د احمد شاه مسعود له وژل کېدو ۲۵ کاله وروسته؛ د هغه د قضیې برخلیک څنګه شو؟
د افغانستان د سیاست له مشهورو څېرو د یو احمد شاه مسعود له ترور کېدو څخه ۲۵ کاله تېرېږي. د نوموړي کورنۍ وايي، د افغانستان حکومتونو د احمد شاه مسعود د ترور د قضیې د تعقیب او څېړنې په برخه کې لازمې همکارۍ نه دي کړې.
د احمد شاه مسعود ورور، احمد ولي مسعود، وايي، هغه مهال چې دی په برېتانیا کې د افغانستان سفیر و، د لندن 'سکاټلنډ یارډ' پولیس د هغو ادارو له ډلې وو چې له هېواده بهر یې د نوموړي د ترور قضیه څېړله.
ښاغلي مسعود له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي، یادې ادارې هم د خپلو څېړنو پایلې نه دي اعلان کړې. د هغه په باور، له همدې امله د احمد شاه مسعود د ترور قضیه لا هم پرانیستې ده او جدي څېړنې ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې چې د سکاټلنډ یارډ پولیسو په وینا، یو شمېر نورو هېوادونو، د پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون، په دې برخه کې له څېړونکو سره همکاري نه ده کړې.
د ۱۳۸۰ لمریز کال د وږي میاشتې پر ۱۸مه، دوو تونسي وګړو چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین په سیمه کې له احمد شاه مسعود سره د مرکې پر مهال، د یوه بم په چاودنه کې نوموړی وواژه.
ویل کېږي چې د دغه برید عاملان د القاعدې شبکې غړي وو، هغه شبکه چې مشري یې اسامه بن لادن کوله.
علي حسيني له احمد ولي مسعود سره په مرکه کې د هغې ورځې د پېښې په اړه له نوموړي وپوښتل: د عامو خلکو د تصور خلاف، چې ویل کېږي بم د فلماخیستنې په کمره کې ځای پر ځای شوی و، ایا ځانمرګي بریدګر له ځان سره بل بم هم درلود؟















