په انګلنډ کې به له اپريل میاشتې تر ۱۶ کلنۍ د کم عمره ماشومانو لپاره پر انرژۍ څښاکونو بندیز ولګول شي

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
- Author, جېکب فلیپس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
چارواکي وايي، له راتلونکې اپريل میاشتې به په انګلنډ کې له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د لوړې کچې کافین لرونکو انرژۍ څښاکونو اخیستل ممنوع وي.
د نویو مقرراتو له مخې هغه څښاکونه چې په هر لیټر کې له ۱۵۰ میلی ګرامه زیات کافین ولري، په دوکانونو، رستورانتونو، کافېګانو، د خرڅلاو اتومات ماشینونو او انلاین پلورنځیو کې به پر ماشومانو او کم عمره تنکیو ځوانانو نه شي پلورل کېدای.
د کافین کمه اندازه لرونکي نرم مشروبات، لکه ډایټ کوک، له دې بندیزه مستثنا دي، دغه راز چای او قهوه هم پکې نه شاملېږي. خو د رېډ بول (Red Bull)، مانسټر (Monster)، رېلېنټلېس (Relentless) او پرایم (Prime) په څېر انرژۍ څښاکونه به له ټاکل شوې کچې د زیات کافین له امله د دې بندیز تر اغېز لاندې راځي.
د حکومتي چارواکو په وینا، د دې نویو مقرراتو موخه په ماشومانو کې د چاغښت کمول او د هغو روغتیايي او تعلیمي ستونزو مخنیوی دی چې د دغو څښاکونو له استعمال سره تړاو لري، چې د خوب ګډوډي او کمخوبۍ، د اضطراب او اندېښنې زیاتوالی، د تمرکز کمزوري او په ښوونځيو کې کمزورې زدهکړیزې پایلې پکې شاملې دي.
د دې نویو مقرراتو د اعلان پر مهال، چې تېر کال لومړی ځل وړاندیز شوي وو، د عامې روغتیا وزیرې شارون هاډګسن وویل، دا بندیز "د دې څرګندونه کوي چې موږ ژمن یو د ماشومانو تر ټولو روغ نسل رامنځته کړو."
دغه بندیز، چې لا هم د پارلمان تصویب ته اړتیا لري، د سیمه ییزو ادارو لخوا به عملي کېږي. هغه سوداګرۍ او شرکتونه چې قانون مات کړي، تر ۲۵۰۰ پاونډو پورې جریمه کېدای شي.
اټکل کېږي چې په انګلنډ کې شاوخوا ۱۰۰ زره ماشومان هره ورځ انرژۍ څښاکونه کاروي.
د ځینو مشهورو برانډونو په څښاکونو کې دومره کافین شته چې د دوو پیالو قهوې یا څلورو ډبلیو کولا له کافین سره برابر وي.
د دې څښاکونو ډېر څښل له یو شمېر روغتیايي ستونزو سره تړاو لري، چې سر درد، د خوب ستونزې او بېخوبي پکې شامل دي.
کارپوهان وايي، ځوانان او ماشومان د کافین په مقابل کې ډېر حساس وي، ځکه چې د هغوی بدنونه کوچني وي او دماغونه یې لا هم د ودې او پرمختګ په پړاو کې وي.

د عکس سرچینه، source efsa bbc research
دغه بندیز وروسته له هغه پلان شو چې د عامه مشورې بهیر ته له ۱۱۰۰ډېر ځوابونه وسپارل شول او ډېری ګډونوالو د انرژۍ څښاکونو لپاره د عمر محدودیت د ټاکلو کلک ملاتړ وکړ.
نوې مقررات به د ۱۹۹۰ کال د خوړو د خوندیتوب قانون له صلاحیتونو په ګټه اخیستنې سره، د ثانوي قانون جوړونې له لارې عملي شي.
د کافین ډېر استعمال کولای شي د زړه ټکانونو چټکتیا، د زړه ټکانونو غیر طبیعي ګډوډي او تشنج یا رعشې لامل شي.
که څه هم دغه ډول پېښې خورا کمې دي، خو د کافین د زیات کارولو له امله د مړینې ځینې موارد هم ثبت شوي دي.
د بریتانیا د غذایي متخصصینو ټولنې په وینا، د انرژۍ څښاکونو هغه ډولونه چې ډېره بوره لري، د ماشومانو او ځوانانو د چاغښت په زیاتوالي کې ونډه لري او د غاښونو روغتیا ته هم زیان رسوي.
اوسمهال هر هغه څښاک چې (له چای او قهوې پرته) په خپل ترکیب کې له ۱۵۰ میلی ګرامه زیات کافین ولري، باید د خبرداري ځانګړې نښه ولري چې پکې لیکل شوي وي: ''د ماشومانو او مېندوارو یا شیدې ورکوونکو ښځو لپاره یې سپارښتنه نه کېږي.''
د روغتیايي سپارښتنو له مخې، د ډېری لویانو لپاره په ورځ کې تر ۴۰۰ میلی ګرامه کافین پورې استعمال خوندي ګڼل کېږي، چې شاوخوا د څلورو پیالو فوري قهوې یا پنځو پیالو چایو سره برابر دي.
د چاغښت او روغتیا ائتلاف اجرائیوي مشرې کاترین جېنر د حکومت د دې پالیسۍ هرکلی کړی او وايي، د ماشومانو لپاره د دغو څښاکونو د پلور محدودول، ''د هغوی د ژوند په یوه مهم پړاو کې یو معقول او منطقي اقدام دی.''
خو د برېتانیا د نرمو مشروباتو ټولنې دغه بندیز ''نااړین'' بللی دی.
د ټولنې یوه ویاند ویلي:
''له ۲۰۱۰ کال راهیسې زموږ غړیو ژمنه کړې چې له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو ته به د انرژۍ څښاکونو بازارموندنه او د پلور هڅونه نه کوي، او ټول لوړ کافین لرونکي مشروبات "د ماشومانو لپاره یې سپارښتنه نه کېږي" خبرداری لري.''
د محافظهکار ګوند پخواني حکومت هم پلان درلود چې دا بندیز پلی کړي، خو په ۲۰۲۲ کال کې له دې پرېکړې تېر شو او ویې ویل چې د دغو څښاکونو کارول باید د خلکو شخصي انتخاب وي.
دغه راز شمالي ایرلنډ، سکاټلنډ او وېلز هم د ورته بندیز د پلي کولو پر امکان غور کوي.


















