تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملي لوبډلې له کپتانۍ د حشمتالله شهيدي استعفا؛ د لوبډلمشر په توګه یې څه لاسته راوړنې لرلې؟
حشمتالله شهیدي د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ټېست او یو ورځنیو سیالیو له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه.
هغه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دا یې شخصي پرېکړې ده.
شهیدي څه باندې پنځه کاله مخکې (د ۲۰۲۱ کال می میاشت کې) د اصغر افغان پر ځای د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی و.
د هغه تر کپتانۍ لاندې موده د افغانستان کرېکټ لپاره له ګڼو لوړو ژور ډکه وه او له همدې کبله یې لوبډلمشري هم د کرېکټ د افغان مینهوالو له ستاینو او غندنو سره مله پاتې شوې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ تر اوسه د شهیدي د استعفا او د نوي لوبډلمشر د ټاکل کېدو په اړه رسمآ څه نه دي ویلي.
شهیدي په داسې حال کې د یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو له لوبډلمشرۍ استعفا کوي، چې افغان لوبډله راتلونکې میاشت له ایرلنډ سره د پنځو یو ورځنیو سیالیو دوه اړخېزه لوبلړۍ لري.
حشمتالله شهیدي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کپتانۍ ورسپارل شوی مسوولیت ځان لپاره "لوی ویاړ" ګڼي، په دې موده کې یې د لوبډلې تر څنګ په "صداقت، یووالي، او ژمنتیا" خدمت کړی او دا چې د ګډو هڅو پایله کې یې مهمې سیالۍ ګټلې او لویې لویې لوبډلې ماتې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې د کپتانۍ مسوولیت پرېږدي، خو د لوبډلې "بریا، پرمختګ او ویاړ "لپاره به د "یوه ژمن لوبغاړي" په توګه خپلې هڅې جاري ساتي.
دی وايي، باورمن دی چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله تر نوې مشرۍ لاندې لا زیاتې بریاوې ترلاسه کړي.
د یادونې ده چې روان کال د افغانستان د شل اووریزو سیالیو لوبډلمشر راشد خان هم له شاوخوا څلور کاله کپتانۍ وروسته بدل او پر ځای یې ابراهیم ځدراڼ نوی لوبډلمشر اعلان شو.
شهیدي د لوبډلمشر په توګه څه لاسته راوړنې لرلې؟
د کرېکاېنفو په نوم د کرېکټ اړوند مالوماتو خپروونکې وېبپاڼې په وینا حشمتالله شهیدي د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ د روان ۲۰۲۶ کال په جون کې له هند سره د درېیو یو ورځنیو سیالیو تر لوبلړۍ پورې ټولټال ۵۵ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان لوبدلمشري کړې او له دغو سیالیو یې ۲۷ ګټلې دي.
په دغو بریاو کې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام لوبې هم شاملې دي، چې افغان لوبډلې په کې درېیو پخوانيو نړیوالو اتلانو انګلنډ، پاکستان، شريلنکا او همدا راز نیدرلنډز ته تاریخې ماتې ورکړې او نږدې وه په لومړي ځل د نړیوالو جام منځلولو ته لار وباسي.
دا چې افغانستان په هغه نړیوال جام کې پر شپږم ځای راغی، نو د ۲۰۲۵ کال د تلانو جام (چمپینز ټرافۍ) ته یې لار ومونده او د دغه جام په سیالیو کې یې دوېم ځل هم انګلنډ مات کړ.
د شهیدي لوبډلمشرۍ سره افغان لوبډلې وکړای شول چې په دې موده کې بنګلهدېش درې ځله، زېمبابوې دوه ځله او سویلي افریقا او ایرلنډ یو - یو ځل د یو ورځنیو سیالیو په دوه اړخیزو لوبلړو کې مات کړي.
انفرادي لاسته راوړنې
حشمتالله شهیدي د افغانستان لپاره ۹۶ نړیوالې یو ورځنۍ او ۱۲ ټېسټ یا پنځه ورځنۍ سیالۍ کړې دي.
هغه یوازنی افغان لوبغاړی دې چې په ټیسټ سیالۍ کې یې غبرګه سلیزه کړې ده.
شهیدي په یو ورځنیو سیالیو کې خپله لومړنۍ او یوازینۍ سلیزه تېره میاشت چېنای کې له هند سره د لوبلړۍ په وروستۍ سیالۍ کې ترسره کړه.
هغه په یو ورځینو سیالیو کې ۲۲ پنځوسیزې کړې دي.
د کرېکاېنفو د مالوماتو له مخې تر لوبډلمشرۍ مخکې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د شهیدي د منډو اوسط له څه باندې ۶۴ سټرایک رېټ سره ۳۲ اعشاریه ۹۷ و، خو چې کله لوبډلمشر شو نو سټرایک رېټ یې نږدې ۷۱ او د منډو اوست ۳۳ اعشاریه ۷۹ ته لوړ شو.