BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • نورستان

    نورستان کې سېلابونه: ملګري ملتونه وایي، تر دې دمه څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي

    ملګري ملتونه وایي، د لومړنیو راپورونو پر بنسټ تر دې دمه د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له کبله څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي دي. تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي و چې په نورستان کې د سېلابونو له امله "۲۳" کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت د اړوندو مسوولینو په خبره دغو سېلابونو د ولایت مرکز پارون یې ډېر زیانمن کړی دی.

  • یوې څنډې ته دوه مېرمنې ناستې دي

    د نورستان د سېلابونو ویجاړۍ او قربانیان یې

    د نورستان د سېلابونو قربانیان تر ډېره د سیمې خلک، ښځې او سیلانیان دي. ملګري ملتونه وايي د نورستان ولایت په سېلابونو کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا شمېر ۲۴ تنه ښيي او وايي د لټون او ژغورنې عملیات یې روان دي.

  • کابل کې برید

    کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان برید: "باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي"

    د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، شاوخوا څلور میاشتې مخکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر «امېد» مرکز د پاکستان هوايي برید له نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه وه. د دغه سازمان په خبره د پاکستان دغه برید باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي. دغه بنسټ په تازه راپور کې ویلي، داسې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي دغه مرکز د وسلو او مهماتو د زېرمتون په توګه کارېده. دغه سازمان ټینګار کوي چې په یاد برید کې سلګونه ملکي کسان ووژل شول.

  • ټرمپ او محمد بن سلمان

    ژوندۍ پاڼه, امریکا به د سعودي عربستان د اټومي پروګرام د اجازې هوکړه اعلان کړي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که ایران په هرمز تنګي کې بېړۍ په نښه کړي، متحده ایالات به یې په ځواب کې د هغه هېواد پر زیربناوو او بنسټونو برید وکړي. هغه په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې لیکلي: امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې واشنګټن او ریاض به داسې یوه هوکړه اعلان کړي چې له مخې به یې سعودي عربستان ته اجازه ورکړل شي چې ملکي اټومي پروګرام پراخ کړي او ښايي د اړتیا وړ اټومي سون توکو یوه برخه په خپله خاوره کې تولید کړي.

  • رحمت شاه

    کرېکټ: رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو

    د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته یې رحمت شاه زرمتی لوبډلمشر ټاکلی دی. کرېکټ بورډ وايي، ښاغلی رحمت شاه له نړیوال کرېکټ او لوبډلمشرۍ او ترڅنګ یې د لوبډلې له چاپېریال او جوړښت سره ځانګړې تجربه لري چې له خپلې تجربې به نوموړی ښه ثابت شي او د یوه مجرب لوبډلمشر په توګه به افغانستان ته ځانګړې او سترې بریاوې ورپه برخه کړي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • نورستان
  • Kabul
  • floods
  • نورستان
  • Fans
  • برید
  • ټرافي
  • نایجېریا کې یوه ښځه درې ټایره رېکشه چلوي
  • افغانان پېښور کې
  • چابهار

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۲ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي