BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د افغان غالۍ اوبدنې او پلور هغه خونه چې د پوتین او مکرون په ګډون د نړۍ مشران یې لیدو ته ورغلي
په ازبکستان کې د غالۍ اوبدنې او پلور یو لوی مرکز ته هره ورځ د لیدنې او پېرودنې لپاره ډلې ډلې خلک ور روان وي. د دوی منځ کې ولسمشران، وزیران او د هنر د ډګر ستوري هم لیدل شوي.
د بدخشان اطلاعاتو او کلتور رئیس د وسله والو په ډزو کې وژل شوی
د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار بي بي سي سره خبرو کې تائید کړه، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله امیري د دوو موټر سایکل سپرو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.
ژوندۍ پاڼه, راپورونه: عمان د هرمز تنګي د مدیریت لپاره ایران ته نوی وړاندیز کړی
د راپورونو له مخې، عمان ایران ته یو نوی وړاندیز وړاندې کړی چې موخه یې د هرمز تنګي د مدیریت لپاره د یوه ګډ سیمهییز میکانېزم جوړول دي. ویل کېږي چې په دې طرحه کې به د ګډون کوونکو هېوادونو څخه رضاکارانه مالي ونډې یا فیسونه هم ترلاسه کېږي. دا رپوټ په داسې حال کې خپرېږي چې څو ساعته وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې عباس عراقچي د عمان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په جلا جلا ټلیفوني تماسونو کې خبرې کړې دي.
د جاپان يوه ښار کې د لومړي جومات جوړېدو غبرګونونه راپارولي
په داسې حال کې چې جاپان د کارګرانو د کمښت د پوره کولو لپاره پر بهرنیو کارکوونکو زیات تکیه کوي، اوس له دې ننګونې سره مخامخ دی چې نوي کلتورونه او دینونه څنګه له خپلې ټولنې سره یوځای کړي.
نظرپوښتنه: امریکا کې له ایران سره د جګړې ملاتړ تر ۴۰٪ کم شوی
یوازې له هرو درېیو امریکایانو یو کس د ایران پر ضد د جګړې ملاتړ کوي. دا د رویټرز/ایپسوس په نظرپوښتنه کې د هغه د پنځه میاشتنۍ جګړې له لومړیو ورځو وروسته تر ټولو ټیټه کچه ده. ډېری ګډونوالو ویلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جګړې موخې په واضح ډول نه دي تشریح کړي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ماشومان څنګه وهڅوو چې پر خپل وخت د کور خواړه وخوري؟
ماشومان مو په کورونو کې خواړه په خپل وخت خوري؟ د خوړو پر سر خو به جنجال نه کوي؟ داسې ماشومان لرئ چې د کور خواړه دومره نه خوري؟ نو دلته یې ولولئ چې څنګه خپل ماشومانو د کور خوړو ته هڅولی شئ. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د اوړي د رخصتیو پیل دی او ښايي ستاسو په سیمه کې هم د ښوونځیو رخصتي وي او ماشومانو په کور کې وي.
ناویات واده: له غبرګونو خویندو سره د غبرګونو وروڼو ډلهییز واده
کله چې مېلمانه د نایجېریا د سوېل لوېدیځ ښار ایبادان په یوه کلیسا کې د دې اونۍ پای کې راټول شول، دوی پوهېدل چې د یوې غیر معمول پېښې شاهدان دي.
ان اوښان هم افریقا کې سختې ګرمۍ ته تاب نه شي راوړولی
اوښان په مشهور ډول د "بېدیا بېړۍ" بلل کېږي، خو اوس ان همدا پیاوړي او د سختو شرایطو زغمونکي حیوانات هم په افریقا کې د مخ په زیاتېدونکو تودوخې له سختو اغېزو خوندي نه دي.
ولې ځینې لویان د مور شیدې څښي؟
د مور شیدو ته "د سرو زرو مایع" لقب ورکړل شوی دی. ان ځینې متخصصین دا د '' جادويي ځواک '' سرچینه بولي. ساینسپوهان وایي، د مور شیدې هغه مغذي مواد او معافیتي انټي باډیانې لري، چې د ماشومانو د ودې او روغتیا لپاره ګټور دي؛ خو ځینې لویان هم د دې شیدو پر احتمالي ''فوق العاده غذایي'' ګټو حساب کوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۸ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۸ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۸ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۷ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































