راپورونه: د یمن حوثیانو د مخا بندر نیولی؛ پاکستان وايي، د سعودي پر ضد د حوثیانو د بریدونو په ځواب کې اوس د پوځي اقدام هېڅ احتمال نه شته

د یمن په مخا بندر کې د چاودنې تصویر

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

رویټرز خبري اژانس د یمني حکومت د درېیو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وسله والو حوثیانو د 'مخا' بندر تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.

حوثیان هڅه کوي چې د سره سمندر ستراتیژیک بندرونه ونیسي. دا اقدام به پر باب المندب تنګي د هغوی نفوذ لا زیات کړي، چې د سره سمندر د نړیوالې سمندري سوداګرۍ او بېړیو تګ راتګ لپاره یوه مهمه لاره بلل کېږي.

تر دې مخکې، په یمن کې د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکو ځواکونو او حوثیانو ترمنځ سختو نښتو د جګړې د لا پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې.

دغه راز، سعودي عربستان د خپلو زیربناوو پر ضد د ترسره شویو بریدونو په ځواب کې د یمن پر څو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله د سعودي عربستان په سوېل لوېدیځ خمیس مشیط ښار کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

تر دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و چې حوثیان د باب المندب تنګي پر مهمې سمندري لارې د لا زیات نفوذ ترلاسه کولو ته نږدې شوي دي.

د دې اژانس د راپور له مخې، د یمن حکومت څلورو پوځي سرچینو ویلي، سره له دې چې د جګړې بهیر د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکو ځواکونو په ګټه اوښتی، چې د بشپړې جګړې د بیا پیلېدو خطر هم ورسره زیات شوی دی.

دغو سرچینو ویلي، حوثیان د هغو ساحلي ښارونو د بشپړ کنټرول ترلاسه کولو ته نږدې شوي چې نېغ په نېغه د باب‌المندب تنګي پر غاړه پراته دي. دغه راز، دوی هڅه کوي له سره سمندر سره د یمن د ټول ساحل واک په خپل لاس کې واخلي.

په وروستیو ورځو کې د یمن د نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخمن حکومت او د هغه د سعودي ملاتړو متحدینو او حوثیانو ترمنځ نښتې سختې شوې دي.

شنونکي وايي، دا وضعیت د ایران اړوند شخړو په چوکاټ کې د جګړې دویمه جبهه بلل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د عرضې لپاره احتمالي ګواښ ګڼل کېږي.

که څه هم په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب اوربند د کلونو جګړې شدت تر ډېره کم کړ، خو دغه اوربند لا هم نازک او له خطر سره مخ بلل کېږي.

بل لور د یمن حوثي وسله والو نن (پنجشنبه-سپتمبر ۱۰مه) وویل، د سعودي عربستان ځواکونو د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې شاوخوا ۴۰ هوايي بریدونه کړي دي.

دغه بریدونه د وروستي تاوتریخوالي او پر سعودي عربستان د ایران ملاتړ لرونکې حوثي ډلې د بریدونو له زیاتېدو وروسته شوي دي.

د حوثیانو اړوند سبا خبري اژانس وايي: ''د سعودي دښمن هوايي ځواک په تېرو څو ساعتونو کې د تعز، الحدیده، الجوف او مارب ولایتونو پر بېلابېلو سیمو نږدې ۴۰ هوايي بریدونه کړي دي.''

د دواړو لوریو ترمنځ په وروستیو اونیو کې نښتې او پوځي فعالیتونه زیات شوي دي.

پاکستان: د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په ځواب کې اوسمهال د پوځي اقدام هېڅ احتمال نه شته

تېره میاشت د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د ګډ دفاعي تړون خبرونه خپاره شول. د دغه تړون له مخې، له درېیو هېوادونو پر هر یوه وسله‌وال برید د ټولو پر ضد برید ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره میاشت د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د ګډ دفاعي تړون خبرونه خپاره شول. د دغه تړون له مخې، له درېیو هېوادونو پر هر یوه وسله‌وال برید د ټولو پر ضد برید ګڼل کېږي.

پاکستان وايي، پر سعودي عربستان د حوثیانو د بریدونو په ځواب کې د مکې دفاعي تړون له مخې د اسلام‌اباد له لوري د احتمالي پوځي اقدام په اړه تر اوسه کومې رسمي خبرې نه دي شوې، خو ټینګار یې کړی چې "کله چې وخت راشي، پاکستان به د تړون له مخې خپل مسوولیت ترسره کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د پنجشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"دا مهال په دې اړه هېڅ ډول بحث نه کېږي. کله چې وخت راشي، موږ به د تړون له مخې لازم اقدام وکړو."

دا پوښتنه وروسته له هغې راپورته شوه چې تېره میاشت د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د ګډ دفاعي تړون خبرونه خپاره شول. د دغه تړون له مخې، له درېیو هېوادونو پر هر یوه وسله‌وال برید د ټولو پر ضد برید ګڼل کېږي.

د بحثونو دا لړۍ هغه مهال چټکه شوه چې د ایران ملاتړ لرونکو حوثیانو د روانې اوونۍ په ترڅ کې د سعودي عربستان ښارونه او د انرژۍ مهمې زېربناوې په نښه کړې. د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د منځني ختیځ د روانو شخړو یو بل مهم اړخ ګرځېدلي دي.

پاکستان، چې د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د دیپلوماتیکو هڅو برخه بلل کېږي، د حوثیانو بریدونه وغندل، خو داسې څه یې نه دي ویلي، چې د دفاعي تړون د شرایطو له مخې به په عملي توګه څه ډول غبرګون وښيي.

سجاد حیدر خان دغه راز وویل چې د مکې اتحاد د پراخولو لپاره کوم نوی پلان نه شته، په داسې حال کې چې امریکا په سیمه کې د زیاتېدونکي کړکېچ د کنټرول هڅې کوي. شنونکي خبرداری ورکوي چې دغه وضعیت ښايي د نړیوالې انرژۍ پر عرضه او نړیوالو بازارونو هم اغېز وکړي.