د کیم جونګ اون لور د سکي لوبې مهارتونه
د کیم جونګ اون لور د سکي لوبې مهارتونه
د خپرېدو وخت
د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون د یکشنبې او دوشنبې په ورځو له خپلې کورنۍ او د واکمن ګوند له چارواکو سره یوځای د چین پولې ته نږدې د شمالي کوریا یوې سیاحتي سیمې ته سفر کړی دی.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې د هغه لور لیدل کېږي، چې له امنیتي خولۍ (هیلمټ) پرته د سکي لوبه کوي.
دا سفر وروسته له هغې ترسره شوی، چې سپینې ماڼۍ او کرملین دواړو له شمالي کوریا له مشر سره د احتمالي لیدنې نښې څرګندې کړې وې.
که څه هم دغه سفر چین ته نږدې سیمې ته شوی، چې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (APEC) سرمشریزه په شېنژن ښار کې کوربهتوب کوي، خو کارپوهان وايي، احتمال نه لري چې دا سفر د کیم جونګ اون د دغې سرمشریزې د ګډون لپاره د پلان نښه وي.



