ولادیمیر پوتین څنګه د خپل عام انځور جوړولو ماهر شو؟

- Author, بریګیټ ګنډال
- دنده, بيبيسي نيوز
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۱ دقیقې
ولادیمیر پوتین د خپلې ولسمشرۍ دورې په اوږدو کې تل په دې پوهېده چې انځورونه او ویډیوګانې پر خلکو څومره ژور اغېز لري.
کله چې ما په ۲۰۰۱ کال کې لومړی ځل له هغه سره مرکه وکړه، د کامرې له فعال کېدو څو شېبې وړاندې، یو مرستیال ژر د مېز پر سر ایښي د اوبو ګیلاسونه لېرې کړل.
ما پوښتنه وکړه: "ولې مو داسې وکړل؟"
ځواب یې راکړ، "موږ نه غواړو څوک داسې فکر وکړي چې دا د ووډکا (شرابو) ګیلاسونه دي او موږ داسې یو خطر هم نه شو منلی چې په ژوندۍ بڼه تلویزیون کې ښکارو او ګیلاس پرېوځي. د تبلیغاتو په برخه کې تلویزیون د اتوم بم په څېر ځواکمن دی."
لیکوال او سیاسي شنونکی پیټر پومیرانتسیف وايي، په روسیه کې ټولو خلکو، په ځانګړي ډول پوتین ته معلومه وه، چې د واک د پیاوړتیا لپاره تلویزیون ډېر مهم دی.

د عکس سرچینه، Shutterstock / Reuters
د وخت په تېرېدو سره، پوتین روسیه له یوې کمزورې او نوې راټوکېدونکې دیموکراسۍ څخه داسې یوه نظام ته واړوله چې تر ډېره د ولسمشر په توګه د هغه له شخصیت سره تړلی دی. په دې موده کې، هغه خپل ځان کې هم برالا بدلونونه راوستل.
په لومړیو انځورونو کې، هغه د یو داسې نري، لږ خبرې کوونکي او له کامرې یو څه ډارېدونکي کس په توګه ښکاري. پوښتنه دا ده چې دا ظاهراً ارام او ځان شا ته ساتونکی انسان څنګه په داسې یو ولسمشر بدل شو چې په څرګند ډول د پام مرکز ګرځېدلی؟
د ټلویزیون له لارې رامنځته شوی شخصیت
د انځورونو د اهمیت په تړاو د هغه لېوالتیا واک ته له رسېدو ډېره مخکې پیل شوې وه. پوتین په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې لوی شوی، هغه مهال چې د تلویزیون دوره وه.
د هغه خوښې کرکټرونه د شوروي تلویزیوني لړیو او فلمونو د جاسوسۍ اتلان وو. د ده په وینا، همدا ارام او ځواکمن پټ اجنټان وو چې دی یې د کي جي بي (د شوروي استخباراتي ادارې) سره یو ځای کېدو ته وهڅاوه.
کله چې ده د کي جي بي لپاره کار کاوه، تل یې هڅه کوله چې ډېر برالا څرګند نه شي. وروسته، د دولتي مامور په حیث هم هغه ډېر څرګند نه و.
خو په ۱۹۹۹ کال کې، چې هغه د روسیې د چارسمبالي ولسمشر په توګه وګومارل شو او څو میاشتې وروسته ولسمشر وټاکل شو، نو دی او سلاکاران یې پوهېدل چې رسنۍ او انځورونه د یو مشر د شخصیت په جوړولو کې ډېر مهم رول لري.
همدا لامل و چې د مرکې پر مهال غیر ضروري شیان لېرې کړل شول. پوتین داسې وړاندې شو چې ګواکې هغه شراب نه څښي. د بېلګې په توګه، د بحث کلب ویلډای په غونډو کې چې مېلمنو ته به شراب ورکول کېدل، پوتین به یوازې داسې چای څښه، چې شات به پکې اچول شوي وو.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
که به پوتین کله ناکله شراب څښل هم، د هغه شاوخوا کسانو به هڅه کوله چې دا موضوع پټه وساتي. یو ځل ما د یوه ځايي موزیم له سرپرست سره ولیدل، هغه راته وویل چې دی له ولسمشر سره یو ځای ناست و او روسي پینکیکونه یې خوړل، چې د خوند زیاتولو لپاره پکې ووډکا هم اچول شوې وو.
هغه راته وویل، "خو دا خبره هېچا ته مه وایاست. هغه په دې برخه کې ډېر سخت وو. زه به په ستونزه کې ولوېږم."
د پلان یوه برخه دا هم وه چې دا خبره روښانه شي چې پوتین د مخکیني ولسمشر بوریس یلسن په څېر نه دی، ځکه په عام محضر کې د یلسن د نشې حالت ډېر روسان خجل کړي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
پوتین کله ناکله د جنګي الوتکې د چلولو لپاره د پیلوټ خولۍ پرسر کړې ده. ده په جوډو کې هم خپله وړتیا ښودلې ده. دا ټول کارونه د دې پیغام خپرولو لپاره وو چې دی یو پیاوړی، روغ او عملي سړی دی، نه داسې څوک چې ناروغ یا شرابي وي.
تر ټولو مشهور ښايي هغه انځورونه وو چې په ۲۰۰۷ کال کې خپاره شول، چې پکې پوتین بې کميسه پر اس ناست لیدل کېده، یا په سیند کې د کب نیولو پر مهال ښکاره کېده، او یا یې د لامبو پر مهال یې خپل عضلات نندارې ته وړاندې کول.
ایا دا ټول واقعیت و؟ که په دې انځورونو کې په لوی لاس د طنز یو څه رنګ هم ورګډ شوی و؟
د پومیرانتسیف په اند، د هغه تبلیغاتي ټیم ته ښه معلومه وه چې دوی څه کوي:
''د یوې ډلې مخاطبینو لپاره دا ډېر سطحي ښکاري، خو موږ دا په لږ طنزي بڼه وړاندې کوو چې تر یوه بریده اغېزناک هم ښکاره شي. د بلې ډلې لپاره دا یو پیغام و چې د روسیې مشري باید د یوه دودیز پیاوړي شخصیت په لاس کې وي.''

د عکس سرچینه، Reuters
هغه زیاته کړه،''پوتین په یو ډول د پخواني شوروي دورې د مشر رول لوباوه، خو دا هر څه هغه په داسې وخت کې کول چې د ریئلیټي شوګانو (تلويزيوني خپرونو)، اېم ټي وي او د بدلېدونکې عصري کلتور زمانه وه.''
د روسیې چارو کارپوهه او د امریکا د ولسمشرانو سلاکاره فیونا هیل وايي، ''پوتین د نوې بڼې له معرفي کوونکو یو دی. هغه په ۲۱مه پېړۍ کې د داسې یو مشهور او ځواکمن مشر انځور جوړ کړ چې ډېر وستایل شو.''
په ښکاره ډول، پوتین بېلابېلو خلکو ته بېلابېل پیغامونه رسول. بهر نړۍ ته ښايي هغه دا ښودل غوښتل چې روسیه کمزورې نه ده، بلکې یو غښتلی قوت دی چې له پامه نه شي غورځېدلی، هغسې چې هغه پخپله ویل، یو داسې خرس چې تېز غاښونه او خپړې لري.
ځینې نور ښکاره نندارې لا هم عجیبه برېښېدې. ښايي په دې کې د لیننګراد هغه زده کوونکي هلک نښه وه چې اوس یې د خپل ماشومتوب ارمانونه پوره کول.
په تور سمندرګي کې غوپه وهل او له مخکې د اېښودل شویو شیانو ''موندل''، له هینګ ګلایډر سره الوتنه کول چې کمساري مرغان ورسره وي، او د سایبریا د پړانګ بچیو ته لاس ور وړل، دا ټول په انځورونو کې ښه څرګندېدل.
پوتین ویل چې د دې ټولو موخه د چاپېریال ساتنې او علمي پوهاوي زیاتول دي. خو پوښتنه دا ده: ایا هغه پوهېده چې دا هر څه تر یوې اندازې پورې مبالغه ښکاري؟ که اوس څوک دا جرات نه لري چې ورته دا خبره ووایي؟ او که هغه د نورو د نظر هېڅ پروا نه کوي؟
بیا بیا په نوې بڼه رامخکې کېدل
د پوتین لومړني انځورونه ښيي چې د هغه د ارامې څېرې تر شا یو قوي هوډ پټ و، هغسې چې په ۱۹۸۵ کال کې د سټازي (د ختیځ جرمني څارګر پولیس) لپاره د هغه د پېژندپاڼې په تصویر کې ښکاري. دا خپله چمتو کړی جديت د کي جي بي د دندې لپاره مناسب و، او د دې ادارې روزنې دغه ځانګړنه لا نوره هم روښانه او پیاوړې کړه.

د عکس سرچینه، Stasi Records Agency Dresden (Public Domain)
د ۱۹۹۱ کال په پای کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته هغه ځان د یو دولتي افسر په توګه په نوې بڼه وړاندې کړ، چې پېژندګلوي یې وفاداري او وړتیا وه.
پیل کې هغه د سنټ پېټرزبورګ له ښاروالۍ سره دنده درلوده او وروسته چې مسکو ته لاړ، د یلتسن د ولسمشرۍ ادارې برخه شو.
د دې دورې په انځورونو کې هغه ډېر ځله شاته یا یوې غاړې ته ولاړ ښکاري، نه نېغ په نېغه کامرې ته ګوري او نه هم د انځور په مرکز کې لیدل کېږي.
د شوروي مشر نیکیتا خروشچف لمسۍ، نینا خروشچوا، وايي، په ۱۹۹۰ لسیزه کې دې ته ویل شوي وو چې د کي جي بي په کړیو کې پوتین ته "پتنګ" ویل کېدل، یعنی داسې څوک چې هر ځای پټېدای شي، یا هغه څوک چې په سیوري کې ژوند کوي.
خو کله چې هغه ولسمشر شو، حالت بدل شو. داسې ښکارېده چې هغه د بېلابېلو رولونو اخیستلو فرصت هرکلی کوي.
څو کاله وروسته، په ۲۰۰۷ کال کې چې د ټایم مجلې لپاره "د کال شخصیت" په توګه د هغه عکس واخیستل شو، نو هغه پر څوکۍ شا ته تکیه وکړه او نېغ یې کامرې ته کتل، لکه یو امپراتور چې پر خپل تخت ناست وي یا د مافیا یو مشر.
د ټایم مجلې عکاس پلاټون، چې دا یادګاري عکس یې اخیستی، وايي، ''هغه ماته د ځواک ښودنه کوله. تر کومه چې زه پوهېږم، پوتین دا ډول انځورونه خوښوي. د هغه ډېر پلویان هم دا انځورونه خوښوي. دا هغه د یو پیاوړي ملتپال مشر په توګه ښيي.''

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images
دا هغه څه وو چې پومیرانتسیف یې ''د اختیاري واکمنۍ د پروپاګند یوه معاصره بڼه'' بولي، چې پکې پوتین لکه یو هنرمند بېلابېل رولونه لوبوي.
د یو پیاوړي مشر هغه بېلابېل شکلونه چې ده خپل کړي وو، هماغه انداز یې په پالیسو کې هم لیدل کېده.
د روسیې د بېرته پیاوړي کولو لپاره د پوتین په وینا زیات نظم او سخته څارنه اړینه وه. همدغه لامل و چې هغه ورو ورو پر روسي ټولنه خپله ولکه ټینګه کړه، د بیان ازادي او نیوکې ځای یې محدود کړ.
نه یوازې دا، بلکې دوما (د روسیې پارلمان) یې یوازې د پرېکړو د تائید یو بنسټ وګرځاوه، سیاسي مخالفین یې کمزوري یا له منځه یوړل، او پر لوېدیځو هېوادونو یې له دې کبله نیوکې کولې چې هغوی روسیې ته کافي اهمیت نه ورکوي.
د پردې تر شا
په روسیه کې د ولادیمیر پوتین نیمه لوڅ/بېلباسه انځورونو ته ډېر وخت د هغه د اعتماد او ځواک د نښان په توګه کتل شوي، خو امکان شته چې دا انځورونه د هغه ځینې کمزورۍ هم منعکسې کړي، یعنې دا هیله چې هغه ټولو ته- آن ځان ته هم، دا ثابته کړي چې دی لا هم مرکزي شخصیت دی او د پخوا په څېر قوي او مناسب دی.
له ۲۰۰۸ کال وروسته، کله چې هغه د ولسمشرۍ له څوکۍ لرې شو او د څلورو کلونو لپاره صدراعظم شو، د دې ډول پام راجلبوونکو انځورونو هدف دا هم و چې دا پیغام ورکړي اصلي د قدرت سرچینه ولسمشر دمیتري میدویدیف نه دی، بلکې خپله پوتین دی.
په ۲۰۱۱ کال کې د هغه په څېره او بڼه کې یو لوی او څرګند بدلون ولیدل شو، چې د هغه په سیاسي سفر کې هم یو مهم پړاو ګڼل کېږي. پوتین ناڅاپه د خلکو مخې ته داسې مخ سره راووت چې د مخکې پرتله ډېر پړسېدلی، کم خوځښت لرونکی او بېاحساسه ښکارېده. دا خبره حیرانوونکې وه: ایا دا د کومې ناروغۍ د درملنې لپاره د درملو اغېز و، که د عمر د اغېزو د پټولو لپاره د بوټوکس کارولو له کبله داسې شوی و؟
څو میاشتې وروسته، پوتین بیا د ولسمشرۍ لپاره میدان ته راووت. پایله له مخکې څرګنده وه، خو د بریا د اعلان لپاره په جوړ شوي غونډه کې یې نوی مخ له اوښکو ډک ښکاره شو.

د عکس سرچینه، AP
زما د اټکل له مخې، د ده هغه اوښکې رښتینې وې. غږ یې هم له احساساتو ډک و. داسې ښکاره کېده لکه هغه ته چې دا ډاډ حاصل وي چې هر څه د پلان مطابق شوي، که څه هم د ټاکنو له مخکې پراخ احتجاجونه هم شوي وو او ځینو لاریون کوونکو آن په حیرانوونکي ډول د ده پر ضد شعارونه هم ورکړي وو.
خو ځینو شنونکو دا پوښتنه هم راپورته کړه چې ایا دا هم یو سنجول شوی نمایش و، چې هدف یې د یوه داسې مذهبي/روحاني انځور جوړول و چې پکې یو اوښکې تویونکی رهبر ښکاره شي، چې خپل ځان د روسیې د "نجات ورکوونکي" په توګه وښيي.
که حقیقت هر څه وي، دا یو مهم بدلون و. له کلونو راهیسې د هغه واک ورځ تر بلې پیاوړی کېده. د ورپسې دورې په جریان کې هر ډول عامه مخالفت نه یوازې ناغوښتل شوی بلکې په ښکاره ډول غیرقانوني اعلان شو.
ولادیمیر پوتین نور هم سختدریځی شو او په روسیه کې د مخالفو غږونو لپاره ځای کم شو.
نادیه تولوکونیکووا چې د ښځپالې (پسي ریوټ) فیمینیسټي ډلې غړې ده او د احتجاج له امله د "بهرنۍ ایجنټې" په توګه تورنه او زنداني شوې وه، وايي:
"ولادیمیر پوتین له دې مسئلې سره له حده زیاته لېوالتیا پیدا کړه چې ځان په تاریخ کې نه یوازې د روسیې بلکې د ټولې نړۍ د نجات ورکوونکي په توګه وړاندې کړي او همدا هغه شېبه وه چې دی پر هغه پوتین بدل شو چې موږ یې نن پېژنو."
په ۱۹۹۹ کال کې لکه څنګه چې و، اوس په ۷۳ کلنۍ کې هم پوتین د واک پرېښودو ته تیار نه ښکاري. هماغسې لکه په ۱۹۹۹ کې، خو اوس هغه تر پخوا لږ ښکاره کېږي.

د عکس سرچینه، Global Images Ukraine via Getty Images
ډېری مبصرین باور لري چې په وروستیو کلونو کې ولادیمیر پوتین له ذهني بېثباتۍ یا وارخطایۍ سره مخ شوی، په ځانګړي ډول د اوکرایین پر وړاندې د روسیې له بشپړ یرغل او د کووېډ-۱۹ له نړیوالې وبا وروسته.
اوس چې هغه د کامرې مخې ته راځي، دا موقع په پوره فکر او احتیاط سره تنظیمېږي، لکه چې هغه له بهرنۍ نړۍ سره واټن ساتل غواړي.
د فیونا هېل په وینا، "هغه په څرګند ډول غواړي ډېر محتاط پاتې شي، څو خلک په اسانۍ ورته ونه رسېږي. دا ښيي چې هغه د خپل شخصي خوندیتوب په اړه اندېښمن دی، که هغه میکروبونه وي یا د دوښمن احتمالي بریدونه."
د اوکرایین جګړه اوس د هغه د هویت مرکزي برخه ګرځېدلې ده. کارپوه روسي خبریال میخایل فېشمن وایي، "که موږ په ۲۰۱۲ کال کې کرملین ته د هغه د بېرته راتګ وخت ته وګورو، هغه خپله هم په دې اړه روښانه نه و چې دی څه دی او هدف یې څه دی. خو اوس داسې احساس کوي چې خپل ماموریت او رول یې موندلی، او هغه جګړه ده."
خو له څه باندې څلورو کلونو تېرېدو وروسته، له اوکرایین سره بشپړه جګړه هم یو د اوږو بار ګرځېدلې ده. دا ورځ تر بلې د دوام لپاره ستونزمنه ښکاري، خو ختمول یې هم له خطرونو خالي نه دي.
ولادیمیر پوتین داسې یو اقتصادي-جګړهییز نظام او د کورني فشار یو جوړښت رامنځته کړی چې هغه یې په اسانۍ او بې خطره ډول نه شي ختمولای.
د واک له ترلاسه کولو ۲۵ کاله وروسته، هغه اوس سختدریځی ښکاري، داسې لکه په خپل جوړ کړي جال کې بند پاتې وي. دا حالت یې له هغه پخواني متحرک لوبغاړي او اکشن هېرو بڼې سره ډېر توپیر لري چې کله یې غوښتل خپل هویت ورباندې جوړ کړي.























