مولوي هبت الله اخوندزاده په کابل کې غونډې ته څه ویلي؟

د ویډیو تشریح، مولوي هبت الله اخوندزاده په کابل کې غونډې ته څه ویلي؟
مولوي هبت الله اخوندزاده په کابل کې غونډې ته څه ویلي؟
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت الله اخوندزاده له هېواده وتلو افغانانو نه غوښتي چې خپل هېواد ته دې ستانه شي او "استعداد او اهلیت" ته په کتو به په حکومت کې ځای ورکړل شي.هغه دا خبرې نن د پلازمېنې په کابل پوهنتون کې د "علمي-څېړنیز کنفرانس" په نوم د عالمانو یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي چې د طالبانو حکومت ګڼو لوړپوړو چارواکو هم ګډون پکې کړی.له روسیې پرته تر اوسه نړۍ د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نظام یې د ولسي ټاکنو پر بنسټ نه دی رامنځ‌ته شوی. ځینې شنونکي وايي چې د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د ځان او د خپل حکومت مشروعیت تر ډېره د دیني عالمانو په ملاتړ کې ښکاروي.