BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • په بدخشان کې د طالبانو د حکومت یو قومندان جمعه خان فاتح

    جمعه خان فاتح وایي، په ارګ کې پر خبرو بوخت دی

    د افغانستان په شمال ختیځ کې د طالبانو حکومت یو قومندان جمعه خان فاتح له تېرو څو ورځو راهیسې د جنجال او اختلافونو له خبرونو سره د رسنیو سر ټکی و چې اوس یې پښه تر ارګه رسېدلې ده. هغه په کابل کې داسې مهال د بي بي سي له خبریال سید عبد الله نظامي سره د ارګ د ګل خانۍ ماڼۍ مخې ته مخامخ وکړې چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف او یو شمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله.

  • ایران

    قالیباف: که له تفاهم ‌لیک ګټه نه ترلاسه کوو، د مراعتولو لپاره یې دلیل نه لرو؛ سینټکام وايي، پر ایران یې نوي بریدونه پیل کړي

    محمد باقر قالیباف په یوه اعلامیه کې ویلي، ایران له امریکا سره ''په وجودي جګړه'' کې ښکېل دی. هغه زیاته کړه، که ایران له کوم تفاهم ‌لیکه عملي ګټه ترلاسه نه کړي، ''د هغه د مراعتولو لپاره هم دلیل نه لري.'' بل لور، د ایران دولتي راډیو او ټلوېزیون راپور ورکړی چې ایران په کویت کې دننه کې د امریکا پر اډو تازه بریدونه کړي دي. له دې څو ساعته وړاندې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی و چې د دغه هېواد ځواکونو د ایران پر ځینو اهدافو د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده.

  • ارجنټاین لوبډله

    فوټبال نړیوال جام؛ ارجنټاین لوبډله انګلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ورسېده

    د نړیوال جام د اتلولۍ دفاع کوونکې ارجنټاین لوبډلې د انګلنډ پر وړاندې په ۲-۱ بریا سره د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبې ته لاره وموندله او ټاکل شوې، چې د یکشنبې په شپه په نیو جرسي کې له اسپانیا سره د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.

  • امو نهګان

    امو نهنګان د شپږیزه کرېکټ لیګ یوولسم پړاو اتلولي وګټله

    د سپين‌غر په پاڼۍ کې د دې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۹ اوور کې په ۱۶۶ منډو وسوځېدل او امو نهنګان ته یې ۱۶۷ منډې هدف ټاکلی و چې امو په ۱۶ اوور کې ورته پوره کړ او له دغه بري سره یې اتلولي خپله کړه.

  • A supporter of Turkish President Recep Tayyip Erdogan waves a flag against an electronic billboard during a rally in Kizilay Square on July 18, 2016 in Ankara, Turkey.

    پر ترکیې د اردوغان واکمني: د یوې کودتا هڅه چې یو هېواد یې بدل کړ

    په کوڅو کې د ډزو غږونه، د ټانکونو خوځښت، د حکومتي ودانیو پر سر په ټیټه ارتفاع کې الوتونکي جنګي الوتکې او پر پارلمان برید، دا ټولې صحنې په ژوندۍ بڼه له تلویزیونه خپرېدې. ان د داسې یوه هېواد لپاره چې درې پوځي کودتاوې او دوه نورې پوځي لاسوهنې یې تجربه کړې وې، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۵مه شپه بې‌سارې وه.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • EYE
  • TAKHAR
  • کرېکټ
  • ټېلر کلټر
  • teapot
  • صنعا
  • تایلنډ اورلګېدنه
  • نړیوال جام
  • برید
  • ۵۹ کلنۍ کې د کانکور په ازموینه کې بریالی شو

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • Afghanistan

    ګرم چای که سوړ څښاک؛ ګرمۍ کې د تندې ماتولو لپاره کوم یو غوره دی؟

    په اوړي کې د ګرمۍ کمولو او د تندې د ماتولو لپاره تر ټولو ښه لاره څه ده؟ ګرم چای وڅښو که یخ څښاکونه؟ کېدای شي په ګرمه هوا کې د ګرم چای څښل عجیبه نظر ښکاره شي، خو ځینې معلومات ښيي چې دا کار له بدن سره د لوړې تودوخې په زغملو کې مرسته کوي. ګرم څښاک د وینې رګونه پراخوي او له همدې امله د بدن د تودوخې په کمولو کې مرسته کوي.

  • کرېکټ لوبډله

    د کرېکټ نړیوالې شورا د افغان کډوالو ښځينه کرېکټ لوبغاړو د ملاتړ پروګرام وغځاوه

    د کرېکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي‌) په خپله کلنۍ غونډې کې پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو ښځینه کرېکټرانو مالي‌ او تخنیکي ملاتړ ته به دوام ورکوي. دا غونډه تېره اوونۍ د سکاټلنډ پلازمېنه اېډېنبرا کې جوړه شوې وه. د بي‌بي‌سي سپورت څانګې لا مخکې د سرچینو په حواله ویلي وو چې د ای‌سي‌سي‌ غونډه کې به د دغه پرواګرام د غځېدو پرېکړه وشي.

  • اسلام اباد کې د غونډې ګډونوال

    د طالبانو حکومت: پاکستان کې د ښځو پر وضعیت د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته نه دي‌ ورغلي

    د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په پاکستان کې خپله نهمه نوبتي غونډه وکړه. دا ناسته د ښځو وضعیت ته ځانګړې شوې وه، په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، دې غونډې ته "بلل شوي" دي، خو له دوی څوک نه دي ورغلي. د دغې غونډې موخه په اسلامي نړۍ کې د ښځو د حقونو پیاوړتیا، زدکړه، روغتیا او اقتصادي مشارکت ته وده ورکول بلل شوي. افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي " موږ ته بلنه راکړل شوې وه خو غوره وګڼل شوه چې دې ناستې ته کوم استازی ونه لېږو."

  • د حبوباتو یو دوکان

    طالبانو حکومت له کانونو پرته د نورو ټولو کاروبارونو او افرادو پر عایداتو پنځوس سلنه مالیه کمه کړه

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، له کانونو پرته د نورو ټولو شرکتونو او دوکانونو پر عایداتو پنځوس سلنه مالیه کمه کړې ده. چارواکي وايي، د دې ګام موخه پر سوداګرو او خلکو د فشار کمول او د بیو را ټیټول دي. دا په تېرو کلونو کې دویم ځل دی چې د طالبانو حکومت په ځینو برخو کې مالیات کموي او یا د ځینو برخو مالیات معافوي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۶ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۶
      ولې د خولې کېدو پر وخت زموږ بدن بوی کوي؟