BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • نیمروز

    نیمروز کې له اوونيو هڅو وروسته د ۱۴ لارویانو مړي موندل شوي

    د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې د نیمروز د والي ویاند، متوکل توحیدي، بي‌بي‌سي ته تایید کړې ده چې د ۱۴ افغانانو مړي چې ایران ته پر لاره وو، پرون د مارګو دښتې د (لالو) شګلنه بیدیا کې موندل شوي دي.

  • غزه

    ژوندۍ پاڼه, د حماس "بې‌وسلې کېدل"؛ پر غزې د اسرائيلو د تازه بریدونو خبر ورکړل شوی

    پر غزې د اسرائيلو د تازه هوايي بریدونو خبر ورکړل شوی. دا بمبار د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه اعلانه یوازې څو ساعته وروسته کېږي چې ویلي یې دي، حماس د بې‌وسلې کېدو هوکړه منلې او د همدې موافقې له مخې به اسرائيلي ځواکونه هم له غزې وځي. رويټرز اژانس په غزه کې د طبي کارکوونکو له خولې ویلي چې په دغو بریدونو کې څو فلسطینیان ژوبل شوي دي.

  • یوه مور شېدو ګیلاس سره

    څنګه خپل هډوکي کلک وساتئ؟ هغه خواړه چې ورته ګټه رسوي

    د ډېرو خلکو له انګېرونو هاخوا، زموږ هډوکي د عمر لومړیو کې لا کمېدل پیلوي خو په ځانګړو مغذي توکو بډایه خوراکي رژیم ته پاملرنه کولای شي د انسان د هډوکو د پیاوړتیا په ساتنه کې مرسته وکړي.

  • حماس

    حماس د بشپړې بې وسلې کېدا هوکړه منلې خو اسرائیلو لا غبرګون نه دی ښودلی

    د حماس یو لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته وویل دې ډلې په غزه کې په بشپړه توګه د بې وسلې کېدو لپاره د ''سولې هیئت'' له پلان سره موافقه کړې ده او تمه ده چې ډېر ژر په دې اړه رسمي اعلامیه خپره شي. له دې لږ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، د ''سولې هیئت'' له لوري د غزې په تړاو داسې یوه هوکړه شوې چې له مخې به یې حماس او نورې وسله والې ډلې ''په بشپړه توګه بې وسلې'' شي.

  • درې کان‌کېندونکي ناست دي او په منځ کې یې یوه تندي ته لاس ورکړی او د ژړا په حال کې ښکاري.

    د کوټې له نړېدلي کانه "د ۳۴ کان‌کېندونکو مړي" رایستل شوي

    د بلوچستان د کوټې په (سورینج)‌ سیمه کې د سکرو کان د نړېدو په پېښه کې هلته د ایسارو کان‌کېندونکو لټون روان دی او چارواکي وايي چې تر اوسه "د ۳۴ مړي" رایستل شوي دي. د بلوچستان طبیعي پېښو ته د رسېدو اداره یا (پي‌ډي‌اېم‌اې) وايي چې دا پېښه د مرکز کوټې د ختیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې په یوه کان کې تر چاودنې وروسته شوې. په وینا یې، هغه شېبه "لږترلږه ۳۶ کان‌کېندونکي په کان کې دننه وو".

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • کشمير
  • چاودنه
  • مار
  • Akram
  • فلسطین
  • بقايي
  • سیاټل
  • Rhiya Ahir
  • هند
  • پارون

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳۱ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۳۱ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۱ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي