BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
پاکستان: د بدخشان په ناامنیو کې زموږ پوځیان لاس نه لري
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه ادعا رد کړې چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په بدخشان ولایت کې د طالبانو ضد وسلهوالو ډلو ملاتړ کړی دی. د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو فدرالي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد دا ''بې بنسټه تور'' په کلکه ردوي چې پاکستاني ځواکونو په بدخشان کې له وسلهوالو مخالفو ډلو سره مرسته کړې یا یې په عملیاتو کې ورسره ګډون کړی. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاته کړې چې د طالبانو ویاند د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره هېڅ د باور وړ شواهد نه دي وړاندې کړي.
د نیپال پولیس وایي، په مرګونو سېلابونو کې تر دې دمه څه باندې ۳۶۰ کسان مړه شوي
په نیپال کې پولیس وایي، له دوی سره ثبت شوې شمېرې ښيي چې تر دې دمه په سېلابونو او ځمکښوېدو کې څه باندې ۳۶۰ کسان مړه شوي دي. د نیپال لومړي وزیر ولنډرا شاه ځینو سېلاب ځپلو سیمو ته تللی دی او قربانیانو سره یې لیدلي دي. ښاغلی شاه په ځینو سیمو
د امریکا او ایران د کړکېچ کمولو هڅې: د قطر لومړی وزیر تهران ته ځي
د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی، نن(پنجشنبه) تهران ته ځي. قطری وزیر به د امریکا او ایران ترمنځ د ګواښونو په شرایطو کې د ډیپلوماتیک بهیر د بیا رامخې ته کولو هڅه وکړي. دا وروسته له هغې ده چې واشنګټن د ایران پر سوداګریزو ملګرو د بندیزونو په لګولو سره د اقتصادي فشارونو د زیاتولو ګوتڅنډنه وکړه.
د سپټمبر یولسمې بریدونو د 'اصلي طراح' په توګه به د تورن خالد شیخ محمد محاکمه په ۲۰۲۸ کال کې پیل شي
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۸ کال د جون په میاشت کې خالد شیخ محمد، چې د امریکا حکومت یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو له اصلي طراحانو ګڼي، د دغو بریدونو له څه باندې ۲۵ کلونو تېرېدو سره هممهاله محاکمه شي.
د کابل هوايي ډګر د برید پنځمه کلیزه؛ پنټاګون وايي، د دې پېښې په تړاو یې محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی
د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړی سلاکار شان پارنل وایي، د ده څېړنیز ټیم د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په اړه محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
یونیسف: په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښونکې خوارځواکۍ سره مخ دي
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او په ټول هېواد کې د تغذیې کړکېچ لا پسې ډېرېږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې 'یونیسف' په وینا، په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیده او حاده توګه خوارځواکي لري.
د اسلام اباد یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ ماشومان مړه شوي
د پاکستان حکومت یوه ویناپاڼه کې ویل شوي، له اورلګېدنې وروسته اور وژوونکې ډلګۍ سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات روان دي. چارواکو ویلي، اور کابو شوی او د روغتون د ماشومانو له څانګې ټول ناروغان د بېړنۍ درملنې څانګې ته لېږدول شوي دي.
د سمندري لارو پر سر د چین او امریکا سیالۍ؛ ایا تر هرمز تنګي وروسته د پاناما کانال وار دی؟
په داسې حال کې چې د ایران د جګړې له غځېدو سره د نړۍ پر مهمه سمندري لار، هرمز تنګي د کښتیو تګ راتګ لا ټکنی دی، تازه زرګونه کیلومتره لېرې په یوه بل ستراتېژیک سمندري تنګي، پاناما کانال کې کړکېچ مخ په ډېرېدو دی. دا یوه داسې مهمه سمندري لار ده، چې ارام او تلانتیک سمندرونه سره نښلوي. د امریکا متحدو ایالتونو ویلي چې په پاناما کانال کې د چین د نفوذ ډېرېدل کولی شي نړیواله سوداګري او امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۷ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۷ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۷ اګست ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۷ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































