BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, له تېرې شپې راهیسې د ایران او امریکا له خوا د کوم تازه برید راپور نه دی ورکړل شوی
پر ایران د امریکا له پرلهپسې۱۳ ورځنيو بریدونو او د ایران ځوابي ګوزارونو وروسته، له تېرې شپې راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ د حملې کوم نوی راپور نه دی ورکړل شوی. خو په همدې مهال د امریکا پوځ وايي، دوی د تېلو پر یوه ټانکر ډزې کړې چې هڅه یې کوله د دوی له کلابندۍ تېر شي.
خیبر پښتونخوا کې د پولیسو او پوځیانو پر ګډې پوستې موټر برید
د خیبر پښتونخوا ټانک سیمې پر 'مانجهي خېل' امنيتي پوسته د وسله والو په یوه بريد کې د ۱۲ پوځيانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي. په وژل شويو کې دوه پوليس سرتېري او د ځنګلونو د ادارې يو کارکوونکی هم شامل دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اېس پي ار لخوا په یوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد بريد د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپې مهال شوی. بريدګرو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د امنيتي پوستې له دېوال سره ټکر کړ، چې د زورورې چاودنې له امله یې د پوستې بنسټيز جوړښت سخت زيانمن شوی.
د بدخشان ولایت او خیبر پښتونخوا د چترال ترمنځ سیمه کې نښتې
په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو سرچینو ویلي، د افغانستان په شمال ختیځ کې، د بدخشان ولایت او خیبر پښتونخوا د چترال ترمنځ سرحدي سیمه کې د وسله والو مخالفو ډلو سره په نښته کې پنځه مخالف غړي وژل شوي دي. په بدخشان کې د طالبانو د پوځ د "عمر ثالث" فرقې مطبوعاتي دفتر، د بدخشان د زېباک ولسوالۍ په توپخانه سیمه کې نښته تایید کړې ده.
د جرمني د اساسي قانون محکمې د افغانانو د منلو د پروګرام لغوه کول رد کړل
د جرمني اساسي قانون محکمې پرېکړه کړې، چې هېواد یې نه شي کولای د ټولو افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام په یوار لغوه کړي. محکمې حکم کړی، چې هره دوسیه باید په جلا توګه وڅېړل شي او د هر شخص په اړه باید بېل تصمیم ونیول شي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
افغانستان ايرلنډ ته لوبډله اعلان کړه؛ نبي او مجيب ته ولې ځای نه دی ورکړل شوی؟
د افغانستان کرېکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ. دا ځل سیالۍ د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ ترسره کېږي، چې یوازې څو ورځې مخکې دغه مسؤلیت ورکړل شو.
ولې ایران د هرمز تنګي پر سر دومره لوی خطر مني؟
ایران او امریکا د هرمز د ستراتیژیک تنګي د کنټرول پر سر پرله پسې پر یو بل بریدونه وکړل، داسې ښکاري، چې د ایران مشران اوس له درېیو شونو غوراویو سره مخامخ دي، خو هېڅ یوه لاره د بریا ښکارندویي نه کوي. لومړی غوراوی دا دی، چې ایران د واشنګټن ډېرې غوښتنې ومني؛ یعنې د سوداګریزو بېړیو پر ضد بریدونه ودروي او د هرمز تنګي له لارې د ټولو کښتیو د خوندي او ازاد تګ راتګ تضمین کړي، د لوړې کچې غني شويو یورانیمو زېرمې بندې کړي او یا یې کچه راکمه کړي، او همدارنګه د نړۍ د اټومي څار ادارې پراخو او سختو پلټنو ته غاړه کېږدي.
د نورستان د سېلابونو ویجاړۍ او قربانیان یې
د نورستان د سېلابونو قربانیان تر ډېره د سیمې خلک، ښځې او سیلانیان دي. ملګري ملتونه وايي د نورستان ولایت په سېلابونو کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا شمېر ۲۴ تنه ښيي او وايي د لټون او ژغورنې عملیات یې روان دي.
کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان برید: "باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي"
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، شاوخوا څلور میاشتې مخکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر «امېد» مرکز د پاکستان هوايي برید له نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه وه. د دغه سازمان په خبره د پاکستان دغه برید باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي. دغه بنسټ په تازه راپور کې ویلي، داسې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي دغه مرکز د وسلو او مهماتو د زېرمتون په توګه کارېده. دغه سازمان ټینګار کوي چې په یاد برید کې سلګونه ملکي کسان ووژل شول.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۵ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۵ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۵ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۵ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

















































