هرات کې د حجاب نه مراعتولو له امله د مېرمنو پر"نیولو" د یوناما اندېښنه؛ چارواکي وايي"هېڅوک نه دي نیول شوي"

ښځه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

هرات کې ځايي خلک وايي له شنبې ورځې راهیسې د طالبانو حکومت لخوا د حجاب د نه مراعتولو د تورونو په تړاو یو شمېر ښځې نیول شوي دي. پر خواله رسنیو هم په دې اړه ګڼ مطالب او غبرګونونه خپاره شوي خو د نیول شویو ښځو کره شمېر نه دی معلوم.

بي بي سي ته معلومه شوې چې د تېرې جمعې پر ورځ د حجاب په تړاو د دې اجرائاتو له پیل وړاندې په جوماتونو کې خلکو ته ویل شوي و چې حجاب مراعتولو ته جدي پام وکړي. ځايي چارواکو خبرداری ورکړی و "هغه مېرمنې چې له کورونو بهر ځانګړی حجاب ونه لري سر له شنبې به نیول کیږي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما دغو رپوټونو ته غبرګون کې په دې اړه اندېښنې ښودلې ده. یوناما پر ایکس یوه بیان کې ویلي د حجاب د نه مراعتولو د تورونو په تړاو د یو شمېر ښځو نیول اندېښمنوونکی ګام دی او د بشري حقونو په اړه جدي اندېښنې رامنځته کوي.

د دې بیان په بله برخه کې راغلي چې یوناما د طالبانو حکومت ته دا ور په یادوي چې خلک د ازاد تګ راتګ حق لري او ټول ښځینه او نارینه د قانون پر وړاندې یو شان دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت ټیک څلور کاله مخکې د ۲۰۲۲م کال مې میاشت کې حجاب اجباري اعلان کړ.

له هغه مهال راهیسې وخت نا وخت لویو ښارونو کې د هغه څه له کبله چې د طالبانو حکومت یې 'بې حجابي' بولي ګڼې ښځې نیول شوې او بېرته خوشې شوې دي.

د طالبانو د حکومت دا چلند د ګڼو غبرګونونو ، نیوکو او نړیوالو فشارونو لامل شوی هم دی.

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته حجاب اجباري کړ.

د امر بالمعروف وزارت د یکشنبې پر ورځ بي بي سي ته په یوه را استول شوي پیغام کې ویلي چې ښځې نیول شوې نه دي خو د حجاب په تړاو سپارښتنې، پیغامونه، او امرونه شوي دي.

د طالبانو په حکومت کې د هرات د اطلاعاتو او کولتور رییس احمدالله متقي بي بي سي ته وویل، چې د امر بالمعروف اداره د اړوند قانون په چوکاټ کې د حجاب د عملي کولو هڅې کوي او په دې تړاو یې د ښځو په بند کې ساتل رد کړل. ده وویل چې" د حجاب نه مراعتولو له امله د مېرمنو نیول یا شکنجه کول یوه افواه ده او حقیقت نلري، حجاب افغانستان کې یو شرعي اصل دی او په دې لړ کې هر ډول اقدام د قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي".

له دې وړاندې هم د طالبانو د تایید وړ حجاب نه مراعتولو له امله یو شمېر ښځې د لنډ وخت لپاره نیول شوې او یا یې کورنیو ته سپارښتنې شوي دي.

له کله چې نږدې پینځه کاله وړاندې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو او ښځو پر زده کړو او په ډېرو برخو کې د هغوی پر کار بندیزونه لګولي دي. همداراز یې د عامه ژوند په نورو برخو کې هم پر هغوی ګڼ محدودیتونه لګولي، چې له امله یې پر کور دننه او بهر له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي دي.