دوی د دغو قضیو د څېړنې بهیر
او د حکمونو صادرېدل د بشري حقونو خلاف ګڼي.
وروستی, د ایران د خاتمالانبیا قرارګاه مرستیال: احتمال شته چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شي
په ایران کې د پوځي عملیاتو د پلان، همغږۍ او عملیاتي څارنې
تر ټولو د لوړې قرارګاه خاتمالانبیا مرستیال محمد جعفر اسدي وايي، دا احتمال شته
چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شي.
هغه ویلي "شواهدو هم ښودلې چې امریکا پر هېڅ ژمنه
او تړون ټینګ نه درېږي."
د ښاغلي اسدي په وینا د امریکايي چارواکو کړنې او
څرګندونې تر ډېره رسنیزه بڼه لري او د دې لپاره دي، چې د تېلو د بیو د راټیټېدو
مخه ونیسي او له هغه حالته ځان وباسي، چې پخپله یې رامنځ ته کړی دی.
هغه زیاته کړې چې د ایران وسلهوال ځواکونه هر ډول احتمالي
ځواب وینې ته په بشپړ ډول چمتو دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ
د اوسني نازک اوربند پر پیلېدو درې اوونۍ اوړي خو هرمز تنګی اوس هم په نسبي دول
تړلی دی.
وروستی, د ایران د جګړې له کبله سعودي کې د الکولي مشروباتو کمښت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو ته هم د همدې
سیسټمونو د څه باندې ۱۴۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د خرڅلاو تایید کړی دی.
ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې، خو موږ نه غواړو هغوی ژر پرېږدو
د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي برید په اړه د امریکا کانګرس ته له
خپلې لومړۍ خبرتیا ۶۰ ورځې وروسته، اعلان وکړ چې جګړه "پای ته رسېدلې" ده،
خو ټینګار یې وکړ چې نه غواړي له تهران سره تقابل ژر پای ته ورسوي.
هغه همداراز استدلال وکړ چې د جګړې د دوام لپاره د امریکا د قانون جوړوونکو اجازې
ته اړتیا نه لري.
ټرمپ وایي چې د ایران له تازه وړاندیزونو راضي نه دی، هغه وړاندیزونه
چې ویل کېږي تهران یې په پاکستان کې منځګړو ته سپارلي دي.
د امریکا ولسمشر تهران تورن کړ چې داسې غوښتنې یې مطرح کړې دي چې د ده
لپاره د منلو وړ نه دي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.
د امریکا د قوانینو له مخې، د هر ډول پوځي ځواک کارول باید د ۶۰ ورځو په موده کې
پای ته ورسېږي، خو دا چې کانګرس د هغې د غځولو موافقه وکړي.
وروستی, له ایران سره د جګړې پر سر لانجه؛ امریکا له جرمني خپل پنځه زره سرتېري وباسي
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان کړی چې متحده ایالات به شاوخوا ۵ زره سرتېري له
جرمني وباسي.
دا اقدام د ناټو له خپل نژدې ټلوال سره د خبرداري پیغام په توګه لیدل کېږي، په
داسې حال کې چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اروپا ترمنځ د ایران جګړې په اړه اختلافات
زیات شوي دي.
ډونلډ ټرمپ د روانې اونۍ په پیل کې ګواښ کړی و چې په جرمني کې به د
امریکا پوځي حضور کم کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې نوموړي د جرمني له صدراعظم فریدریش
مېرتس سره لفظي شخړه وکړه.
مېرتس ویلي وو چې ایران د هغو خبرو اترو پر مهال "متحده
ایالات شرموي" چې موخه یې د امریکا او اسرائیل له خوا له ایران سره د دوو میاشتو
راهیسې روانه جګړه پای ته رسول دي.
بل لور ته، د پنټاګون ویاند شون پارنېل ویلي چې "تمه
کېږي د ځواکونو د ایستلو بهیر له شپږو تر ۱۲ میاشتو پورې بشپړ شي."
وروستی, "د ایران د جګړې له امله میلیاردونه خواړه له خطر سره مخ دي"
د عکس سرچینه، Getty Images
د سرې (کیمیاوي کود) یا ښېرازۍ د یوه ستر نړیوال تولیدوونکي مشر ویلي، د ایران د جګړې له امله د سرې او د هغې د مهمو خامو موادو د عرضې ګډوډي ښايي په نړۍ کې هره اونۍ تر ۱۰ میلیارده خوړو پورې اغېزمن کړي او بېوزله هېوادونه به تر ټولو ډېر زیان وویني.
د "یارا" شرکت اجرائیه رئیس سویین توره هولسېتر بي بي سي ته ویلي، په خلیج کې جګړې او شخړو، چې د هرمز تنګي له لارې یې سمندري لېږد بند کړی، د نړۍ د خوړو تولید له خطر سره مخ کړی دی.
هغه خبرداری ورکړ چې د سرې د کم استعمال له امله د حاصلاتو کمېدل ښايي د خوړو لپاره د سختې سیالۍ سبب شي.
هغه له اروپايي هېوادونو هم وغوښتل چې د بیو د جګړې اغېزې دې پر هغو هېوادونو په دقت وارزوي چې "تر ټولو ډېر زیانګالي" دي.
هغه روسیې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وروستي سفر ته په اشارې سره وویل
ایران او روسیه د ستراتېژیک مشارکت د هوکړهلیک پر بنسټ په سیاسي، امنیتي او
اقتصادي برخو کې پراخې همکارۍ لري، او دا چې ایران په
اوسنیو شرایطو کې هڅه کوي چې له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې وکړي او خپل دریځ روښانه کړي.
عراقچي روسیې ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد
له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم لیدلي وو.
د ایران بهرنیو چارو
وزارت ویاند همداراز زیاته کړه، چې د دوی هېواد له روسیې او
چین سره د همدغو ډیپلوماتیکو همکاریو پایله کې پر دې توانېدلی پر هغه څه ته چې نوموړي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې "د سیمې د ځینو هېوادونو مکارانه اقدام" وباله، غلبه ومومي.
هغه وویل: "په ډېرو دغو بریدونو کې زموږ له تر ټولو غوره وسلو کار
اخیستل شوی او موږ له دغو وسلو او همدارنګه د دفاعي توغندیو لوی شمېر
کاروو. دا مهمات په یوه شپه کې نه شي تولیدېدای."
سناتور کېلي زیاته کړه چې د بودجې
وړاندې شوی غوښتنلیک هم ښيي چې د دفاع وزارت له همدې ستونزې سره مخ
دی او د دغو سیسټمونو د ځای پر ځای کولو لپاره یې د روښانه مهالوېش غوښتنه وکړه.
ښاغلي هېګسیټ په ځواب کې وویل: "دا هماغه پوښتنه ده چې باید وشي." هغه
ټینګار وکړ چې د وسلو د زېرمو بیا رغونه د وسلو د سیستم د ډول له مخې ممکن له څو
میاشتو تر څو کلونو پورې وخت ونیسي.
وروستی, واشنګټن به شرکتونو ته د ستراتیژیکو نفتو له زېرمو ۹۲.۵ میلیونه بېرله تېل په پور ورکړي
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې د
پنجشنبې په ورځ وویل غواړي د انرژۍ شرکتونو ته د ستراتیژیکو نفتو له زېرمو تر ۹۲ اعشاریه ۵ میلیون بېرله
خام نفت پور ورکړي.
دا اقدام د هغه نړیوال تړون
برخه ده چې موخه یې د ایران د جګړې له امله د نفتو د لوړو شویو بیو او د بازارونو
د بېثباتۍ ارامول دي.
د
پنسلوانیا ایالت جان فېټرمن یوازینی ډیموکراټ سناتور و چې د دې مسودې پر ضد یې
رایه ورکړه، په داسې حال کې چې د مېن ایالت سوزان کولینز او د کینټکي ایالت رنډ
پال، چې دواړه جمهوري غوښتونکي دي، د پرېکړې په ملاتړ رایه ورکړه.
د سوزان
کولینز رایه د پام وړ بلل شوې، ځکه دا لومړی ځل و چې هغې د دې قانوني مسودې ملاتړ
وکړ. هغې پر اېکس (X) ولیکل: "لکه څنګه چې مې د ایران د شخړې
له پیل راهیسې ویلي، د ولسمشر واک د وسلهوالو ځواکونو د اعلی قومندان په توګه
مطلق نه دی."
هغې زیاته
کړه: "اساسي قانون کانګرس ته د جګړې او سولې اړوند پرېکړو کې اساسي رول
ورکوي، او د جګړې صلاحیتونو قانون د ۶۰ ورځو
یوه روښانه موده ټاکي څو په بهرنیو شخړو کې د امریکا د مداخلې تصویب یا پای ته
رسېدل وټاکل شي. دا موده یوازې سپارښتنه نه ده، بلکې یو اساسي شرط دی."
سوزان کولینز ټینګار وکړ چې "د ایران پر
ضد هر ډول اضافي پوځي اقدام باید روښانه ماموریت، د لاسته راوړلو وړ هدفونه او د
جګړې د پای ته رسولو څرګنده ستراتیژي ولري. ما تر هغې وخته د دغو پوځي عملیاتو د
پای ته رسولو په ملاتړ رایه ورکړې، څو داسې وضاحت وړاندې شي."
وروستی, پر اوربند سربېره اسرائیلو د لبنان سوېل کې خونړي بریدونه کړي
د عکس سرچینه، Reuters
د لبنان د
عامې روغتیا وزارت ویلي، د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د لبنان په جنوب کې لږ تر لږه
نهه کسان وژل شوي، چې دوه پکې ماشومان
هم دي. په
ورته وخت کې د اوربند له اعلان سره سره، چې اوس یې دویمه اونۍ
روانه ده، لا هم د اسرائيلو بریدونه دوام
لري.
د وزارت
په وینا، په دې بریدونو کې ۲۳ کسان
ټپیان شوي، چې په هغوی کې اته ماشومان او اوه ښځې هم دي.
له بلې
خوا، حزبالله ویلي چې د اسرائیلي
ځواکونو پر ضد یې په جنوب کې بریدونه کړي، چې پکې د بنت جبیل په ولسوالۍ کې پر
عسکرو د ډرون برید هم شامل و.
دا نښتې
په داسې وخت کې روانې دي چې اسرائیل
په لبنان کې خپل پوځي عملیات روان
ساتلي، سره له دې چې د اپرېل په ۱۶مه
اوربند اعلان شوی و، وروسته له هغه چې د لبنان او اسرائیلو سفیرانو په واشنګټن کې مستقیمې خبرې کړې وې.
د لبنان
ولسمشر جوزف عون د هغه څه په اړه نیوکه کړې چې هغه یې "د اوربند پرلهپسې
سرغړونې" بللې دي او ویلي یې دي چې بریدونه، د کورونو نړول او د عبادتځایونو
ویجاړول لا هم دوام لري "سره له دې چې اوربند نافذ دی".
هغه
زیاته کړه: "پر اسرائیلو
باید فشار راوړل شي چې نړیوال قوانین او
کنوانسیونونه مراعات کړي او د ملکي وګړو،
امبولانس کارکوونکو، مدني دفاع او بشري مرستو سازمانونو په نښه کول بند کړي."
د
پنجشنبې په ورځ اسرائیلي پوځ د لبنان په
جنوب کې د ۱۵ کلیو د تخلیې خبرداری هم ورکړ. دا کلي تر ډېره د اسرائیلو
له لوري د اعلان شوې "ژېړې کرښې" له سیمو بهر وو؛ هغه سیمې چې پر پوله شاوخوا ۱۰ کیلومتره غځېدلې ده او وایي هلته د ګواښونو پر ضد
عملیات کوي.
اسرائیل وایي دا اقدامات د هغه څه په غبرګون کې دي چې دوی یې
د حزبالله له خوا د اوربند د تړون سرغړونې بولي. حزبالله په رسمي ډول د اوربند
په تړون کې نه و شامل، خو ویلي یې وو که اسرائیل هم ورته درناوی وکړي، دوی به یې مراعات کړي.