بریتانیا کې یونانی وګړی د یوه ایراني خبریال په اړه د جاسوسۍ په تور نیول شوی

د انځور په مخکینۍ برخه کې د لندن د پولیسو مشهور مثلثي نښه ښکاري او شاتنۍ برخه کې د پولیسو مرکزي دفتر لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جیسیکا راونسلي
    • دنده, خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

محکمې ته وویل شول، چې یو یونانی تبعه، لندن کې د مېشت ایراني خبریال په اړه د جاسوسۍ په کولو تورن شوی دی. تورن کس خپلو چارو لپاره یوه پټه کامره جرابه کې دننه پټه کړې وه.

۴۶ کلن ایوانیس ایدینیدیس د جمعې پر ورځ د ویسټمنسټر محکمې ته حاضر شو.

پر هغه تور دی، د یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې سره یې مرسته کړې او باور کېږي، چې دا اداره له ایران سره تړاو لري.

دا تورونه د لندن د ترهګرۍ ضد پولیسو له څېړنو وروسته راپورته شوي دي.

څارنوال لي اینګهم وویل، ادعا شوې، چې ایدینیدیس سږ کال دوه ځلې، یو وار په اپرېل او بل ځل په مې میاشت کې بریتانیا ته سفر کړی و چې د ایران انټرنیشنل په نوم رسنۍ خبریال وڅاري.

پر هغه تور دی، چې د دواړو سفرونو پر مهال یې د خبریال ادرسونه او د موټرو نمبر پلېټونه انځور کړي او فلمبرداري کړي دي.

څارنوالانو وویل، چې ایدینیدیس د دوهم سفر پر مهال مې میاشت کې "یوه پټه کامره په جرابه کې ځای پر ځای کړې وه" او دې کامرې د دې وړتیا لرله، چې معلومات "بهرنیو نامعلومو کسانو" ته واستوي.

ایدینیدیس په جورجیا کې زېږېدلی او په جرمني کې اوسېږي. همدارنګه دی تورن دی، چې د دغې څارنې د ترسره کولو لپاره یې مالي ملاتړ ترلاسه کړی و.

د څارنوالانو په وینا، د هغه لومړنی سفر د اپرېل له ۱۶مې تر ۲۱مې نېټې پورې و، او دوهم سفر یې د مې له ۱۲مې تر ۱۶مې نېټې پورې دوام وکړ.

نوموړی د مې پر ۱۶مه په وېسټ سسکس سیمه کې د لندن د ترهګرۍ ضد پولیسو لخوا ونیول شو.

ایدینیدیس د یوه روسي ژباړن په مرسته خپل هویت تایید کړ خو د تورونو په اړه یې کومه اعترافیه یا دفاعیه وړاندې نه کړه.

نوموړی به د محاکمې د دویمې غونډې تر ڼېټې پورې په توقیف کې وساتل شي او ټاکل شوې ده، چې د جون پر ۱۹مه به بیا محکمې ته حاضر کړلی شي.

د محکمې له پیله مخکې یوه اعلامیه کې، د لندن د ترهګرۍ ضد پولیسو مشرې قومندانې هیلن فلاګن وویل:

"موږ پوهېږو، چې دا موضوع ښايي بریتانیا کې د ډېرو خلکو او په ځانګړي ډول د فارسي ژبو رسنیو د کارکوونکو لپاره اندېښنه رامنځته کړي. "

دې زیاته کړه، پولیسو یو شمېر ادارو او اشخاصو ته امنیتي مشورې او ملاتړ چمتو کړی او په کې "هغه ځانګړی کس او اداره هم شامل ده، چې له دې تحقیقاتو سره تړاو لري. "

پولیسو ویلي، د عامو خلکو لپاره د پراخ ګواښ کومه نښه نه ده موندل شوې.

اپرېل میاشت کې درې کسان د لندن په شمال لوېدیځ کې د ایران انټرنیشنل دفترونو ته د اوراچونې د یوې ناکامې هڅې په تور تورن شول.

یوې اسلامپاله ډلې (حرکة أصحاب الیمین الإسلامیة)، چې ښايي له ایران سره اړیکې ولري د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی و، خو دا ادعا تر اوسه نه ده ثابته شوې.

تېره میاشت ایران انټرنیشنل په یوه ویناپاڼه کې وویل، چې دوی د "پولو هاخوا د وېرولو او فشار راوړلو له داسې کمپاین سره مخامخ شوي، چې موخه یې د خپلواک ژورنالېزم غږ غلي کول دي. "