BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د ایران د هوکړې په تړاو د 'وروستۍ پرېکړې' لپاره د ټرمپ غونډه
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ایران باید هوکړه وکړي چې هېڅکله به اتومي وسله یا بم نه لري، هرمز تنګی باید " په دواړو لوریو د بېخنډه سوداګریز تګ راتګ لپاره" بیا پرانیستل شي، او ایښودل شوي هر ډول ماینونه باید "له منځه یوړل شي".
په رومانیا کې د روسيې ډرون لګېدو د اروپايي ټولنې او ناټو غبرګونونه راپارولي دي
په رومانیا کې پر یوې استوګنيزې ودانۍ د روسيې د یوې بي پيلوته الوتکې يا ډرون لګېدو د بخارست، ناټو او اروپايي ټولنې د چارواکو سخت غبرګونونه راپارولي دي. رومانیا خبرداری ورکړی چې دا ورته هېڅکله د زغملو وړ نه ده چې د اوکرايین پر وړاندې د روسيې د دښمنۍ اغېز د دوی پر وګړو وشي.
ورځني ژوند کې د فزیکي فعالیت لږ زیاتوالی هم روغتیا ته اوږدمهاله ګټې رسوي
یو نیم سهار زه بیا بېخي د پاڅېدو نه یم خو بیا هم ځان اړباسم چې د منډې وهلو لپاره له کوره ووځم او دا ځکه چې پوهېږم دا مې د روغتیا لپاره اړینه او ګټوره چاره ده.
پر طالبانو د مخکښو شیعه روحانيونو سختې نيوکې: 'پر شيعه ګانو فشارونه لېرې کړئ'
په افغانستان کې د شيعه ګانو دوه مخکښو روحانيونو (ايتالله سيد محسن حجت او ايتالله غلامعباس واعظ زاده بهسودي) په بېساري ډول د طالبانو د حکومت لخوا له شيعه ګانو سره پر چلند سخته نیوکه کړې ده.
یعقوب مجاهد مسکو کې د هوايي دفاع تجهیزاتو په لټه کې
روسیې او افغانستان کې د طالبانو حکومت د نظامي همکارۍ یو سند لاسلیک کړی دی . په کابل کې بي بي سي ته یوې معتبرې سرچینې ویلي چې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد روسیې ته سفر کې توانېدلی مسکو ته قناعت ورکړي چې د دوی حکومت ته د دافع هوا عصري تجهیزات ورکړي
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
بریتانوي درمل جوړوونکي څنګه په تصادفي ډول اورلګید اختراع کړ؟
په ۱۸۲۶ کال کې بشریت ته له ښه مرغه، یا یوې ناڅیزه کړنې دومره ګټه ورسوله، چې راوروسته ژوند کې یې د رڼا او تودوخې جوړولو لار تل تر تله بدله کړه. انګریز درمل جوړوونکي جان واکر د چاودېدونکو توکو جوړولو لپاره یوه تجربه کې کیمیاوي مواد ګډول او یو ډکی/لرګی پر دې ګډوله یا مخلوط ولړل شو. دا لرګی د هغه د نغري (چمېنۍ) مخې ته پر یوې پرتې ډبرې ولګېد او ناڅاپه اور بل شو.
غزه کې د اسرائیل په برید کې د حماس د پوځي څانګې نوی مشر وژل شوی
د حماس د پوځي څانګې قوماندان محمد عوده، د سېشنبې پر ورځ د غزې تړانګې په یوه برید کې وژل شوی دی. د سیمه ییزو روغتیايي کارکوونکو او عیني شاهدانو په وینا، په دغه برید کې د محمد عوده په ګډون لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دغه برید د غزې ښار یوه بوخت بازار ته نږدې سیمه کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ شوی دی.
اشرف غني له متحده عربي اماراتو وتلی
د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ته دوو نژدې سرچینو بي بي سي ته وویل، چې ښاغلی غني له متحده عربي اماراتو وتلی دی او ''اوسمهال په یوه خوندي ځای کې دی.'' ښاغلي غني لږ مخکې ولس ته پر اېکس یوه اختریز پیغام کې لیکلي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ''مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بېخبره شوی نه دی.''
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۰ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۹ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۹ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۹ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































