BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د اوومې پرلپسې شپې لپاره پر ایران د امریکا بریدونه شوي؛ تهران د یوې امریکايۍ بېړۍ د په نښه کولو خبره کوي
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو د اوومې پرلپسې شپې لپاره پر ایران د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده. په ورته مهال، د ایران پوځ وایي، د هند سمندر په شمالي برخه کې یې یوه امریکايي بېړۍ د کروز توغندي په وسیله په نښه کړې ده. دغه راز د اکسیوس د راپور له مخې، امریکا د ایران پر ضد د لا سختو احتمالي بریدونو د چمتووالي لپاره اسرائیل ته لسګونه نورې سون توکي رسوونکې الوتکې لېږي.
بلوچستان؛ چارواکي وایي، په زیارت سیمه کې د وژل شویو پولیسو د قضیې په تړاو له احتجاج کوونکو سره موافقه شوې
د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت ویلي چې په زیارت سیمه کې د وژل شویو پولیسو د قضیې په تړاو په کوټه کې د روان پرلت ګډونوالو سره خبرې بریالۍ شوې او یو لیکلی تړون هم لاسلیک شوی دی.
د طالبانو د مخالفو وسلهوالو لخوا د بدخشان د یفتل ولسوالۍ ودانۍ لنډمهاله نیول کېدل؛ "د پوځ لوی درستیز سیمې ته تللی"
په بدخشان کې د طالبانو حکومت امنیه قومندانۍ تایید کړه چې وسلهوالو کسانو تېره شپه "د شپې له تیارې او د لومړۍ درجې امنیتي مسوولانو له رخصتۍ په ګټه اخیستلو سره پر یفتل ولسوالۍ چپاو ور وړی او د سهار له ۴ تر ۶ بجو پورې یې د ولسوالۍ ودانۍ په واک کې وه."
د بیو د کنټرول هڅه: د طالبانو حکومت د واردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړل
د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت، چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړی چې په نړیوالو بازارونو کې وروستیو بدلونونو او د تېلو په نړیوالو بیو کې پاموړ زیاتوالي ته په کتو یې د تېلو او ګازو وارداتو لپاره د کنټرول معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړي دي.
جبري واده؛ په اېټالیا کې څنګه یوه پاکستانۍ نجلۍ خپل مور او پلار ووژله؟
د ثمن عباس په نوم یوه ۱۸ کلنه نجلۍ چې په خټه پاکستانۍ وه او په اېټالیا کې اوسېده، خپلې کورنۍ په ۲۰۲۱ کې ووژله. لامل یې دا و چې د کورنۍ په خوښه یې په پاکستان کې له یوه هلک سره له واده انکار کړی و.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
بریتانیا: هر کال له افغانانو سره ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته کوو
د بریتانیا پارلمان وايي له افغانانو سره یې خپله دوامداره ژمنتیا یوځل بیا تازه کړې او پرېکړه شوې چې په راتلونکو درېیو کولنو کې به هر کال د افغانستان له خلکو سره ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته کوي.
په انګلنډ کې به له اپريل میاشتې تر ۱۶ کلنۍ د کم عمره ماشومانو لپاره پر انرژۍ څښاکونو بندیز ولګول شي
چارواکي وايي، له راتلونکې اپريل میاشتې به په انګلنډ کې له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د لوړې کچې کافین لرونکو انرژۍ څښاکونو اخیستل ممنوع وي.
جمعه خان فاتح وایي، په ارګ کې پر خبرو بوخت دی
د افغانستان په شمال ختیځ کې د طالبانو حکومت یو قومندان جمعه خان فاتح له تېرو څو ورځو راهیسې د جنجال او اختلافونو له خبرونو سره د رسنیو سر ټکی و چې اوس یې پښه تر ارګه رسېدلې ده. هغه په کابل کې داسې مهال د بي بي سي له خبریال سید عبد الله نظامي سره د ارګ د ګل خانۍ ماڼۍ مخې ته مخامخ وکړې چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف او یو شمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله.
افغانستان کې بېوزلي: وچه ډوډۍ، لس بچیان ورسره د یوه بېوزلي پلار ژوند
د افغانستان په یوه څنډه کې په نژدې ۳۸ درجې ګرمۍ کې یو سړی چې ږیره یې نیمه سپینه ده، د سړک غاړې د دېوال سیوري ته ناست دی. مخې ته یې یو کوچنی مېز دی؛ څو پاڼې او دوسیه یې تر یوې ډبرې لاندې اېښي چې شمال یې ترې یونه سي. خاورین رنګ کمیس او پرتوګ یې اغوستي او پر سر یې دسمال تړلی دی. په یوه لاس کې یې وچه ډوډۍ او د پښو تر څنګ یې د اوبو بوتل دی.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۸ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۷ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۷ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۷ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































