تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, پېټ هېګسیټ: ایران سره له جګړې وروسته د امریکا د وسلو زېرمو ډکول به میاشتې تر کلونو موده وغواړي

د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسیټ د دغه هېواد د کانګرس له استازو سره په ناسته کې وویل چې د امریکا د وسلو د زېرمو بېرته ډکول، چې د ایران سره د جګړې او د وروستیو کلونو د نورو پوځي نښتو له امله کمه شوې ده، د تجهیزاتو د ډول له مخې ممکن له "څو میاشتو تر څو کلونو" وخت ونیسي. د اریزونا ایالت سناتور مارک کیلي د سنا په غونډه کې له ښاغلي هېګسیټ وپوښتل چې د دغو زېرمو د بېرته ځای پر ځای کولو لپاره څومره وخت ته اړتیا ده.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. د ایران د مشرتابه دفتـر مرستیال: مجتبی خامنه‌يي بشپړ صحتمن او د چارو پر سمبالولو بوخت دی

    د ایران اسلامي جمهوریت د مشرتابه دفتر د نړیوالو چارو مرستیال محسن قمي وايي، مجتبی خامنه‌يي په بشپړه توګه صحتمن او د چارو پر سمبالولو بوخت دی.

    نوموړي ویلي: "دښمن هڅه کوي د هغه [مجتبی‌خامنه‌يي] د روغتیا په اړه د ګونګوسیو په خپرولو سره موږ غبرګون ته اړباسي، او بیا له دغو غبرګونونو د خپلو توطئو پرمخ وړلو لپاره ګټه واخلي."

    ښاغلي قمي دا څرګندونې داسې حال کې کړي چې صداوسيما د ایران د مخکیني روحاني مشر علي خامنه‌يي له وژل کېدو او واک ته یې د زوی، مجتبی خامنه‌ييتر رسېدو وروسته نوموړي ته "د رمضان جګړې دسرښېندونکي" خطاب کړې و، چې اشاره یې ظاهرآ دهغه ټپي کېدو ته وه.

    له کله چې مجتبی خامنه‌يي واک ته رسېدلی، هېڅ ویډیو یا غږیز پیغام یې نه دی خپور شوی او رسنیو یوازې هغه ته منسوب لیکلي پیغامونه خپاره کړي دي.

  2. وروستی, بقايي: پاکستان د ایران او امریکا د خبرو اترو رسمي منځګړی دی

    د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي پاکستان د دوی او امریکا ترمنځ د خبرو اترو رسمي منځګړی دی.

    نوموړي ویلي: "ډېر هېوادونه لېوالتیا لري چې په دې برخه کې مرسته وکړي، خو د خبرو اترو رسمي منځګړی پاکستان دی."

    هغه دا څرګندونې په یوه تلویزیوني مرکه کې کړي.‌

    ښاغلي بقايي وویل: "که د مذاکراتو د ترسره کېدو پرېکړه وشي، نو هر څه به په بشپړه روڼتیا سره اعلان شي."

    هغه روسیې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وروستي سفر ته په اشارې سره وویل ایران او روسیه د ستراتېژیک مشارکت د هوکړه‌لیک پر بنسټ په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې پراخې همکارۍ لري، او دا چې ایران په اوسنیو شرایطو کې هڅه کوي چې له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې وکړي او خپل دریځ روښانه کړي.

    عراقچي روسیې ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم لیدلي وو.

    د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړه، چې د دوی هېواد له روسیې او چین سره د همدغو ډیپلوماتیکو همکاریو پایله کې پر دې توانېدلی پر هغه څه ته چې نوموړي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې "د سیمې د ځینو هېوادونو مکارانه اقدام" وباله، غلبه ومومي.

  3. وروستی, د لبنان د روغتیا وزارت: د اسرائیل بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي

    د لبنان روغتیا وزارت ویلي د دغه هېواد په سوېل کې د اسرائیل د تېرې ورځې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.‌

    دغه وزارت ویلي‌ په وژل شویو کې پېنځه ښځې او دوه ماشومان دي.

    همداراز د لبنان پوځ ویلي، په وسوېلي ښار نبطیه کې په یوه برید کې یو سرتېری د خپلېکورنۍ له څو غړو سره یو ځای وژل شوی دی.

    اسرائیل تر اوسه دغو رپوټونو ته غبرګون نه دی ښودلی،‌ د دغه هېواد پوځ د اوربند له هوکړې سره سرهپه لبنان کې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

    اسرائیل وایي دا بریدونه د حزب‌الله د ګواښونو د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي.

  4. وروستی, پېټ هېګسیټ: له ایران سره له جګړې وروسته د امریکا د وسلو د زېرمو بیارغول به میاشتې تر کلونو وخت واخلي

    د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسیټ د دغه هېواد د کانګرس له استازو سره په ناسته کې وویل چې د امریکا د وسلو د زېرمو بیا رغونه، چې د ایران سره د جګړې او د وروستیو کلونو د نورو پوځي نښتو له امله کمه شوې ده، د تجهیزاتو د ډول له مخې ممکن له "څو میاشتو تر څو کلونو" وخت ونیسي.

    د اریزونا ایالت سناتور مارک کیلي د سنا په غونډه کې له ښاغلي هېګسیټ وپوښتل چې د دغو زېرمو د بېرته ځای پر ځای کولو لپاره څومره وخت ته اړتیا ده.

    هغه وویل: "په ډېرو دغو بریدونو کې زموږ له تر ټولو غوره وسلو کار اخیستل شوی او موږ له دغو وسلو او همدارنګه د دفاعي توغندیو لوی شمېر کاروو. دا مهمات په یوه شپه کې نه شي تولیدېدای."

    سناتور کېلي زیاته کړه چې د بودجې وړاندې شوی غوښتنلیک هم ښيي چې د دفاع وزارت له همدې ستونزې سره مخ دی او د دغو سیسټمونو د ځای پر ځای کولو لپاره یې د روښانه مهال‌وېش غوښتنه وکړه.

    ښاغلي هېګسیټ په ځواب کې وویل: "دا هماغه پوښتنه ده چې باید وشي." هغه ټینګار وکړ چې د وسلو د زېرمو بیا رغونه د وسلو د سیستم د ډول له مخې ممکن له څو میاشتو تر څو کلونو پورې وخت ونیسي.

  5. وروستی, واشنګټن به شرکتونو ته د ستراتیژیکو نفتو له زېرمو ۹۲.۵ میلیونه بېرله تېل په پور ورکړي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل غواړي د انرژۍ شرکتونو ته د ستراتیژیکو نفتو له زېرمو تر ۹۲ اعشاریه ۵ میلیون بېرله خام نفت پور ورکړي.

    دا اقدام د هغه نړیوال تړون برخه ده چې موخه یې د ایران د جګړې له امله د نفتو د لوړو شویو بیو او د بازارونو د بې‌ثباتۍ ارامول دي.

    ټاکل شوې دا اندازه د هغو ۱۷۲ میلیونه بېرلو برخه وي چې امریکا د مارچ په میاشت کې د ستراتیژیکو نفتو له زېرمو د ایستلو موافقه کړې وه.

    دا پرېکړه د انرژۍ د نړیوال اژانس له ۳۰ د زیاتو غړو هېوادونو سره د یوه پراخ تړون په چوکاټ کې شوې وه، چې له مخې یې نژدې ۴۰۰ میلیونه بېرله نفت بازار ته وړاندې کېږي.

  6. وروستی, هغه شېبه چې اسرائیلو نړیوالو اوبو کې غزې ته روانه مرستندویه بېړۍ ودروله

    د فلسطین پلوه فعالان وایي، له ۵۰ ډېرو بېړیو یوه "فلوټیلا" چې غزې ته بشري مرستې لېږدولې، د یونان په نژدې نړیوالو اوبو کې د اسرائیلو د سمندري ګزمې له خوا درول شوې ده.

    تنظیموونکو دا اقدام ناقانونه بللی او وایي چې بېړۍ له غزې سلګونه کیلومتره لرې وې، په داسې حال کې چې غزه لا هم د اسرائیلو تر محاصرې لاندې ده.

    د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت وایي، سمندري ځواکونو شاوخوا ۱۷۵ فعالان له تر ۲۰ زیاتو بېړیو نیولي دي.

    اسرائیل دا فلوټیلا "تبلیغاتي نمایش" بولي، تنظیموونکي له حماس سره په همکارۍ تورنوي او ټینګار کوي چې د دوی اقدامات له نړیوال قانون سره سم دي.

  7. وروستی, د امریکا سنا د شپږم ځل لپاره د ایران پر ضد د جګړې د درولو قانوني مسوده رد کړه

    د امریکا سنا مجلس د پنجشنبې په ورځ د شپږم ځل لپاره هغه د جګړې صلاحیتونو قانون مسوده رد کړه چې موخه یې په ایران کې د امریکا د پوځي عملیاتو پای ته رسول وو.

    دغه مسوده، چې د ډیموکراټ ګوند مخکښ سناتور ادم شیف وړاندې کړې وه، د ۴۷ موافقو او ۵۰ مخالفو رایو په پایله کې ناکامه شوه.

    د پنسلوانیا ایالت جان فېټرمن یوازینی ډیموکراټ سناتور و چې د دې مسودې پر ضد یې رایه ورکړه، په داسې حال کې چې د مېن ایالت سوزان کولینز او د کینټکي ایالت رنډ پال، چې دواړه جمهوري غوښتونکي دي، د پرېکړې په ملاتړ رایه ورکړه.

    د سوزان کولینز رایه د پام وړ بلل شوې، ځکه دا لومړی ځل و چې هغې د دې قانوني مسودې ملاتړ وکړ. هغې پر اېکس (X) ولیکل: "لکه څنګه چې مې د ایران د شخړې له پیل راهیسې ویلي، د ولسمشر واک د وسله‌والو ځواکونو د اعلی قومندان په توګه مطلق نه دی."

    هغې زیاته کړه: "اساسي قانون کانګرس ته د جګړې او سولې اړوند پرېکړو کې اساسي رول ورکوي، او د جګړې صلاحیتونو قانون د ۶۰ ورځو یوه روښانه موده ټاکي څو په بهرنیو شخړو کې د امریکا د مداخلې تصویب یا پای ته رسېدل وټاکل شي. دا موده یوازې سپارښتنه نه ده، بلکې یو اساسي شرط دی."

    سوزان کولینز ټینګار وکړ چې "د ایران پر ضد هر ډول اضافي پوځي اقدام باید روښانه ماموریت، د لاسته راوړلو وړ هدفونه او د جګړې د پای ته رسولو څرګنده ستراتیژي ولري. ما تر هغې وخته د دغو پوځي عملیاتو د پای ته رسولو په ملاتړ رایه ورکړې، څو داسې وضاحت وړاندې شي."

  8. وروستی, پر اوربند سربېره اسرائیلو د لبنان سوېل کې خونړي بریدونه کړي

    د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي، د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د لبنان په جنوب کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي، چې دوه پکې ماشومان هم دي. په ورته وخت کې د اوربند له اعلان سره سره، چې اوس یې دویمه اونۍ روانه ده، لا هم د اسرائيلو بریدونه دوام لري.

    د وزارت په وینا، په دې بریدونو کې ۲۳ کسان ټپیان شوي، چې په هغوی کې اته ماشومان او اوه ښځې هم دي.

    له بلې خوا، حزب‌الله ویلي چې د اسرائیلي ځواکونو پر ضد یې په جنوب کې بریدونه کړي، چې پکې د بنت جبیل په ولسوالۍ کې پر عسکرو د ډرون برید هم شامل و.

    دا نښتې په داسې وخت کې روانې دي چې اسرائیل په لبنان کې خپل پوځي عملیات روان ساتلي، سره له دې چې د اپرېل په ۱۶مه اوربند اعلان شوی و، وروسته له هغه چې د لبنان او اسرائیلو سفیرانو په واشنګټن کې مستقیمې خبرې کړې وې.

    د لبنان ولسمشر جوزف عون د هغه څه په اړه نیوکه کړې چې هغه یې "د اوربند پرله‌پسې سرغړونې" بللې دي او ویلي یې دي چې بریدونه، د کورونو نړول او د عبادتځایونو ویجاړول لا هم دوام لري "سره له دې چې اوربند نافذ دی".

    هغه زیاته کړه: "پر اسرائیلو باید فشار راوړل شي چې نړیوال قوانین او کنوانسیونونه مراعات کړي او د ملکي وګړو، امبولانس کارکوونکو، مدني دفاع او بشري مرستو سازمانونو په نښه کول بند کړي."

    د پنجشنبې په ورځ اسرائیلي پوځ د لبنان په جنوب کې د ۱۵ کلیو د تخلیې خبرداری هم ورکړ. دا کلي تر ډېره د اسرائیلو له لوري د اعلان شوې "ژېړې کرښې" له سیمو بهر وو؛ هغه سیمې چې پر پوله شاوخوا ۱۰ کیلومتره غځېدلې ده او وایي هلته د ګواښونو پر ضد عملیات کوي.

    اسرائیل وایي دا اقدامات د هغه څه په غبرګون کې دي چې دوی یې د حزب‌الله له خوا د اوربند د تړون سرغړونې بولي. حزب‌الله په رسمي ډول د اوربند په تړون کې نه و شامل، خو ویلي یې وو که اسرائیل هم ورته درناوی وکړي، دوی به یې مراعات کړي.

  9. وروستی, د "صمود کاروان" بېړیو درول؛ اسپانیا اسرائیل له "بیا له نړیوال قانون په سرغړونه" تورن کړ

    د اسپانیا لومړي وزیر پېډرو سانچیز د پنجشنبې په ورځ اسرائیل تورن کړ چې "بیا یې له نړیوال قانون سرغړونه کړې". دا وروسته له هغه دي چې د یونان ساحل ته نژدې یې د "نړیوال مقاومت بېړۍ کاروان" شاوخوا ۲۰ کښتۍ ونیولې او نژدې ۱۷۵ د فلسطین پلوي فعالان یې ونیول، چې په هغوی کې اسپانویان هم وو.

    سانچیز پر اېکس ولیکل: "اسرئیل بیاځلي نړیوال قانون تر پښو لاندې کوي، ځکه چې په هغه اوبو کې یې پر یوه ملکي بېړۍ برید کړی چې د هغوی پورې اړه نه لري." هغه له اروپايي ټولنې وغوښتل چې "سملاسي د همکارۍ تړون وځنډوي او د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وغواړي چې د سمندري قانون درناوی وکړي."

    تر دې مخکې د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي پوځ هغه اقدام په سختو ټکو غندلی و چې د یونان د کریټ ټاپو په څنډو کې ترسره شوی و او ویلي یې و چې په دې کاروان کې اسپانوي اتباع هم موجود وو.

    اسرائیلي چارواکو مخکې ویلي وو چې هغه ۱۷۵ فعالان چې دوی نیولي (د تنظیموونکو په وینا ۲۱۱ تنه)، د شاوخوا شلو کښتیو له منځه نیول شوي او وروسته به یونان ته ولېږدول شي. دا کاروان له ۵۰ زیاتو کښتیو جوړ و چې په وروستیو اونیو کې له مارسیل (فرانسه)، بارسلونا (اسپانیا) او سیراکوزا (ایټالیا) روان شوی و.

  10. وروستی, متحده عربي اماراتو پر خپلو وګړو ایران، لبنان او عراق ته د سفر بندیز ولګاوه

    متحده عربي اماراتو "په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په رڼا کې" خپلو اتباعو ته د ایران، لبنان او عراق د سفر کولو بندیز لګولی دی.

    پر ایکس یوه بیان کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته لارښوونه کړې چې له دغو هېوادونو څخه ژر تر ژره بېرته ستانه شي.

    خبرتیا کې راغلي:

  11. وروستی, له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړه؛ د فیفا مشر نړیوال جام کې د ایران پر ګډون ټینګار وکړ

    د فیفا مشر ټینګار کړی چې ایران به د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې ګډون وکړي او سیالۍ به یې د پلان له مخې په امریکا کې ترسره شي.

    هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې مهدي تاج او ورسره پلاوی یې، چې کاناډا ته روان وو، دې هېواد ته له ننوتو پرته بېرته له هوايي ډګره استانبول ته ستانه شول او د فیفا په کانګرس کې، چې د بېلابېلو هېوادونو استازي پکې ګډون لري، حاضر نه وو.

    له ایران او امریکا ترمنځ د جګړې او اوربند د وضعیت د دوامداره ناڅرګندتیا له امله، په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې لا هم د لوړېدو په حال کې دي او اوس د شمالي برنټ نفتو د هر بېرل بیه د ۱۲۰ ډالرو پولې ته رسېدلې ده.

    د انرژۍ نړیوالې ادارې رئیس وایي، نړۍ په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د نفتو د بیو د سخت لوړوالي په نتیجه کې له "سترې انرژۍ او اقتصادي ننګونې" سره مخ شوې او "د تاریخ له تر ټولو ستر انرژۍ کړکېچ" سره مخامخ ده.

  12. وروستی, ملګري ملتونه:‌ د ایران ‌پر جګړه د پنټاګون لګولې پیسې 'د ۲۰۲۶ کال د ټولو مرستندویه غوښتنو پوره کولو لپاره کافي وې'

    د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، هغه لګښت چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) له ایران سره پر جګړه کړی، ددې لپاره کافي دي چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د ملګرو ملتونو ټولې مرستندویه غوښتنې پوره شي او له ۸۷ میلیونو ډېرو کسانو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسول شي.

    د امریکا دفاع وزارت وایي، تر اوسه یې د منځني ختیځ پر شخړه ۲۵ میلیارده ډالر لګولي دي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روان کال د مرستندویه غوښتنو لپاره د ۲۳ میلیارده ډالرو د راټولولو هڅه کړې ده.

    د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د اوچا مشر ټام فلېچر فرانس پرېس ته ویلي:

    "زه پوهېږم چې موږ د ۲۵ میلیارده ډالرو په اندازه څه ترسره کولای شو. موږ ته په څرګنده معلومه ده چې په دې پیسو څه ډول مرستې کېدای شي."

    هغه زیاته کړه چې د اوچا د مرستندویه غوښتنو ټوله اندازه "له هغه څه څخه چې نړۍ به راتلونکی کال پر وسلو او دفاع ولګوي، له یوه سلنه هم کمه ده."

    فلېچر وویل، جګړې او د هرمز تنګي تړل کېدو د سون توکو بیې دوه برابره کړې او د خوراکي توکو بیې یې ۲۰ سلنه لوړې کړې دي.

    هغه وویل: "دا زموږ کار ډېر ستونزمن کوي، خو په عین وخت کې لا ډېر خلک د لوږې او قحطۍ کندې ته ټېل وهي."

    نوموړي په ځانګړي ډول سومالیا ته اشاره وکړه او ویې ویل چې له هماغه ځایه یې له فرانس پرېس سره خبرې کولې.

    هغه زیاته کړه: "موږ اټکل کوو چې د وږو خلکو شمېر اوس د شپږو میاشتو مخکې په پرتله دوه برابره شوی دی."

  13. ایران: پرامریکا په بشپړه توګه بې باوره یو

    د ایران ولسمشر مسعود پېزشکیان ویلي دي د خبرو پر مهال پرله پسې بریدونو ایران پر امریکا "په بشپړه توګه بې باوره شوی ".

    دبېلاروس ولسمشرالېکزانډر لوکاشنکو سره تیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو د منځني ختځ پر حالت او امریکا سره پر مذاکراتو خبرې کړې دي.

    د ایرنا خبري اژانس ترمخه ښاغلي پېزشکیان وویل د خبرو پرمهال بریدونه کول" جنګي جنایت کې شمېرل کېږي".

    ددې نه وړاندې دچهارشنبې په ورځ د بېلاروس د دفاع وزیر قرغېزستان کې د شانګهای سازمان غونډې په څنډو کې د ایران د دفاع وزیر مرستیال سره پرپوځي همکارۍ او د سېمې پر امنیت خبرې کړې وې.

  14. "د تېلو او غازو بیو لوړوالي نړۍ یوې لویې ننګونې سره مخامخ کړې"

    د انرژۍ د نړیوال اژانس مشر ویلي دي چې دتېلو اوغازو بیو کې ډېر زیاتوالي نړۍ یوی لویې ننګونې سره مخامخ کړې ده.

    ددې اژانس مشر فاتح بېرول وویل د منځني ختیځ‌ جګړې له امله نړۍ " د انرژۍ او اقتصاد" لویې ننګونې سره مخامخ ده.

    په پاریس کې د انرژۍ د لېږد په اړه یوې غونډې ته ده وویل " دا د انرژۍ په برخه کې په تاریخ کې تر ټولو لوی بحران دی".

    ده زیاته کړه چې د بیو دې لوړوالي " پرډېرو هېوادو فشار زیات کړی دی".

    پرایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د هرمز تنګی تړل شوی چې له امله یې د غازو او تېلو بیو کې ډېر زیاتوالی راغلی دی.

  15. ایران کې یو بل احتجاج کوونکی اعدام شو

    د ایران قضائیه ځواک وايي په اصفهان کې یې یو ۲۱ کلن ځوان چې څو میاشتې وړاندې د اعتراضونو پرمهال نیول شوی و اعدام کړی دی.

    قضائیه ځواک ویلي ساسان ازادوار د مظاهرو پرمهال د "حکومت د نسکورولو" لپاره دحکومتي کارکوونکو پر بس موټر برید کړی و".

    لومړی د اصفهان انقلابي محکمې دهغه د اعدام حکم وکړ چې وروسته عالي محکمې تایید کړ. دا حکم نن پنجشنبه سهار پلې شو.

    ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جنګ وروسته دې هېواد کې د اعدامونو لړۍ چټکه شوې ده.

  16. وروستی, مجتبیٰ خامنه‌اي: امریکا په خپل پلان کې شرموونکې ماتې خوړلې

    د ایران ستر مذهبي مشر مجتبیٰ خامنه‌اي ادعا کړې چې امریکا په خپل رنګ کې کوټ شوې او "شرموونکې ماته" یې خوړلې ده.

    ښاغلي خامنه‌اي د فارس خلیج د ورځې په مناسبت په یوه لیکلي پیغام کې دا خبره کړې چې د ایران په دولتي‌ تلویزون کې ولوستل شو.

    هغه که څه هم پر ایران د امریکا سمندري کلابندي نه ده یاده کړې خو ویلي یې دي چې،‌ "په سیمه کې د نړۍ د زورواکانو له لوري دوه میاشتې تر ټولو سترې لښکرایستنې، تېري او پخپل پلان کې شرموونکې ماتې خوړلو نه وروسته په فارس خلیج او هرمز تنګي کې یو نوی څپرکی د پرانیستل کېدو په حال کې دی".

    ښاغلي‌ خامنه‌اي همداراز ویلي، "د حقوقي قاعدو او د نوي مدیریت په پلي کېدو سره به هرمز تنګی د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه د هوساینې او پرمختګ لامل شي او ملتونو ته به یې اقتصادي ګټه ورسېږي."

    هغه د فارس خلیج د جنوبي ګاونډیانو په اړه په خپل پیغام کې لیکلي، "موږ د خلیج فارس او د عمان سمندر په اوږدو کې له خپلو ګاونډيو سره یو ډول برخلیک لرو" او په وینا یې، "د هرمز تنګي مدیریت کول به فارس خلیج خوندي‌ کړي".

    له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې امریکا او اسرائيلو پر ایران بریدونه پیل کړل او مجتبیٰ خامنه‌اي د خپل پلار ځای ناستی شو، دی په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او نه یې هم کومه نوې ویډيو یا عکس خپور شوی دی. خو په دې موده کې ایرانیو رسنیو ده ته منسوب څو لیکلي پیغامونه خپاره کړي دي.

    د خامنه‌اي دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې ځينو امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې ډونلډ ټرمپ نن پنجشنبه پر ایران د تازه برید لپاره نوي پوځي پلانونه یا جنګي نقشه ترلاسه کړي.

    ډونلډ ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی خو پر ایرانیو بندرونو یې کلابندي پای ته نه ده رسولې.

    نن د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي چې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري کلابندي به په خلیج کې ناامني نوره هم ډېره کړي او ګواکې له دې سره امریکا خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

  17. شبانه محمود: لندن کې پر یهودانو د برید د انګېزې په اړه څېړنې روانې دي

    د برېتانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود نن د بي‌بي‌سي راډيو-۴ په خپرونه کې وپوښتل شوه چې د هغې ایران‌پلوه ډلې د ادعا په اړه څه وايي‌ چې د لندن په ګولډرز ګرین سیمه کې یې پر یهودانو د برید مسؤلیت منلی دی.

    اغلې محمود یې په ځواب کې وویل چې د داسې ډلو له لوري دا ډول ادعاوې کول "کومه نوې خبره نه ده" خو په وینا یې، لا هم د دغه برید ترشا د شته انګېزې په اړه څېړنې روانې دي.

    بي‌بي‌سي ته معلومه شوې چې د برېتانیا د ترهګرۍ ضد څانګې پر دې ادعا خبرې دي خو د بي‌بي‌سي د کورنیو او حقوقي چارو خبریال وايي چې اوسمهال باید په دې اړه په قضاوت کولو کې احتیاط وشي ځکه چې په وینا یې، ښايي د دې ډلې دا ادعا یوازې د ځان په ګټه د دې پېښې د تمامولو هڅه وي.

    د لندن په ګولډرز ګرین سیمه کې تېره ورځ یوه سړي چې ۴۵ کلن برېتانوی خو په خټه سومالیایی ښودل شوی، پر دوو یهودانو د چړې ګوزارونه وکړل او دواړه یې ژوبل کړل. دی وروسته ونیول شو او امنیتي‌ ادارو وویل چې دا پېښه د یوه "ترهګریز عمل" په توګه څېړي.

    بیا د (حرکت اصحاب الیمین الاسلامیه)‌ په نوم له ایران سره تړلې یوې ډلې ادعا وکړه چې دغه برید د دوی کار دی خو د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره یې تر اوسه هېڅ ډول شواهد نه دي‌ وړاندې کړي.

  18. وروستی, مسعود پزشکیان: پر ایران د امریکا د سمندري کلابندۍ پایله به ناکامي وي

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري کلابندي به په خلیج کې ناامني نوره هم ډېره کړي او ګواکې له دې سره امریکا خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

    د بي‌بي‌سي عربي په وینا، ښاغلي پزشکیان دا خبرې نن پنجشنبه په خپله یوه وینا کې کړې دي.

    ده ویلي چې پر ایران د امریکا د "سمندري محاصرې او یا له نړیوالو قانونونو سره په ټکر کې د بل هر ډول بندیز لګولو د هڅې پایله به ناکامي وي".

    د ایران ولسمشر په خبره، دا ډول ګامونه به "یوازې د سيمې امنیت له ګواښ سره مخ نه کړي بلکې د تاوتریخوالي لامل به شي او د خلېج ټېکاو به هم ورسره زیانمن شي".

    ښاغلي پزشکیان دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې امریکایۍ رسنۍ اکسیوس د "دوو باخبره سرچینو" له خولې ویلي چې ډونلډ ټرمپ به نن پنجشنبه پر ایران د تازه برید لپارهنوي پوځي پلانونه یا جنګي نقشه ترلاسه کړي او بیاکتنه به ورته وکړي.

  19. وروستی, اسرائیلي ځواکونو په جنوبي لبنان کې د اوبو پر یوې زېرمې برید کړی

    د لبنان ملي خبري اژانس خبر ورکړی چې اسرائيلي ځواکونو په (باتولیه) ‌ښارګوټي کې د اوبو پر یوې زېرمې برید کړی دی. د خبر له مخې، په دغه ښار کې پاتې خلک د اوبو پر همدې زېرمې بسیا او تکیه وو.

    د لبنان دولتي‌ رسنیو همداراز ویلي چې د اسرائيلو پوځ د (صور) په (البیاض) کې یوه تفریحي سیمه هم په نښه کړې ده.

    بلخوا د اسرائيل پوځ نن وختي ویلي و چې د یوه توغندي په نښه کولو نه وروسته یې د دغه هېواد په شمالي سیمې (زرعیت) ‌کې چې د لبنان پولې ته څېرمه پرته ده، د خطر یا خبرداري زنګونه کړنګول شوي دي. تر هغه وړاندې یې هم له جنوبي لبنانه د دوی پر لور د یوه ورتوغول شوي توغندي د خنثا کولو خبره کړې وه.

    پوځ ویلي و چې په دغه توغندي د اسرائيلو یوه پوځي سیمه په نښه کېدونکې وه خو نور جزیات یې نه وو ورکړي.

  20. وروستی, امریکايۍ رسنۍ: ټرمپ پر ایران د تازه برید لپاره نوې جنګي نقشه ترلاسه کوي

    امریکايۍ رسنۍ اکسیوس د "دوو باخبره سرچینو" له خولې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به نن پنجشنبه پر ایران د تازه برید لپاره نوي پوځي پلانونه یا جنګي نقشه ترلاسه کړي او بیاکتنه به ورته وکړي.

    د اکسیوس په وینا، ښاغلي ټرمپ ‌ته به دغه نظامي پلانونه د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) قومندان جنرال براډ کوپر تشریح کړي.

    دا په داسې حال کې ده چې سېنټکام ویلي، د امریکا د جنګي الوتکو لېږدوونکې بېړۍ (جرالډ ار فورډ) په سره سمندر کې ده او له هغه ځایه به خپل "عملیات روان" وساتي. هغه بېړۍ چې تر دې وړاندې ځينو امریکايي رسنیو ویلي وو چې تر خپل ۱۰ میاشتېني ماموریت وروسته بېرته امریکا ته د ستنېدو په حال کې ده.