تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پزشکیان لخوا د پاکستان د هڅو درناوی؛ وېنس وايي امريکا او ايران هوکړې ته 'ډېر نژدې' دي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره یې تلېفوني خبرو کې د دغه هېواد په منځګړیتوب د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې د روانو هڅو مننه کړې ده.
ښاغلي پزشکیان پر اېکس خوالهرسنۍ یوه پیغام کې لیکلي، چې یوې هوکړې ته رسېدو لپاره د پاکستان د ګټورو هڅو درناوی کوی.
هغه لیکلي چې د پاکستان او مالیزیا له لومړیو وزیرانو سره یې د اختر مبارکۍ لپاره اړیکه نیولې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په دغو تلیفوني خبرو کې یې دېپلوماسۍ ته د ایران پر ژمنتیا د ټینګار تر څنګ د مالیزیا د انساني دریځ، او یوې هوکړې ته رسېدو لپاره د پاکستان د هڅو او زیار مننه وکړه.
پاکستان د جګړې پای ته رسېدو لپاره د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو اصلي منځګړی دی.
د ښاغلي پزشکیان په وینا د ایران تګلاره دا ده چې "له مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو سره په ټولو برخو کې همکارۍ پراخې کړي."
د ایران ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کړې، چي ورمخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جیډي وېنس ویلي و د دوی او ایران ترمنځ هوکړه "ډېره رانږدې" شوې خو تر اوسه وروستۍ شوې نه ده.
ښاغلي وېنس ویلي، د جګړې په اړه هر ډول توافق ته د رسېدو مخکې، امريکا او ايران ته لا هم ډېر مهمې مسلې پاتې دي چې بايد حل شي.
د بيبيسي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د يوې هوکړې لاسليکولو ته نږدې دی که نه، وېنس وويل لا تر اوسه دا ويل ډېر وختي دي چې دواړه لوري به ''کله او څه ډول'' يوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.
د راپورونو له مخې، دا موافقه به د اوربند موده ۶۰ ورځې وغځوي او د ايران د اټومي پروګرام د راتلونکې په اړه به خبرې پيل شي.
تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ، امريکايي چارواکو بيبيسي ته ويلي وو چې دواړه هېوادونه د يوې موافقې پر چوکاټ سلا شوي دي، خو لا د ټرمپ او د ايران د مشرتابه وروستي تائيد ته انتظار کېږي.
خو د ايران نيمه رسمي خبري اژانس تسنيم راپور ورکړی چې دا موافقه نه ده وروستۍ شوې او نه هم تائيد شوې ده.
د پنجشنبې په ماښام، مرستيال ولسمشر جې ډي وېنس وويل چې مذاکره کوونکي د موافقې په ''ژبه'' کار کوي، چې پکې د ''يورانيمو د بډاينې موضوع'' هم شامله ده.
هغه خبريالانو ته وويل: ''موږ لا تر اوسه موافقې ته نه يو رسېدلي، خو ډېر نژدې يو او کار پرې روان ساتو.''
امريکا له اوږدې مودې راهيسې غوښتنه کوي چې ايران دې د يورانيمو بډايه کول بند کړي او خپله شته زېرمه له منځه يوسي. ويل کېږي چې د ايران بډایه شوي يورانيم د اتومي وسلو د جوړولو لپاره کارېدلی شي.
وېنس په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې امريکا هيله لري او باور لري چې ايرانيان ''په ښه نيت'' سره خبرې پر مخ بیايي.
امریکايي سرچینې: امريکا او ايران د اوربند غځولو لپاره لومړنۍ موافقې ته رسېدلي دي
په امريکا کې سرچینې وايي، د امريکا او ايران مذاکره کوونکو د يوې موافقې پر چوکاټ هوکړه کړې، چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند د ۶۰ ورځو لپاره وغځول شي او د ايران د اتومي پروګرام د راتلونکې په تړاو به خبرې پيل شي.
امريکايي سرچينو بيبيسي ته ويلي چې د اوربند نوې موافقه لا تر اوسه د دواړو هېوادونو د مشرانو وروستۍ تائيد ته نه ده رسېدلې.
راپورونه ښيي چې دا موافقه کولی شي له هرمز تنګي ''بېمحدوديته تېرېدو'' ته لاره هواره کړي او ايران به ۳۰ ورځې وخت ولري، چې په دې تنګه سمندري لاره کې ايښودل شوي ماينونه لېرې کړي.
د دې راپورونو له مخې امريکا به هم خپله سمندري محاصره پای ته رسوي او د بنديزونو د معافيتونو په ورکولو سره به ايران ته اجازه ورکړي چې د تېلو صادرات بيا پيل کړي.
دا موافقه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په سيمه کې تاوتریخوالی يو ځل بيا زيات شوی دی. د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، په سيمه کې يې د امريکا يو هوايي اډه په نښه کړې ده او دا اقدام د ایران په سویل کې د تېرې شپې له امريکايي بریدونو وروسته ترسره شوی دی.
په وروستيو ورځو کې تهران او واشنګټن څو ځله يو بل د اوربند په ماتولو تورن کړي دي.
د چهارشنبې پر ورځ، د ايران دولتي رسنيو د هغه څه ځينې برخې خپرې کړې چې د ۱۴ مادو يوه تفاهم لیک ''غيررسمي مسوده'' بلل شوې ده.
د راپور له مخې، د دې مسودې په مادو کې د امريکا لخوا د ايران د بندرونو سمندري محاصرې لغوه کول، د ''ايران شاوخوا'' سيمو څخه د امريکايي ځواکونو وتل، او د هرمز تنګي له لارې د غيرنظامي تګ راتګ بېرته پيل شامل دي، چې د کښتیو مديريت او لارښوونه به د ايران او عمان لخوا ترسره کېږي.