BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ارشیف تصویر

    پاکستان: د بدخشان په ناامنیو کې زموږ پوځیان لاس نه لري

    پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه ادعا رد کړې چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په بدخشان ولایت کې د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو ملاتړ کړی دی. د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو فدرالي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا ''بې بنسټه تور'' په کلکه ردوي چې پاکستاني ځواکونو په بدخشان کې له وسله‌والو مخالفو ډلو سره مرسته کړې یا یې په عملیاتو کې ورسره ګډون کړی. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاته کړې چې د طالبانو ویاند د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره هېڅ د باور وړ شواهد نه دي وړاندې کړي.

  • نیپال کې سېلاب

    د نیپال پولیس وایي، په مرګونو سېلابونو کې تر دې دمه څه باندې ۳۵۰ کسان مړه شوي

    په نیپال کې پولیس وایي، له دوی سره ثبت شوې شمېرې ښيي چې تر دې دمه په سېلابونو او ځمکښوېدو کې څه باندې ۳۵۰ کسان مړه شوي دي. اړوند مسوولین وایي، دا هغه مړي دي‌ چې له بېلابېلو سیمو ترلاسه شوي او په خبره یې د وخت په تېرېدو سره به د مرګژوبلې شمېر لا نور هم لوړ شي. د نیپال په مرګونو سېلابونو او ځمکښوېدو کې په سلګونه سیلانیان بې درکه شوي هم دي.

  • د قطر رئيس الوزراءاو د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبد الرحمن آل ثاني

    د امریکا او ایران د کړکېچ کمولو هڅې: د قطر لومړی وزیر تهران ته ځي

    د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی، نن(پنجشنبه) تهران ته ځي. قطری وزیر به د امریکا او ایران ترمنځ د ګواښونو په شرایطو کې د ډیپلوماتیک بهیر د بیا رامخې ته کولو هڅه وکړي. دا وروسته له هغې ده چې واشنګټن د ایران پر سوداګریزو ملګرو د بندیزونو په لګولو سره د اقتصادي فشارونو د زیاتولو ګوتڅنډنه وکړه.

  • خالد شیخ محمد

    د سپټمبر یولسمې بریدونو د 'اصلي طراح' په توګه به د تورن خالد شیخ محمد محاکمه په ۲۰۲۸ کال کې پیل شي

    ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۸ کال د جون په میاشت کې خالد شیخ محمد، چې د امریکا حکومت یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو له اصلي طراحانو ګڼي، د دغو بریدونو له څه باندې ۲۵ کلونو تېرېدو سره هممهاله محاکمه شي.

  • د طالبانو حکومت یو سرتېری د کابل هوايي ډګر دېوال ته نژدې لیدل کېږي

    د کابل هوايي ډګر د برید پنځمه کلیزه؛ پنټاګون وايي، د دې پېښې په تړاو یې محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی

    د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړی سلاکار شان پارنل وایي، د ده څېړنیز ټیم د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په اړه محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی دی.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • تازه مېوې
  • یو خوارځواکی افغان ماشوم
  • Shubham Kormewar
  • یوه روباټه ښځه په چین کې
  • غڼه او مار
  • روباټونه
  • عائشه وهاب
  • Robat
  • عائشه وهاب
  • مارشال ځواکونه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۷ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۶ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۶ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي