيځ نورستان ولایت کې دوشنبې مازديګر (۲۰ جولای) د سختو سېلابونو له کبله درنه مرګژوبله اوښتې وه او د دې تر څنګ یې ګڼ مالي زيان یې هم اړولی دی.

  • مولانا فضل الرحمان

    د مولانا فضل الرحمان نیوکې او د پاکستاني چارواکو توند غبرګون

    د پاکستان د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان د پوځ او حکومت په تړاو وینا کړې چې جنجالي شوې او غبرګونونه یې پارولې دي. د يکشنبې په ورځ مولانا فضل الرحمان د خپل ګوند وکيلانو ته د خبرو پر مهال څرګنده کړه چې د خپلې وينا په تړاو به بخښنه ونه غواړي، بلکې هغه کسان بايد بخښنه وغواړي چې د ده په وينا يې د هغه پر ضد ''تبليغاتي کمپاین'' چلولی دی.

  • سېلاب

    د سېلابونو راوتو پر وخت څه وکړو؟

    په وروستیو ورځو کې د افغانستان ډېری ولایتونه د ویجاړوونکو سېلابونو شاهدان وو، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او درانه مالي زیانونه یې رامنځته کړي دي.

  • Close of of differnet energy drink brands lined up on a shelf in a supermarket

    ولې انګلنډ پر تنکو ځوانانو د انرژي څښاک پلور بندوي؟

    د انګلنډ حکومت ویلي چې د راتلونکي کال له اپرېله به په دغه هېواد کې له ۱۶ کلونو په کم عمره ماشومانو د ډېرې اندازې کافین لرونکو انرژۍ څښاکتوکو پلورل منع شي. د دغه محدودیت تر پلیتابه وروسته به په دوکانونو، رستورانتونو، چایخونو، د خرڅلاو اتومات ماشینونو او ان په انلاین بڼه پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو د داسې څښاکتوکو پلورل غیرقانوني وي، چې په هر لیټر کې له ۱۵۰ میلی ګرامه زیات کافین لري.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۲ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۲ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۸
      له انسانانو سره د سپیو مینه
    2. ۱۰
      ولې مو خپل غږ نه خوښېږي؟