د ایران ستر مذهبي مشر مجتبیٰ خامنهاي ادعا کړې چې امریکا په خپل رنګ کې کوټ شوې او "شرموونکې ماته" یې خوړلې ده.
ښاغلي خامنهاي د فارس خلیج د ورځې په مناسبت په یوه لیکلي پیغام کې دا خبره کړې چې د ایران په دولتي تلویزون کې ولوستل شو.
هغه که څه هم پر ایران د امریکا سمندري کلابندي نه ده یاده کړې خو ویلي یې دي چې، "په سیمه کې د نړۍ د زورواکانو له لوري دوه میاشتې تر ټولو سترې لښکرایستنې، تېري او پخپل پلان کې شرموونکې ماتې خوړلو نه وروسته په فارس خلیج او هرمز تنګي کې یو نوی څپرکی د پرانیستل کېدو په حال کې دی".
ښاغلي خامنهاي همداراز ویلي، "د حقوقي قاعدو او د نوي مدیریت په پلي کېدو سره به هرمز تنګی د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه د هوساینې او پرمختګ لامل شي او ملتونو ته به یې اقتصادي ګټه ورسېږي."
هغه د فارس خلیج د جنوبي ګاونډیانو په اړه په خپل پیغام کې لیکلي، "موږ د خلیج فارس او د عمان سمندر په اوږدو کې له خپلو ګاونډيو سره یو ډول برخلیک لرو" او په وینا یې، "د هرمز تنګي مدیریت کول به فارس خلیج خوندي کړي".
له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې امریکا او اسرائيلو پر ایران بریدونه پیل کړل او مجتبیٰ خامنهاي د خپل پلار ځای ناستی شو، دی په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او نه یې هم کومه نوې ویډيو یا عکس خپور شوی دی. خو په دې موده کې ایرانیو رسنیو ده ته منسوب څو لیکلي پیغامونه خپاره کړي دي.
د خامنهاي دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې ځينو امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې ډونلډ ټرمپ نن پنجشنبه پر ایران د تازه برید لپاره نوي پوځي پلانونه یا جنګي نقشه ترلاسه کړي.
ډونلډ ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی خو پر ایرانیو بندرونو یې کلابندي پای ته نه ده رسولې.
نن د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي چې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري کلابندي به په خلیج کې ناامني نوره هم ډېره کړي او ګواکې له دې سره امریکا خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.