ژوندۍ پاڼه, سپاه پاسداران: ټرمپ باید د "ناممکنه عملیاتو یا بدې هوکړې" ترمنځ یو انتخاب وکړي

د سپاه پاسداران د اطلاعاتو څانګه وايي "امریکا لپاره د پرېکړې فضا محدوده" شوې او دا چې ډونلډ ټرمپ باید د ایران پر وړاندې د "ناممکنه عملیاتو یا بدې هوکړې" ترمنځ یو انتخاب وکړي. تر دې ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل، لیکلي وو، ایران "د هغه څه په اړه چې د بشريت او نړۍ پر ضد یې کړي کافي بيه نه ده پرې کړې."

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. عراقچي د فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړي

    د ایران د دولتي خبري اژانسونو د رپوټونو پر بنسټ د دغې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ د فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر ټلیفون خبرې کړې دي.

    د رپوټونو ترمخه ښاغلي عراقچي د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژا نویل بارو سره خبرو کې د اسرائیل او امریکا سره د جګړې د ختمولو په اړه د خپل هېواد رسمي دریځ هغه ته بیان کړ.

    په همدې مهال د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهانس واډې فول او عباس عراقچي تر منځ ټلفوني اړیکه کې د هورمز تنګي خلاصېدو او د جګړې پای ته رسېدو په اړه خبرې شوې دي.

    د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي " د یکشنبې پر ورځ یې له ایرانه وغوښتل چې د هورمز تنګی له سره خلاص او له خپل هستوي پروګرامه تېر شي."

    د ایران بهرنیو چارو وزیر د جرمني او فرانسې له بهرنیو چارو وزیرانو سره د جګړې درولو او هورموز تنګي په شرایطو خبرې کړې دي.

    د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

    د عکس تشریح، د ایران بهرنیو چارو وزیر د جرمني او فرانسې له بهرنیو چارو وزیرانو سره د جګړې درولو او هورموز تنګي په شرایطو خبرې کړې دي.
  2. د ایران د پارلمان مرستیال: داسې قانون تصویبوو چې امریکا او اسرائیل به د تل لپاره له هورمز تنګي د تېریدو حق ونلري

    د ایران د پارلمان مرستیال علي نېکزاد له هورمز تنګي د یوې لېدنې پرمهال ویلي چې ' مجلس د داسې یوه قانون د تصویب پر لټه کې دی چې له مخې به یې امریکا او اسرائیل هیڅ وخت هم له هورمز تنګي د تېریدو حق ونه لري."

    نوموړي زیاته کړې چې د نورو هېوادونو بیړۍ به ایران ته د خدماتو په بدل کې د حق العبور له ورکولو وروسته د تېریدو حق ولري.

    ښاغلي نېکزاد وویل چې د خدماتو په بدل کې د داسې پیسو ورکړه په نننۍ نړۍ کې یوه معمولي چاره ده.

    نوموړي همداراز خبرداری ورکړ چې د هورمز تنګی به له دې وروسته لکه د جګړې مخکې حالت په څیر فعالیت نه کوي.

  3. وروستی, سپاه: ټرمپ باید د "ناممکنه عملیاتو یا بدې هوکړې" ترمنځ یو انتخاب وکړي

    د سپاه پاسداران د اطلاعاتو څانګه وايي امریکا داسې حالت ته رسېدلې چې اړ ده د ایران پر وړاندې د "ناممکنه عملیاتو یا بدې هوکړې" ترمنځ یو انتخاب وکړي.

    سپاه په یو بیان کې د وروستیو بدلونونو د یادونې ترڅنګ لیکلي چې "امریکا لپاره د پرېکړې فضا محدوده" شوې ده.

    په بیان کې راغلي: "د ایران له خوا پنټاګون ته د کلابندۍ په تړاو ضرب‌الاجل، د واشنګتن پر وړاندې د چین، روسیې او اروپا د چلند بدلون، کانګرس ته د ټرمپ انفعالي لیک، او د ایران د مذاکراتي شرطونو منل، یوازې یوه معنا لري. ټرمپ باید د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د 'ناممکنه عملیاتو یا بدې هوکړې' ترمنځ انتخاب وکړي."

  4. وروستی, اسرائیل د پوځي عملیاتو د پیل له اعلان سره د لبنان سوېل کې له اوسېدونکو وغوښتل چې خپلې مېنې پرېږدي

    د اسرائیل پوځ د یکشنبې پر ورځ د "بېړني خبرداري" په خپرولو سره د لبنان په سوېل کې د ۱۱ ښارونو او کلیو له اوسېدونکو وغوښتل چې خپل کورونه پرېږدي.

    د اسرائیلو پوځ د هغه څه په غبرګون کې چې د لبنان د حزب‌الله له خوا یې د "اوربند له تړونه سرغړونه" بللې، اعلان وکړ چې د دې ډلې خلاف عملیات کوي.

    دوی خبرداری ورکړی هر څوک چې د حزب‌الله ځواکونو یا تاسیساتو ته نږدې وي، ښايي له خطر سره مخامخ شي.

    اسرائیل د لبنان په سوېل کې خپلو بریدونو ته هم دوام ورکړی.

    اسرائیلي ځواکونه دمګړۍ د لبنان د سوېل یوه نرۍ تړانګه تر واک لاندې لري او هلته هغه کورونه نړوي چې د دوی په وینا د "حزب‌الله لخوا د زیربناوو په توګه کارول کېږي".

    حزب‌الله غورځنګ هم د لبنان په سوېل او د اسرائيل شمال کې پر اسرائيلي ځواکونو د بې‌پېلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کوي.

  5. وروستی, د علي خامنه‌يي ډاکتر: هغه د ژوند وروستیو ورځو کې کومه ځانګړې ناروغي نه لرله

    د ایران د پخواني روحاني مشر علي خامنه‌يي ځانګړي ډاکتر علیرضا مرندي دا ادعا رد کړې چې ګواکې هغه د ژوند په وروستیو ورځو کې پر کومې "ځانګړې او سختې ناروغۍ" اخته و.

    مرندي دا څرګندونې یوه خپرونه کې د دې پوښتنې په ځواب کې کړې،‌ چې ویل کېږي علي خامنه‌يي تر وژل کېدو مخکې پر داسې ناروغۍ اخته و چې که په بمبارۍ کې نه وای وژل شوی، نو د هغې ناروغۍ له کبله هم ژوندی نه پاتې کېده.

    ښاغلي مرندي په همدې خپرونه کې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت پخواني مشر "سرطان نه درلود".

    خو هغه زیاته کړه کله چې د انسان عمر لوړېږي، بدن یې "ډېر نازک او کمزوری کېږي".

    علیرضا مرندي وویل علي خامنه‌يي تر وروستیو ورځو پورې "روغ او پر پښو ولاړ" و او ده به تر جګړې مخکې "اوونۍ کې یو ځل" لیده.

  6. د متحدو عرب اماراتو د ملکي هوايي چلن اداره وايي فضايي ترافیک عادي حالت ته ګرځېدلي

    ایران-امارات

    د عکس سرچینه، Getty Images

    متحد عرب اماراتو ویلي چې د فبرورۍ ۲۸مه د ایران د جګړې له پیلېدو سره پر الوتنو د لګول شويو محدوديتونو له کمېدو وروسته په دغه هېواد کې هوايي چلن بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

    د اماراتو د ملکي هوايي چلن ادارې ویلي چې دا پرېکړه د امنيتي او عملياتي وضعيت له هر اړخېزې ارزونې وروسته شوې ده.

    دې ادارې ټينګار کړی چې "د الوتنو خونديتوب د تر ټولو لوړې کچې ډاډمنولو لپاره به د حالاتو ريښتينې او وخت په وخت څارنه دوام ومومي."

    دې ادارې همدارنګه په دې موده کې د مساپرو او هوايي شرکتونو له همکارۍ مننه کړې ده.

  7. د اسرائیلو بریدونو له کبله په لبنان کې د لږ تر لږه اوو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

    لبنان کې د اسرائیلو بریدونه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو بریدونو له کبله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. دغه بریدونه په داسې مهال شوې چې لا هم په سيمه کې اوربند پر ځای دی.

    راپورونه وايي، د اسرائیلو پوځ په جنوبي لبنان کې د ودانیو ویجاړولو ته هم دوام ورکړی دی. په دې کې د کاتولیکانو یو عبادتځای هم شامل دی چې د بلډوزر په واسطه نړول شوی دی.

    د اسرائيلوپوځ ادعا کوي چې حزب الله له دې ځای پراسرائیلو توغندي توغول او له دې ځایه یې د مرکز په توګه کار اخیست خو د لبنان کاتولیکې کلیسا دا ادعارد کړې ده.

    لبنان کې د اسرائیلو بریدونه

    د عکس سرچینه، Getty Images

  8. ټرمپ وايي د "ایران طرحه ژر څېړم، خو فکر نه کوم چې دا به د منلو وړ وي"

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ويلي، د ایران طرحه ژر څېړي، خو زیاته کړې یې ده، "زه فکر نه کوم چې دا به د منلو وړ وي."

    نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل، یوه پیغام کې لیکلي، ایران "د هغه څه په اړه چې د بشريت او نړۍ پر ضد یې کړي کافي بيه نه ده پرې کړې."

    ښاغلي ټرمپ په فلوريډا کې الوتکې له پورته کېدو دمخه، د ایران د وړاندیز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "ما ته د تړون عمومي چوکاټ تشریح شوی او دوی به اوس ماته بشپو متن راکړي."

    نوموړي پر ټولنيزو رسنيو ويلي، باور لري دا وړاندیزونه د منلو وړ نه دي او ایران "د خپلو کړنو لپاره کافي بيه نه ده پرې کړي".

    له هغه وپوښتل شول چې ایا پرایران به بریدونه بیا پیل کړي، ټرمپ وویل، "زه نه غواړم دا ووایم، زما مطلب دا دی چې زه دا خبریال ته نشم ویلی. که دوی ناوړه چلند وکړي یا کوم غلط کار وکړي، نو دا به لیدل کېږي، خو د دې شونتيا شته چې داسې پېښ شي."

    وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي ويلي وو، ایران خپل پلان پاکستان ته د منځګړي په توګه وړاندې کړی چې هدف یې دایمي جګړه پایته رسول دي او "اوس توپ له امریکا سره دی چې د ډېپلوماسۍ لاره غوره کوي اویا د مقابلې چلند ته دوام ورکوي."

    د ایراني چارواکو په وینا، هغه وړاندیزونه چې تر دې دمه د ډونلډ ټرمپ لخوا رد شوی، د هرمز تنګي بیا پرانیستل، پر ایران د کلابندۍ پایته رسول اود ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې بل وخت ته ځنډول شامل دي.

  9. د لبنان د روغتيا وزارت وايي د اسرائیلو بریدونو کې ۱۳ تنه وژل شوي دي

    د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د جمعې په ورځ د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د څلورو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

    د حبوش په سیمه کې چې د اسرائیلو دفاعي ځواکونو یې د خالي کولو امر کړی و، د دوو ښځو او یو ماشوم په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

    د دوو ښځو په ګډون څلور کسان په صیدا سيمه کې وژل شوي او يوه کس بيا په عين بال سيمه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

    په لبنان کې اوربند د دریو اونیو لپاره عځول شوی دی خو د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ نښتې دوام لري.

    حزب الله د شنبې په ورځ وویل، په لبنان کې اسرائيلي عسکراو موټرونه په نښه کړي دي.

    د اسرائیلو پوځ ويلي، د دوی یو عسکر د پنجشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې په جګړه کې وژل شوی دی. په وروستيو شخړو کې تر اوسه پورې ۱۷اسرائیلي سرتېري وژل شوي دي.

  10. د لبنان او امریکا لوړ پوړو پوځي چارواکي په بیروت کې سره کتلي

    د لبنان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي، د وسله والو ځواکونو قومندان په بیروت کې د امریکا له لوړ پوړي پوځي چارواکي سره چې د لبنان د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ د اوربند څارنه کوي، ليدلي دي.

    د خبرپاڼې له مخې د غونډې پر مهال، دواړو خواوو د لبنان د امنیتي وضعیت او سیمه ییزو پرمختګونو په اړه بحث کړی دی.

    په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې ګډونوالو د لبنان د پوځ د رول پر ارزښت او په اوسني پړاو کې د هغې د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

  11. سنېټکام: د سمندري کلابندۍ له پیل راهیسې ۴۸ کښتۍ بېرته استول شوې

    د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنېټکام) ویلي، په تېرو ۲۰ ورځو کې د سمندري کلابندۍ له پیل راهیسې ۴۸ کښتۍ بېرته استول شوې دي.

    امریکا په خلیج او عمان سمندر کې ټول ایراني بندرونه کلابند کړي دي. ایراني بندرونو ته په تلونکو او له هغه ځايه پر وتونکو کښتیو بنديز لګولی دی.

    هر کښتۍ چې ایران ته ځي او یا له هغه ځايه روانه وي، درول کېږي.

  12. د یمن له سمندر غاړې د تېلو بېړۍ تښتول شوې ده

    د یمن سمندري ځواکونه وايي، ناپېژاندو وسله والو د تیلو یوه بېړۍ د دغه هېواد له سمندر غاړې تښتولې ده. دوی وايي، دغو وسله والو د بېړۍ کنټرول په لاس کې اخيستی او بيا یې د سوماليا په لور روانه کړې ده.

    سمندري ځواکونه وايي څو کښتۍ یې په دې موخه عدن خلیج ته لېږلې دي.

    وړاندې د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ مرکز، چې د نړیوالو بار وړونکو لارو څارنه کوي، د يمن جنوب لوېديځ کې یوې بېړۍ ته د دوو کوچنيو کښتيو د نژدې کېدو خبر ورکړی و.

  13. وروستی, رویټرز: د اوپک‌پلس اووه غړي د تېلو تولید شاوخوا ۱۸۸ زره بېرله زیاتوي

    رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی د اوپک‌پلس سازمان اوو غړو هېوادونو په اصولو کې منلې چې په راتلونکې میاشت کې د تېلو خپل ورځنی تولید شاوخوا ۱۸۸ زره بېرله ډېر کړي.

    ټاکل شوې چې د دې ډلې اووه غړي سبا (یکشنبه) انلاین غونډه ترسره کړي.

    د تېلو تولید کې د دغه احتمالي زیاتوالی خبر داسې حال کې ورکول کېږي، چې متحدو عرب اماراتو له اوپک او اوپک‌پلس دواړو د وتلو اعلان کړی دی.

    دا ګام تېره میاشت د تېلو په ورځنې تولید کې له ۲۰۶ زره بېرله زیاتوالي سره ورته دی، خو دا ځل د متحدو عرب اماراتو ونډه ترې ایستل شوې ده.

    د یوې سرچینې په وینا، دا پرېکړه ښيي چې اوپک‌پلس "د سوداګرۍ د عادي بهیر" تګلاره جاري ساتي.

  14. ناټو وايي واشنګټن سره له جرمني د ۵۰۰۰ امریکايي سرتېرو د کمولو پرېکړې په اړه تماس کې ده

    د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) وایي دوی له متحدو ایالتونو سره په جرمني کې د ۵۰۰۰ امریکايي سرتېرو د کمولو پرېکړې په تړاو اړیکه کې دي.

    ناټو ویلي پر دې بوخت دې چې په دې تړاو نور مالومات ترلاسه کړي.

    دا پرېکړه د امریکا او جرمني د مشرانو ترمنځ له ترینګلتیا وروسته شوې ده.

    د جرمني صدراعظم فریدرېش مېرڅ تېره اوونۍ ویلي وو چې ایران په منځني ختیځ کې د جګړې پای ته رسولو لپاره په روانو خبرو اترو کې واشنګټن سپکوي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم تازه یو ځل بیا د جرمني پر صدراعظم نیوکه کړې ده.

    د ناټو یوه ویاند پر ایکس خپاره کړي پیغام کې ویلي: "موږ له متحدو ایالتونو سره همکاري کوو چې په جرمني کې د دوی د ځواکونو په اړه د پرېکړې جزییات روښانه شي."

    په دغه پیغام کې همداراز ویل شوي: "موږ مخنیوي او دفاع لپاره پر خپلې وړتیا هم باورمن یو، په داسې حال کې چې د ناټو په چوکاټ کې د لا ځواکمنې اروپا پر لور دا بدلون دوام لري."

  15. د سپاه پاسداران ۱۴غړي امریکا سره له جګړې د پاتې ناچاوده مهماتو شنډولو پر مهال چاودنه کې وژل شوي دي

    ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، د دغه هېواد په زنجان ولایت کې له امریکا او اسرائيل سره له جګړې د پاتې ناچاوده مهماتو د شنډولو عملیاتو پر مهال چاودنه شوې چې د سپاه پاسداران ۱۴ غړي پکې وژل شوي دي.

    د سپاه پاسدران لخوا په دې تړاو یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې ټیمونو یې له جګړې پاتې کلسټر بمونه او ورته مهمات شنډول چې د کرنیزو ځمکو په ګډون یې تر ۱۲۰۰ هکتاره زیاته سیمه له خطر سره مخامخ کړې وه.

    په بیان کې زیاته شوې چې په دغو مهماتو کې ځینې خورا حساس او تر درېیو مترو پورې ځمکه کې ښخ شوي وو چې د لټون او شنډولو چاره یې خورا خطرناکه ده.

  16. وروستی, په ایران کې دوه تنه "اسرائيل ته د جاسوسۍ" په تور اعدام شوي

    په ایران کې دوه تنه، یعقوب کریم‌پور او ناصر بکرزاده، "اسرائیل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام شوي دي.

    د ایران د قضائیه قویې په وینا د دغو دواړو کسانو د اعدام سزاګانې د دغه هېواد د سترې محکمې له لوري تایید شوې وې.

    یعقوب کریم‌پور پر دې تورن شوی و چې د جګړې پر مهال یې "له موساد سره خپلې اغېزناکې همکارۍ ته دوام ورکړی او د هېواد حساس مالومات یې د موساد یوه افسر ته لېږلي دي."

    د ایران قضائیه قویې ویلي، ناصر بکرزاده "په حساسو سیمو کې مشکوک تګ‌را تګ درلود."

    دغه بنسټ ادعا کړې چې هغه "د موساد د یوه افسر په لارښوونه د مهمو دولتي، مذهبي او ولایتي چارواکو مشخصات او همدارنګه د نطنز په څېر د مهمو مرکزونو مالومات راټول او د استخباراتي شبکې عامل ته لېږلي دي."

    بي‌بي‌سي نه شي کولی دغه تورونه په خپلواکه توګه رد یا تایید کړي.

    د یادونې ده چې له امریکا او اسرائيل سره تر جګړې راوروسته په ایران کې د اعدامونو لړۍ چټکه شوې ده.

    د بشري حقونو مدافع بنسټونو او مدني فعالانو هم دغه هېواد کې د اعدامونو د شمېر د لوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

    دوی د دغو قضیو د څېړنې بهیر او د حکمونو صادرېدل د بشري حقونو خلاف ګڼي.

  17. وروستی, د ایران د خاتم‌الانبیا قرارګاه مرستیال: احتمال شته چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شي

    په ایران کې د پوځي‌ عملیاتو د پلان، همغږۍ او عملیاتي څارنې تر ټولو د لوړې قرارګاه خاتم‌الانبیا مرستیال محمد جعفر اسدي وايي، دا احتمال شته چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شي.

    هغه ویلي "شواهدو هم ښودلې چې امریکا پر هېڅ ژمنه او تړون ټینګ نه درېږي."

    د ښاغلي اسدي په وینا د امریکايي چارواکو کړنې او څرګندونې تر ډېره رسنیزه بڼه لري‌ او د دې لپاره دي، چې د تېلو د بیو د راټیټېدو مخه ونیسي او له هغه حالته ځان وباسي، چې پخپله یې رامنځ ته کړی دی.‌

    هغه زیاته کړې چې د ایران وسله‌وال‌ ځواکونه هر ډول احتمالي ځواب وینې ته په بشپړ ډول چمتو دي.

    دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوسني نازک اوربند پر پیلېدو درې اوونۍ اوړي خو هرمز تنګی اوس هم په نسبي دول تړلی دی.

  18. وروستی, د ایران د جګړې له کبله سعودي کې د الکولي مشروباتو کمښت

    سعودي

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    د عکس تشریح، په ریاض کې د بې‌الکوله بېرونو د پلور یو پلورنځی.

    په سعودي عربستان کې د الکولي مشروباتو یوازېنی رسمي پلورنځی د بېر، شرابو او ټېکیلا په ګډون د ځینو توکو له کمښت سره مخ شوی دی. رویټرز خبري اژانس ته لیدونکو ویلي چې د ایران د جګړې له امله رامنځته شوې ګډوډۍ د بار وړلو محمولو لېږد ځنډولی دی.

    دغه پلورنځی چې د ریاض په ډیپلوماتیکه سیمه کې موقعیت لري، پرته له نوم او لوحې فعالیت کوي. دا ځای په ۲۰۲۴ کال کې د نامسلمانو ډیپلوماتانو لپاره پرانیستل شو او تېر کال یې خپل خدمات شتمنو غیرمسلمانو بهرنیو اوسېدونکو ته هم پراخ کړل.

    په سعودي عربستان کې د الکولو پر استعمال بشپړ بندیز، چې له ۱۹۵۲ کال راهیسې نافذ دی، لا هم په رسمي ډول پر ځای پاتې دی. خو سره له دې چې سعودي عربستان په دودیز ډول محافظه‌کار هېواد ګڼل کېږي، د بهرنیو کارکوونکو د جذب لپاره یې د جواز لرونکي یوه پلورنځي د فعالیت اجازه ورکړې ده.

    د رویټرز د راپور له مخې، چې په وروستیو ورځو کې یې د ریاض له دغه پلورنځي د لیدنې کوونکو پنځو کسانو خبرې نقل کړې دي، اوس مهال د پلورنځي المارۍ تر ډېره تشې دي او یوازې ګران‌بیه یا لږ پېژندل شوي برانډونه پکې عرضه کېږي.

  19. وروستی, امریکا منځني ختیځ کې پر خپلو متحدانو د نژدې ۹ میلیارده ډالرو وسلې پلوري

    وسله

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې له ۸ اعشاریه ۶ میلیارده ډالرو ډېرې پوځي وسلې به خپلو متحدانو ته په منځني ختیځ کې، چې اسرائیل، قطر، کویت او متحده عربي امارات پکې شامل دي، وپلوري.

    دا په داسې حال کې ده چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل جګړه نهمې اونۍ ته داخله شوې او له هغه نازک اوربنده څه باندې درې اونۍ تېرېږي چې عملي شوی و.

    د دې پرېکړې له مخې، قطر ته د "پټریوټ" هوايي او توغندیز دفاعي سیسټم د ملاتړ او خدماتو خرڅلاو، چې ارزښت یې له ۴ میلیارده ډالرو ډېر دی، تایید شوی دی.

    همداشان، اسرائیل ته د نژدې ۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د دقیقو وسلو سیستمونو د پېلو موافقه کړې ده.

    همداراز دغه هېواد ته د "پرمختللو دقیق هدایت شوو وسلو" (APKWS) سیسټمونو خرڅلاو، چې ارزښت یې ۹۹۲ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالره دی، هم منظور شوی دی.

    همداراز کویت ته د یوه مدغم جنګي قوماندې سیسټم د ۲ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د خرڅلاو او اسرائیل ته د "پرمختللو دقیق هدایت شوو وسلو" (APKWS) سیسټمونو د څه باندې ۹۹۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د پلور پرېکړه هم تصویب شوې ده.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو ته هم د همدې سیسټمونو د څه باندې ۱۴۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د خرڅلاو تایید کړی دی.

  20. ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې، خو موږ نه غواړو هغوی ژر پرېږدو

    trump

    د عکس سرچینه، Getty Images

    ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي برید په اړه د امریکا کانګرس ته له خپلې لومړۍ خبرتیا ۶۰ ورځې وروسته، اعلان وکړ چې جګړه "پای ته رسېدلې" ده، خو ټینګار یې وکړ چې نه غواړي له تهران سره تقابل ژر پای ته ورسوي.

    هغه همداراز استدلال وکړ چې د جګړې د دوام لپاره د امریکا د قانون جوړوونکو اجازې ته اړتیا نه لري.

    ټرمپ وایي چې د ایران له تازه وړاندیزونو راضي نه دی، هغه وړاندیزونه چې ویل کېږي تهران یې په پاکستان کې منځګړو ته سپارلي دي.

    د امریکا ولسمشر تهران تورن کړ چې داسې غوښتنې یې مطرح کړې دي چې د ده لپاره د منلو وړ نه دي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

    د امریکا د قوانینو له مخې، د هر ډول پوځي ځواک کارول باید د ۶۰ ورځو په موده کې پای ته ورسېږي، خو دا چې کانګرس د هغې د غځولو موافقه وکړي.