BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د افغانستان او زېمبابوې لوبغاړي

    کرېکټ: افغانستان په درېيمه شل اوريزه سيالۍ کې هم زېمبابوې ته په لوی توپير ماته ورکړه

    د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د شل اوریزو لوبلړۍ وروستۍ لوبه کې افغانستان زېمبابوې ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې دری صفر وګټله.

  • مارکو روبیو

    د طالبانو حکومت وایي، له پاکستان سره په خبرو کې د امریکا د هڅو د وړاندیز هرکلی کوي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان پرضد د افغانستان د خاورې کارېدلو خبره یو ځل بیا رد کړې او په دې هکله یې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د څرګندونو غبرګون کې ویلي چې یوازې پر هغو معلوماتو یې تکیه کړې چې پاکستان ورکړي دي. ورسره د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د امریکا په ګډون د هر هغه هېواد د هڅو هرکلی کوي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ یې د منځګړیتوب لپاره کوي، خو په وینا یې جګړه پاکستان پیل کړې.

  • د طالبانو او پاکستان بیرغ

    مجاهد: پاکستان د کړکېچ سوله‌ییز حل ته چمتو نه دی؛ اسلام اباد وايي، د وګړو امنیت یې د مذاکرې وړ نه دی

    د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت (MoIB) وايي، د طالبانو حکومت د ویاند ذبېح‌الله مجاهد وروستۍ څرګندونې د کابل ناسم چلند او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابېدونکو اړیکو د اصلي لامل له منلو انکار څرګندوي. دغه وزارت شنبه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو حکومت پر مشرانو له دې کبله نیوکه کړې چې ګوندې د دوه اړخېزو اړیکو د خبرابېدو پړه په دوامداره توګه "د اسلام‌اباد پر پالیسیو" اچوي، او د دوی په وینا "له افغان خاورې د راټوکېدونکې ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې پر خپله دوامداره ناکامۍ" پرده اچوي.

  • افغان کرېکټ لوبډله

    افغانستان د هانګ کانګ ‌شپږ اوريز کرېکټ پایلوبه وګټله

    اسټرالیا د پنځو وېکټو په زیان ۱۱۵ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه. په ځوابي لوبه کې افغانستان په داسې حال کې چې پنځه توپونه یې لا پاتې وو، د دوو وېکټو په زیان هدف پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

  • جرمني

    جرمني کې د ګرانۍ پر ضد مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې

    د شنبې په شپه د جرمني د فرانکفورت ښار په مرکز کې لاریون کوونکو وروسته له هغه یو شمېر دوکانونه لوټ کړل، چې د ژوند د لوړو لګښتونو پر ضد د جرمني په ځینو ښارونو کې اخ و ډب رامنځته شو. د فرانکفورت ترڅنګ، چې د جرمني اقتصادي مرکز ګڼل کېږي، په برلین، کولون او هامبورګ ښارونو کې هم د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي. پولیس وايي، د اور وژنې او بېړنیو خدمتونو پر کارکوونکو د اورلوبو توکو، ډبرو او بوتلونو له غورځولو وروسته یې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره د اوبو توپونه وکارول.

  • ټرمپ

    ټرمپ: له ایران سره مذاکرات ښه روان دي، خو د باور وړ نه دي

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له ایران سره خبرې سمې روانې دي او ایران جوړجاړی غواړي. د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ په فلوریډا کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره د خبرو په اړه د ده اصلي اندېښنه دا ده، چې پر ایران ډېر باور نه شي کېدای.

  • دا عکس دشت برچې کې لیدل کېږي

    د ښارونو نړیواله ورځ: ملګري ملتونه وايي‌ کابل میلیونونو کسانو لپاره د یوه هوسا او سوکاله ژوند پر ښار بدلیدای شي

    د ملګر ملتونو د استوګنې یا اسکان اداره 'یو این هبیتات' وايي، اټکل دا دی چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو یو افغان په ښارونو کې ژوند کوي او دا چې دغه وضعیت له فرصتونه او ننګونې دواړو ډک دی. دا اداره زیاتوي، که کابل ښار ته پام لا ډېر شي نو کېدای شي چې دا ښار د میلیونونو کسانو لپاره د هوسا او سوکاله ژوند په ښار بدل شي. کابل، چې شاوخوا شپږ میلیونه اوسېدونکي لري، د هغو پلازمېنو له ډلې دی چې په چټکۍ پراخېږي.

  • له امریکا د ایستل کېدونکو کډوالو یو ارشیفی عکس

    امریکایۍ رسنۍ: د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي لسګونه افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ستانه کړي

    مریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي یو شمېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي له متحدو ایالتونو وباسي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې او اېن‌بي‌سي نیوز د سرچینو په حواله ویلي، ټاکل شوې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدول شي او له هغه ځایه بیا افغانستان ته واړول شي. د پناه غوښتونکو ملاتړو بنسټونو د ټرمپ د ادارې پر دغې پرېکړې نیوکه کړې او اندېښنه یې ښودلې چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو ستنول د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخامخولی شي.

  • هېتي کې طالبان ډله

    ولې په هېتي او کېنیا کې ورانکارې ډلې ځانونه "طالبان" بولي؟

    په یوه ویډیو کې ښکاري، یو ځوان چې د باسکیټ بالرانو جامې یې اغوستې دي او څپلۍ یې په پښتو دي، په هوا کې یې ډزې کوي. له دې شېبې وروسته په یوه بله ویډیو چورلکه ښکاري چې د پرواز په حال کې ده. پر تصویر لیکل شوي وو: "Taliban Yo atè a" "طالبان ښکته/پر ځمکه دي".

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • ګلبدين نايب او کريم صادق
  • آس نېزه
  • کرېکټ
  • .
  • زهران ممداني
  • Keyframe #1
  • عظمت الله عمرزی
  • راشد خان
  • ګاډي ایزنکوټ
  • photo

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه۲ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر۱ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۱۰
      ایا اسمان به تل نیلي پاتې شي؟