BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د ایران جګړه

    ژوندۍ پاڼه, د ایران د پوځ ویاند: د امریکا د بريدونو له بندېدو وروسته مو غچ اخيستونکي عمليات درولي

    د ایران د پوځ ویاند ويلي، لکه څنګه چې د جګړې په دې دوره کې د ایران ستراتيژي "غچ اخيستونکې" وه، وروسته له هغه چې امریکا په تېرو دوو شپو کې خپل بریدونه بند کړل، "موږ هم خپل عمليات ودرول".

  • أفراح عبد العزيز الزوبة

    د یمن د بهرنیو چارو لومړنۍ ښځینه وزیره؛ افراح الزوبه څوک ده؟

    د ډاکټرې افراح عبدالعزیز الزوبه د یمن په نړیواله کچه د پېژندل شوي حکومت کې د بهرنیو چارو او د بهر مېشتو هېوادوالو د چارو د وزیرې په توګه ټاکل کېدو پراخ غبرګونونه راوپارول. نوموړې د ۱۹۹۰ کال په یمن کې د جمهوریت له جوړېدو راهیسې لومړنۍ ښځه ده چې دغه مهمه دنده پر غاړه اخلي.

  • A woman with long dark brown hair wearing a blue jacket, a white scarf and a white top. She is standing on a grass sports field.

    "ما له خپل ځانه یو افغان هلک جوړ کړی چې ښوونځي ته ولاړه شم"

    زهرا جویا یوازې پنځه کلنه وه، کله چې یوه لویه دروازه د هغې او د افغانستان د ټولو نجونو پر مخ وتړل شوه. طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې واک ترلاسه کړ او نجونې یې له ښوونځي منع کړې. خو د دې پلار چې له هېواده بهر و، مور یې یوه زړوره لاره وموندله: خپله لور یې د یوه کوچني هلک په توګه خلکو ته وروپېژندله.

  • د جنازې لمونځ

    خیبر پښتونخوا کې د پولیسو او پوځیانو پر ګډې پوستې موټر برید

    د خیبر پښتونخوا ټانک سیمې پر 'مانجهي خېل' امنيتي پوسته د وسله والو په یوه بريد کې د ۱۲ پوځيانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي. په وژل شويو کې دوه پوليس سرتېري او د ځنګلونو د ادارې يو کارکوونکی هم شامل دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اېس پي ار لخوا په یوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد بريد د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپې مهال شوی. بريدګرو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د امنيتي پوستې له دېوال سره ټکر کړ، چې د زورورې چاودنې له امله یې د پوستې بنسټيز جوړښت سخت زيانمن شوی.

  • د یوې افغانې ښځې انځو، چې لاس کې یې داسې نیولې دړې باندې لیکلي: افغانستان خوندي نه دی، افغانان بېرته مه استوئ.

    د جرمني د اساسي قانون محکمې د افغانانو د منلو د پروګرام لغوه کول رد کړل

    د جرمني اساسي قانون محکمې پرېکړه کړې، چې هېواد یې نه شي کولای د ټولو افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام په یوار لغوه کړي. محکمې حکم کړی، چې هره دوسیه باید په جلا توګه وڅېړل شي او د هر شخص په اړه باید بېل تصمیم ونیول شي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • Rhiya Ahir
  • هند
  • پارون
  • نورستان
  • Kabul
  • floods
  • نورستان
  • Fans
  • برید
  • ټرافي

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي