BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
امریکا او سعودي عرب د اټومي پروګرام په اړه تاریخي تړون لاسلیک کړ
امریکا او سعودي عرب یو مهم تړون لاسلیک کړ چې د راپورونو له مخې به خلیجي مملکت ته اجازه ورکړي، چې خپل ملکي اټومي پروګرام ته پراختیا ورکړي. دا تړون د ''سولېیزې اټومي همکارۍ تړون'' په توګه یاد شوی، چې د امریکا د انرژۍ وزارت د یوې اعلامیې له مخې به د سعودي عرب د اټومي انرژۍ په پروګرام کې امریکايي شرکتونو ته ''پراخ لاسرسی'' برابر کړي.
ژوندۍ پاڼه, د ټرمپ ګواښ ته د عراقچي غبرګون: د ایران پر تاسیساتو هر برید ته به پرېکنده ځواب ورکړل شي
ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې له دې وروسته به په هرمز تنګي کې پر هرې بېړۍ د ایران د برید په ځواب کې، امریکا په ایران کې یو پل یا برېښناکوټ، د تهران دننه یا د هغه په شاوخوا سیمو کې، بمبار او ویجاړ کړي. بل لور محمد باقر قالیباف هم په یوه پیغام کې لیکلي: ''د هرمز تنګي وضعیت به د جګړې له مخکې حالت ته بېرته ونه ګرځي.''
نورستان کې سېلابونه: ملګري ملتونه وایي، تر دې دمه څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي
ملګري ملتونه وایي، د لومړنیو راپورونو پر بنسټ تر دې دمه د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له کبله څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي دي. تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي و چې په نورستان کې د سېلابونو له امله "۲۳" کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت د اړوندو مسوولینو په خبره دغو سېلابونو د ولایت مرکز پارون یې ډېر زیانمن کړی دی.
د نورستان د سېلابونو ویجاړۍ او قربانیان یې
د نورستان د سېلابونو قربانیان تر ډېره د سیمې خلک، ښځې او سیلانیان دي. ملګري ملتونه وايي د نورستان ولایت په سېلابونو کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا شمېر ۲۴ تنه ښيي او وايي د لټون او ژغورنې عملیات یې روان دي.
کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان برید: "باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي"
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، شاوخوا څلور میاشتې مخکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر «امېد» مرکز د پاکستان هوايي برید له نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه وه. د دغه سازمان په خبره د پاکستان دغه برید باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي. دغه بنسټ په تازه راپور کې ویلي، داسې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي دغه مرکز د وسلو او مهماتو د زېرمتون په توګه کارېده. دغه سازمان ټینګار کوي چې په یاد برید کې سلګونه ملکي کسان ووژل شول.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
کرېکټ: رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته یې رحمت شاه زرمتی لوبډلمشر ټاکلی دی. کرېکټ بورډ وايي، ښاغلی رحمت شاه له نړیوال کرېکټ او لوبډلمشرۍ او ترڅنګ یې د لوبډلې له چاپېریال او جوړښت سره ځانګړې تجربه لري چې له خپلې تجربې به نوموړی ښه ثابت شي او د یوه مجرب لوبډلمشر په توګه به افغانستان ته ځانګړې او سترې بریاوې ورپه برخه کړي.
د ملي لوبډلې له کپتانۍ د حشمتالله شهيدي استعفا؛ د لوبډلمشر په توګه یې څه لاسته راوړنې لرلې؟
حشمتالله شهیدي د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ټېست او یو ورځنیو سیالیو له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه. هغه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دا یې شخصي پرېکړې ده. شهیدي څه باندې پنځه کاله مخکې (د ۲۰۲۱ کال می میاشت کې) د اصغر افغان پر ځای د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی و.
نورستان کې سېلابونه: د انځورونو په دې البوم کې د سېلابونو ویجاړۍ وګورئ
د افغانستان په ختيځ نورستان ولایت کې دوشنبې مازديګر (۲۰ جولای) د سختو سېلابونو له کبله درنه مرګژوبله اوښتې وه او د دې تر څنګ یې ګڼ مالي زيان یې هم اړولی دی.
د مولانا فضل الرحمان نیوکې او د پاکستاني چارواکو توند غبرګون
د پاکستان د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان د پوځ او حکومت په تړاو وینا کړې چې جنجالي شوې او غبرګونونه یې پارولې دي. د يکشنبې په ورځ مولانا فضل الرحمان د خپل ګوند وکيلانو ته د خبرو پر مهال څرګنده کړه چې د خپلې وينا په تړاو به بخښنه ونه غواړي، بلکې هغه کسان بايد بخښنه وغواړي چې د ده په وينا يې د هغه پر ضد ''تبليغاتي کمپاین'' چلولی دی.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۲ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۲ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۲ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































