BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو د مخالفو وسلهوالو لخوا د بدخشان د یفتل ولسوالۍ ودانۍ لنډمهاله نیول کېدل؛ "د پوځ لوی درستیز سیمې ته تللی"
په بدخشان کې د طالبانو حکومت امنیه قومندانۍ تایید کړه چې وسلهوالو کسانو تېره شپه "د شپې له تیارې او د لومړۍ درجې امنیتي مسوولانو له رخصتۍ په ګټه اخیستلو سره پر یفتل ولسوالۍ چپاو ور وړی او د سهار له ۴ تر ۶ بجو پورې یې د ولسوالۍ ودانۍ په واک کې وه."
ژوندۍ پاڼه, ایران کویت کې 'برېښناکوټ' ویشتلی، امریکا هرمزګان کې 'شپږ' پلونه الوځولي
سپاه پاسداران وایي، د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په عمان، کویت، اردن او سوریه کې د امریکا اډې په نښه کړې دي. پر ایران د امریکا بریدونه تېره شپه هم روان وو. د ځايي چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې د هرمزګان ولایت لږ تر لږه شپږ پلونه په نښه شوي. د چابهار د سمندري څار څلی هم یو ځل ویشتل شوی او په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی. کویت هم ایران تورن کړی چې د خپلو بریدونو پر مهال یې د دغه هېواد یو برېښناکوټ او د اوبو د خوږولو تاسیساتو ته زیان رسولی .
جبري واده؛ په اېټالیا کې څنګه یوه پاکستانۍ نجلۍ خپل مور او پلار ووژله؟
د ثمن عباس په نوم یوه ۱۸ کلنه نجلۍ چې په خټه پاکستانۍ وه او په اېټالیا کې اوسېده، خپلې کورنۍ په ۲۰۲۱ کې ووژله. لامل یې دا و چې د کورنۍ په خوښه یې په پاکستان کې له یوه هلک سره له واده انکار کړی و.
د بیو د کنټرول هڅه: د طالبانو حکومت د واردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړل
د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت، چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړی چې په نړیوالو بازارونو کې وروستیو بدلونونو او د تېلو په نړیوالو بیو کې پاموړ زیاتوالي ته په کتو یې د تېلو او ګازو وارداتو لپاره د کنټرول معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړي دي.
بریتانیا: هر کال له افغانانو سره ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته کوو
د بریتانیا پارلمان وايي له افغانانو سره یې خپله دوامداره ژمنتیا یوځل بیا تازه کړې او پرېکړه شوې چې په راتلونکو درېیو کولنو کې به هر کال د افغانستان له خلکو سره ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته کوي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
په انګلنډ کې به له اپريل میاشتې تر ۱۶ کلنۍ د کم عمره ماشومانو لپاره پر انرژۍ څښاکونو بندیز ولګول شي
چارواکي وايي، له راتلونکې اپريل میاشتې به په انګلنډ کې له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د لوړې کچې کافین لرونکو انرژۍ څښاکونو اخیستل ممنوع وي.
جمعه خان فاتح وایي، په ارګ کې پر خبرو بوخت دی
د افغانستان په شمال ختیځ کې د طالبانو حکومت یو قومندان جمعه خان فاتح له تېرو څو ورځو راهیسې د جنجال او اختلافونو له خبرونو سره د رسنیو سر ټکی و چې اوس یې پښه تر ارګه رسېدلې ده. هغه په کابل کې داسې مهال د بي بي سي له خبریال سید عبد الله نظامي سره د ارګ د ګل خانۍ ماڼۍ مخې ته مخامخ وکړې چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف او یو شمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله.
افغانستان کې بېوزلي: وچه ډوډۍ، لس بچیان ورسره د یوه بېوزلي پلار ژوند
د افغانستان په یوه څنډه کې په نژدې ۳۸ درجې ګرمۍ کې یو سړی چې ږیره یې نیمه سپینه ده، د سړک غاړې د دېوال سیوري ته ناست دی. مخې ته یې یو کوچنی مېز دی؛ څو پاڼې او دوسیه یې تر یوې ډبرې لاندې اېښي چې شمال یې ترې یونه سي. خاورین رنګ کمیس او پرتوګ یې اغوستي او پر سر یې دسمال تړلی دی. په یوه لاس کې یې وچه ډوډۍ او د پښو تر څنګ یې د اوبو بوتل دی.
د انساني پرېوان یا جوړې قاچاق: طبي فضله مواد که در درملنې لپاره معجزه؟
پاکستان کې د یوې هغې شبکې په اړه پلټنې روانې دي چې شک پرې کېږي د زړښت ضد ستنو د جوړولو لپاره له روغتونونو د انسان د پرېوان یا زیلانځ (پلاسنټا) په قاچاق کې لاس لري. د فدرالي پلټنو ادارې (FIA) دغه شبکه تورنه کړې چې هره میاشت د هېواد له بېلابېلو روغتونونو شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرامه پرېوانونه/زیلانځې اخلي. د فدرالي پلټنو ادارې په وینا، دغه پرېانونه وچ کېږي او تر پروسس وروسته بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۷ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۷ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۷ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۷ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































