BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
تارړ ادعا کړې، د ټيټيپي له ۶ زرو ډېر وسلهوال په افغانستان کې دي؛ مجاهد: "پروپاګند کول ناکام سیاست دی"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، "د پاکستاني چارواکو له خوا د بې ځای تورونو لګول، د مذاکراتو بهیرونو سبوتاژ کول او د حل پر ځای د لوړ رتبه چارواکو ټول تمرکز په پروپاګند، ناکام سیاست دی." هغه نن دوشنبه (د اکتوبر ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي بیان کې لیکلي چې د پاکستاني چارواکو لخوا پر افغانستان د "خپلو ناکامیو" د پړې اچول هېڅ ستونزه نه حل کوي. ځینې راپورونه وایي، ښاغلي مجاهد دغه بیان ظاهرآ د پاکستان د اطلاعاتو د وفاقي وزیر عطالله تارړ څرګندونو ته په غبرګون کې خپور کړی دی.
ژوندۍ پاڼه, عطاالله تارړ ادعا کړې چې سهیل اپریدی د امن او نظم د ګډوډېدو په تړاو د اندېښنو له کبله نیول شوی
د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پيټيای) وايي په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت تر اعلانېدو وروسته د اعلی وزیر سهیل اپریدي په ګډون د دغه ګوند ګڼ شمېر مشران نیول شوي او نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي. د والي واکمنۍ او اضطراري حالت له نافذېدو وروسته د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت په ادارو او پولیسو کې هم پراخ بدلونونه پیل شوي دي. د سرچینو په وینا په دې لړ کې ګڼ شمېر مرستیال کمېشنران بدل شوي او لارښوونه ورته شوې چې د بشري سرچینو د مدیریت ادارې ته راپور ورکړي.
د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبې څلورمې ورځې پای؛ افغانستان ۳۴۷ منډو ته اړتيا لري
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د يوازينۍ ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ بنګله دېش د دريو وېکټو په لرلو سره افغان لوبغاړو ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درېدل؛ بي بي سي یې زیانونو ته کتنه کړې
د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو د تړل کېدو یو کال پوره کېږي چې نه یوازې یې د دواړو هېوادونو پر اقتصاد بلکې پر سیمه ییز تجارت هم ژور اغېز کړی دی. د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له وسله والو نښتو او بریدونو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې تجارتي لارې وتړلې. له دې کبله په افغانستان او پاکستان کې د میلیونونو ګروندګرو، صنعتکارانو، تجارانو، ترانسپورترانو او نورو اړوندو کسانو ژوند او کاروبار اغېزمن شوی دی.
هند کې اپوزېسیون فعالان ولې د سترې محکمې پر لور د لاریون چمتوالی کوي؟
د هند اپوزېسیون ګوندونو مسوولین وايي، په پام کې لري چې پلازمېنه ډیلي کې د سترې محکمې پر لور لاریون وکړي او د ټاکنو کمېسیون د مشر د استعفا غوښتنه وکړي. دوی ادعا کوي چې په ټاکنیزو چارو کې درغلۍ شوې دي. دا به په ډیلي کې د وروستیو پرلپسې اعتراضونو او مظاهرو یوه بله برخه وي.
ظاهرا خوشحاله ژور خپګان څه دی او څه ډول پرې پوهېدای شو؟
د يوه داسې کس تصور وکړئ چې په خپګان اخته وي، ښايي تاسو فکر وکړئ چې هغه به هېڅ نه غواړی له بسترې پورته شي او په ښکاره به له ستونزو سره مخامخ ښکاري. یا کېدی شي هغه به ژاړي، له ملګرو به ځان ګوښی ساتي، یا به ډېر کم انرژي لري. تمه به مو نه وي چې همدا کس به د ډوډۍ پر مهال ټوکې کوي، په ګڼو ټولنيزو فعاليتونو به بوخت وي او په خپلو چارو کې به بریالی وي. خو هغه کسان چې نه ښکارېدونکی ژور خپګان لري یا په زړه کې ډېر خپه وي خو د نورو ترمخ بیا خندانه څېره لري او هر ځای خاندي او ټوکي کوي نو داکټران وایي، دا ډول ژور خپګان ته (smilling depression) ویل کېږي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر او ګڼ نور مشران یې نیول شوي
د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پيټيای) وايي په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت تر اعلانېدو وروسته د اعلی وزیر سهیل اپریدي په ګډون د دغه ګوند ګڼ شمېر مشران نیول شوي او نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي. د پي ټي ای د اطلاعاتو مرستیال سکرتر اکرام خټانه ویلي چې په نیول شویو کسانو کې خیبر پښتونخوا لپاره د ګوند مشر جنېد اکبر، د ایالتي اسمبلۍ رییس بابر سلیم سواتی او د قامي اسمبلۍ غړی شاهد خټک هم شامل دي. هممهاله د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت په ادارو او پولیسو کې پراخ بدلونونه پیل شوي دي.
پر ریاض هوايي ډګر د حوثیانو برید ته د نړیوالو غبرګون
د یمن حوثيانو وسله والې ډلې ټولو هوايي شرکتونو ته نوی خبرداری ورکړی چې د سعودي عرب هوايي ډګرونه ونه کاروي. د دغې ډلې پوځي ویاند یحیی سریع په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سعودي عرب د هوايي ډګرونو او فضايي حریم د کارولو په هکله خپل پخوانی خبرداری بیا تکراروي. د نوموړي په وینا، دا ځکه چې یاد هوايي ډګرونه او فضايي حریم "زموږ د ځواکونو د عملیاتو احتمالي هدفونه او ساحې" ګڼل کېږي. یحیی سریع ویلي چې د مکې مکرمې او مدینې منورې سیمې له دې خبرداري مستثنا دي.
ریچارډ بېنیټ: د جرمونو نړیواله محکمه دې له پاکستان سره حساب وکړي
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بېنیټ وايي، پاکستان د ولسي افغانانو په نښه کولو سره "جنګي جرمونه کړي" چې له امله یې باید ورسره حساب وشي." ښاغلی بېنیټ چې د دندې موده یې یو کال نوره هم غځېدلې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل " یوناما وايي، وژل شویو کسانو کې ډېر ملکي وګړي دي او ډېر یې ښځې او ماشومان دي. دا ډېره جدي موضوع ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې اغېز، لکه د تل په څېر، پر هغو کسانو دی چې ټولنه کې تر ټولو زیات له پامه غورځول شوي او محرومه دي."
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان؛ 'اعلیٰ وزیر او صوبايي وزیران باید سملاسي خپلې دندې پرېږدي'
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د لومړي وزير د سلا پر بنسټ په خيبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او د والي واکمني یا ګورنر راج نافذ کړي. د پاکستان فدرالي حکومت د اساسي قانون د ۲۳۲مې مادې له مخې د ولسمشر له لوري د بېړني حالت (ایمرجنسي) د نافذېدو رسمي 'ګزټ خبرتیا په افغانستان کې ورته رسمي جریده ویل کېږي' خپره کړې ده. په خبرتیا کې ویل شوي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اساسي قانون د ۲۳۲(۱) او ۲۳۴(۱) مادو له مخې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت نافذ کړی دی.
د وينې د شکر لوړېدل "تل بد خبر نه وي"
په تېرو څو کلونو کې، موږ د دوو پام وړ پرمختګونو شاهدان یو. لومړی دا چې پر وجود روغ خلک، یا هغه کسان چې پر ناروغۍ اخته نه دي، د ورځې په اوږدو کې د وینې د شکر اندازه کولو وسایل له ځان سره ګرځوي.
پاکستان کې د تحریک انصاف لاریون، زیاتېدونکی کړکېچ او د سیاسي حل هڅې
په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړو پر اوومه ورځ هم خپل احتجاج (لانګ مارچ) ته دوام ورکړی. د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ د لاریون کاروان نن له چارسدې تر روانېدو وروسته شپه مردان ته رسولې ده. د تحریک انصاف لاریون داسې حال کې دوام موندلی، چې د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ دغه ګوند د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) "بي ټیم" بللی او ادعا یې کړې چې ګوندې دغه ګوند ترهګر د خیبر پښتونخوا په استوګنیزو سیمو کې ځای پر ځای کړل.
ملګري ملتونه: تېر درې کاله په افغانستان کې له ۱۴۰۰ ډېر ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي
د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې، په افغانستان کې ۱۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. راپور د ماشومانو لپاره بشري مرستو ته د لاسرسي د مخنیوي د پېښو د پام وړ زیاتوالی، په پوځي لیکو کې د ماشومانو جذب او د زرګونو ماشومانو له زدکړو محرومېدل هم په ګوته کوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































