ولې انګلنډ پر تنکو ځوانانو د انرژي څښاک پلور بندوي؟

    • Author, جاکوب فېلېپس
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د انګلنډ حکومت ویلي چې د راتلونکي کال له اپرېله به په دغه هېواد کې له ۱۶ کلونو په کم عمره ماشومانو د ډېرې اندازې کافین لرونکو انرژۍ څښاکتوکو پلورل منع شي.

د دغه محدودیت تر پلیتابه وروسته به په دوکانونو، رستورانتونو، چایخونو، د خرڅلاو اتومات ماشینونو او ان په انلاین بڼه پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو د داسې څښاکتوکو پلورل غیرقانوني وي، چې په هر لیټر کې له ۱۵۰ میلی ګرامه زیات کافین لري.

د چای، قهوې او ډایټ کوک په څېر څښاکتوکي له دغه بندیزه نه اغېزمنېږي. خو د رېډبول، مانسټر، رېلېنټ‌لېس او پرایم په څېر انرژيانو کې د کافین انازه تر ټاکلي حد لوړه ده.

د دغو نویو مقرراتو موخه دا ده چې په ماشومانو کې د چاغښت کچه راټیټه او د خوب ګډوډۍ، اضطراب، د تمرکز کموالي او په ښوونځي کې د کمزورو پایلو په څېر د ستونزو مخه ونیول شي.

دغه مقررات لومړی ځل تېر کال وړاندیز شوي وو.

د انګلنډ د عامې روغتیا وزیرې شارن هوجسن د دغه اقدام د اعلانولو پر مهال وویل چې دا بندیز "تر بل هر وخت د ماشومانو د ډېر سالم نسل رامنځته کولو لپاره زموږ کلکه ژمنتیا څرګندوي."

دغه بندیز به، چې د پارلمان تصویب پورې تړلی، د سیمه‌ییزو ادارو له خوا پلي کېږي او له مخې یې هغه هټیوال تر ۲۵۰۰ پونډو پورې جریمه کېدای شي، سرغړونه ترې کوي.

دمګړۍ په انګلنډ کې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ زره ماشومان د انرژۍ څښاکونه څښي.

د انرژۍ ځینې مشهور برنډونه دومره کافین لري چې اندازه یې له دوه پیالو قهوې یا څلورو بوتلو کولا څخه هم زیاته ده.

د دا وړ څښاکتوکو ډېر څښل سر درد او د خوب د ګډوډۍ ستونزې پیدا کولی شي.

کارپوهان وايي تنکي ځوانان د کافین پر وړاندې زیات حساس وي، ځکه بدنونه یې کوچني او مغز یې د ودې په حال کې دي.

دا بندیز تر هغې وروسته رامخ ته شو چې د یوې مشورتي پروسې په لړ کې ۱۱۰۰ ځوابونه ترلاسه شول او ډېرو ګډونوالو پکې په کلکه د دې ملاتړ وکړ چې د لوړې کچې کافین لرونکو څښاکتوکو پېرلو لپاره دې د عمر محدودیت وټاکل شي.

دغه نوي مقررات به د ۱۹۹۰ کال د خوړو د خوندیتوب قانون له صلاحیتونو په استفادې سره د ثانوي قانون جوړونې له لارې نافذ شي.

د کافین ډېر خوراک د زړه د چټکې درزا، د زړه د ضربان د ګډوډۍ او تشنج لامل کېدای شي.

که څه هم دا پېښې ډېرې نادرې دي، خو د کافین د زیات استعمال له کبله ځینې مړینې هم ثبت شوې دي.

د بریتانیا د غذایي متخصصینو د ټولنې په وینا، د دغو څښاکتوکو خوږې بڼې په چاغښت او د غاښونو په زیانمنېدو کې هم رول لري.

دمګړۍ له چای او قهوې پرته پر هر هغه څښاک چې په یوه لیټر کې له ۱۵۰ میلی ګرامو زیات کافین لري، د لوړې کچې کافین د درلودو خبرداري لیکل اړین دي.

په دغه خبرداري‌ کې لیکل شوي وي چې: "ماشومانو، میندوارو او تي‌ ورکوونکو ښځو ته یې د څښاک سپارښتنه نه کېږي."

ډېرو لویانو ته ښايي چې د ورځې تر ۴۰۰ میلی ګرامه پورې کافین، چې له نږدې څلور پیالو فوري قهوې یا پنځو پیالو چایو سره برابرېږي، څه ضرر ونه لري.

د چاغښت او روغتیا اېتلاف په نوم د سازمان اجرائیوي مشرې کاترین جېنر د دې تګلارې هرکلی وکړ.

هغې ویلي چې پر ماشومانو د دوی د ژوند په یوه مهم پړاو کې د انرژي لرونکو څښاکتوکو د پلور محدودیت "کاملآ منطقي ګام" دی.

خو د بریتانیا د غیرالکولي څښاکتوکو ټولنې دا بندیز "غیر ضروري" بللی دی.

د دې ټولنې یوه ویاند وویل د دوی غړو له ۲۰۱۰ کال راهیسې ژمنه کړې چې له ۱۶ کلونو کم عمره کسانو لپاره به د انرژي لرونکي مشروباتو بازارموندنه د پلور ترویج کوي او دا چې د لوړې کچې پر ټولو کافین لرونکو څښاکتو به "ماشومانو لپاره یې سپارښتنه نه کېږي" خبرداری لیکل کېږي.‌

بریتانیا کې د محافظه کار ګوند پخواني حکومت هم پلان درلود چې دا بندیز عملي کړي، خو په ۲۰۲۲ کال کې له دې پرېکړې شا ته شو او ویې ویل چې د داسې څښاکتوکو څښل یا نه څښل باید د شخصي انتخاب موضوع وي.

پر انګلنډ سربېره شمالي ایرلنډ، سکاټلنډ او وېلز هم د ورته بندیز پر امکان غور کوي.