"ما خپل ځان د یوه افغان هلک په څېر بدل کړ چې ښوونځي ته ولاړه شم"

    • Author, لویس پري
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

زهرا جویا یوازې پنځه کلنه وه، کله چې یوه لویه دروازه د هغې او د افغانستان د ټولو نجونو پر مخ وتړل شوه. طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې واک ترلاسه کړ او نجونې یې له ښوونځي منع کړې. خو د دې پلار چې له هېواده بهر و، مور یې یوه زړوره لاره وموندله: خپله لور یې د یوه کوچني هلک په توګه خلکو ته وروپېژندله.

زهرا وایي: "دا زما د مور مفکوره وه چې ماته یې دا فرصت راکړ، خو زه خپله هم د زدکړې لپاره ډېره لېواله وم. ما به تل ویل: 'زه باید ښوونځي ته ولاړه شم، زه باید له هلکانو سره بهر لوبې وکړم.' ما دا فرصت وموند چې د خپل ځان په هڅو یو هلک وګرځم."

زهرا، چې اوس په بریتانیا کې ژوند کوي او د کیمبرېج پوهنتون د Hughes Hall افتخاري څېړونکې ده، د خپل ژوند دا پړاو په یاد راوړي.

هغې په ۲۰۲۱ کال کې، وروسته له هغه چې طالبانو یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، هېواد پرېښود. اوس هغه یوه خبري اداره چلوي چې د ښځو پر وړاندې د ظلم او ځپنې موضوعات را برسېره کوي.

۳۳ کلنه زهرا وایي چې د ښځو د برابرۍ لپاره یې ژوره لېوالتیا د ماشومتوب له هغو ورځو سرچینه اخلي، کله چې هغې د "محمد" په نوم د یوه هلک رول لوباوه؛ هغه تجربه چې د هغې په وینا، "زما د ژوند لوری یې بدل کړ."

زهرا، چې د ماشومتوب پر مهال په یوه لرې پراته غرني کلي کې اوسېده، خپله (چادرۍ/حجاب) یې د تڼۍ لرونکي کمیس او د وړۍ پر جوړ شوي کوټ بدل کړ او هره ورځ به یې ښوونځي ته دوه ساعته مزل کاوه.

د هغې کور له ښوونځي ډېر لرې و، نو په ښوونځي کې خلکو د هغې اصلي هویت نه پېژانده. خو بیا هم هغه تل له دې وېرېده چې هسې نه راز یې افشا شي.

هغه وایي: "زما ویښتان ډېر، ډېر اوږده وو او زموږ په کلي کې هلکان اوږده ویښتان نه لرل. کله چې ما د لومړي ځل لپاره د ښوونځي له مدیر سره ولیدل، هغه راته وویل چې خپل وېښتان لنډ کړه."

هغې زیاته کړه: "ما هېڅکله نه غوښتل چې خپل ځان او خپل هویت پټ کړم، خو مجبوره وم، ځکه بله هېڅ لاره نه وه."

د هغې یوه خپلوان ورسره مرسته وکړه؛ هغه یې زدکړل چې څنګه فوټبال وکړي او غرونو ته ولاړه شي، ځکه دا هغه کارونه وو چې عموماً هلکانو کول، نه نجونو.

زهرا وایي: "نورې نجونې به له نانځکو سره لوبې کولې، خو ما هېڅکله نانځکه نه لرله."

"د زړورتیا یو عمل"

یوازې وروسته بیا زهرا ته روښانه شوه چې د هغې کورنۍ څومره لوی خطر منلی و.

هغې وویل: "زما مور او نیکه ډېر اندېښمن وو چې که خلک پوه شي زه نجلۍ یم، نه هلک، نو څه به پېښ شي."

"زه په رښتیا نه پوهېدم چې خطر څومره لوی و. دا زما د کورنۍ او زما له خوا د زړورتیا یو عمل و."

"زه له ټولو هغو کسانو منندویه یم چې زما په اړه پوهېدل، خو بیا یې هم زما درناوی کاوه او ما یې د داسې چا په توګه منله چې د زده کړې لپاره ډېره لېواله وه."

دا خطر د یوه بل ګواښ په پرتله ارزول شوی و.

زهرا وایي: "طالبانو غوښتل چې زما په کلي کې له ځوانو نجونو سره واده وکړي."

"زما کورنۍ وېرېده چې هغوی به زموږ کور ته راشي او موږ به دې ته اړ کړي چې له هغوی سره واده وکړو."

"له دې نظره، زه د خپل کلي له نورو نجونو څخه لږه خوندي وم."

په کور کې، د هغې کورنۍ لا هم هغې ته "زهرا" ویل، خو هغې غوښتل هغه امتیازات وساتي چې هلکانو ته په داسې یوه ټولنه کې ورکول کېدل، چې نجونې پکې ډېر کم له کوره بهر وتلې.

هغې وویل: "دې کار ماته دا فرصت راکړ چې د نارینه‌وو د ځواک په کړۍ کې واوسم."

"زه کولای شوم هر هغه ځای ته ولاړه شم چې غوښتل مې: د سودا اخیستلو لپاره، یا د کلي کومې غونډې او مراسمو ته."

په کور کې، هغې احساس کاوه چې: "ما دا حق درلود چې مشره واوسم، ځکه زما پلار له کوره بهر په کار بوخت و."

هغې وویل: "تلویزیون چالانول د نارینه مسؤلیت ګڼل کېده. ما دا فرصت درلود چې کور وچلوم، د مېلمنو خدمت وکړم او هغوی ته ښه راغلاست ووایم."

حتی کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د لوېدیځو ځواکونو له یرغل وروسته نجونو ته بیا اجازه ورکړل شوه چې ښوونځي ته ولاړې شي، زهرا خپل پخوانی رول په بشپړه توګه پرېنښود.

هغې وویل: "د ښوونځي لپاره مې د نیکه د ټینګار له امله خپلې جامې بدلولې. ما به د ښوونځي یونیفورم اغوست، خو کله چې به کور ته راستنه شوم، بیا به مې د هلکانو جامې واغوستې."

"ټولې کورنۍ پوښتنه وکړه چې ولې داسې کوم، ما ورته وویل: 'زه یې خوښوم، دا زما نړۍ ده.'"

کله چې طالبان له واکه لرې شول، په میلیونونو نجونو له زهرا سره یوځای د زدکړې فرصت ترلاسه کړ.

خو په ۲۰۲۱ کال کې لوېدیځو ځواکونو له افغانستانه خپل سرتېري وایستل او دې سختدریځې ډلې په چټکۍ بېرته واک ترلاسه کړ.

زهرا وایي: "هغه ورځ چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، زموږ په ژوند کې هر څه ونړېدل."

"دا د ښځو د ازادۍ، د راتلونکې د هیلو او د امیدونو له منځه تلو په معنا وه."

په خپل کتاب (د کابل ورکه شوې نجلۍ) کې، زهرا هغه ژوره وېره بیانوي چې هغې احساس کړه، کله چې طالبانو یو ښار پسې بل ښار ونیو.

هغې وویل: "دا زما د ژوند تر ټولو سخته شېبه وه؛ په یوه دقیقه کې مې پرېکړه وکړه چې هر څه چې موږ جوړ کړي وو، پرېږدم- ان خپل مور او پلار، په داسې حال کې چې نه پوهېدم بیا به یې ووینم که نه."

"د خدای په فضل، د بریتانیا حکومت موږ ته دا فرصت راکړ چې خوندي شو، خو زه لا هم احساس کوم چې له هېواده تېښته حل لاره نه ده. ازادي بیه لري."

اوس هغه له خپلو مور او پلار او وروڼو/خویندو سره په بریتانیا کې خپل ژوند بېرته جوړوي او هیله لري چې: "د کور احساس بېرته پیدا کړم."

هغې وویل: "زه به د افغان ښځو کیسې تر هغه وخته بیانوم، چې هغوی خپل حقونه بېرته ترلاسه کړي."

"طالبان د جنسیت پر بنسټ جګړه کوي. سلګونه ښځې له عامه ځایونو او ټولنیز ژونده منع شوې دي."

"دا ډېر زړه‌بوږنوونکی دی چې تاریخ زموږ په شاوخوا کې بیا تکرارېږي."

له ۱۲ کلنۍ پورته نجونې له هغه وخته چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، ښوونځي ته له تلو منع شوې دي.

زهرا وایي: "زه ډاډه یم چې ښځې او نجونې لا هم هڅه کوي خپل هویت بدل کړي، خو دا حل لاره نه ده."