تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایټالیا کې د درېیو افغانانو او یو پاکستاني د وژلو په تور دوه پاکستانیان نیول شوي
- Author, رابرټ ګرینال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د ایټالیا پولیسو دوه پاکستاني وګړي د څلورو کډوالو کارګرانو د وژنې په تور نیولي دي. ایټالیايي رسنۍ وايي، دا کسان په یوه سوځېدلي ګاډي کې مړه موندل شوي وو.
دغه موټر د ایټالیا سوېلي کلبریا په پراخه کرنیزه سیمه کې یوه کلي ته نږدې په یوه پټرول پمپ کې موندل شوی و.
د امنیتي کامرو په انځورونو کې دوه کسان لیدل شوي چې د موټر دروازې له بېرونه بندوي او دننه مایع شیان اچوي چې اور بل کړي.
راپورونه وايي چې په وروستیو میاشتو کې په همدې سیمه کې ۱۴ داسې پېښې ثبت شوي چې پکې د پاکستانيانو د لېږد لپاره کارېدونکي ګاډي سوځول شوي دي. په دې سیمه کې د کډوالو ترمنځ د کرنیزو کارونو او د استوګنې د وېش په اړه تاوتریخوالی موجود دی.
د اور وژنې ماموران د سېشنبې په ورځ په ځايی وخت شاوخوا د ماسپښین په ۱۳:۰۰ بجو د سوځېدلي موټر ځای ته ورسېدل.
کله چې اور مړ شو، نو دننه یې د څلورو سوځېدلو کسانو جسدونه وموندل. وروسته د څار کامرو د انځورونو له مخې د شواهدو پر بنسټ دواړه مشکوک کسان ونیول شول.
وړاندې داسې رپوټ ورکړل شوی و چې ګنې ټول سوځول شوي کسان پاکستاني وګړي دي، خو اوس معلومه شوې ده چې په مړو کې درې افغانان او یو پاکستانی و چې ټولو په کرنه کې کار کاوه. د ایټالیا رسنیو ویلي چې یو پنځم افغان سړی له برید ژوندی پاتې شوی.
ژوندي پاتې شوي کس رسنیو ته ویلي چې هغه د موټر یوه کړکۍ ماته کړه او له اوره یې ځان وژغوره.
هغه زیاته کړې شخړه هغه وخت رامنځته شوه کله چې دوو نیول شویو کسانو موټر کې له ناستو کسانو د ترانسپورت پیسې وغوښتې، خو هغوی یې له ورکولو انکار وکړ. هغه دا ادعا هم کړې چې کارګرو ته د سیمې د ځمکنیو توتو (سټرابېري) په کروندو کې د کار پیسې نه دې ورکړل شوې او یوازې د خوراک او د استوګنې ځای ورته برابر شوی و.
دغې پېښې په ایټالیا کې سخت غبرګونونه راپارولي دي. د کلبریا سیمهییز مشر روبرټرو اچیوتو ویلي چې دا پېښه "په انسانیت باور ته ټکان" دی او دا یې "نا انساني" عمل بللی دی.
بله خوا، د ایټالیا د کارګو اتحادیې یا CGIL ددغه هېواد ANSA خبري اژانس له لارې غوښتنه کړې چې کلیوالو سیمو کې د کارګرو- په ځانګړي ډول کډوالو، د ورځني ناوړه وضعیت پر ضد جدي اقدام وشي.
د پولیسو یوه سیمه ییز مشر انټونیو بوریلي یوې ورځپاڼې ته ویلي: "دا بې له شکه وژنه ده، موږ باید یوازې جزئیات روښانه کړو".
ورځپاڼې ویلي چې په وروستیو میاشتو کې په همدې سیمه کې ۱۴ داسې پېښې شوې دي چې پکې د پاکستانيانو د لېږد لپاره کارېدونکي موټر سوځول شوي دي. په دغه سیمه کې د کډوالو ترمنځ د کرنیزو کارونو د وېش، د اوسېدو اسنادو او د اوسېدو ځایونو په اړه کړکېچ او ناندرۍ موجودې دي.