تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هرمز تنګي تړل کېدو او له اوو هېوادونو د تېرېدو له کبله افغانستان ته د خوراکي مرستو د لېږد لګښت "دری برابره" زیات شوی
د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اېف پي) ويلي چې د هرمز تنګي له تړل کېدو او په نړيوال بازار کې د تېلو بيو لوړېدو له کبله افغاستان ته د مرستندويه خوراکي توکيو د لېږد لګښت دری برابره زيات شوی دی.
د یادې ادارې مشر د بریتانيا ګارډين ورځپاڼې ته ويلي چې تعذيوي بېکېسټونه اوس د هرمز تنګي پر ځای له اوو هېوادونو تېرېږي او د دوبۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
جا ايليف ويلي، د دې خوراکي توکيو لېږد اوس د پخوا پرتله دری اوونۍ زيات وخت نيسي.
نوموړي زياته کړې، "په پايله کې افغان ماشومان له همدې کبله وږي دي".
د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې د ډبليو اېف پي مشر همدارنګه خبرداری ورکړی چې د دې وضعيت دوام به د يو شمېر افغان ماشومانو د مړينې سبب وګرځي.
د فبرورۍ پر ۲۸ نېټه له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پيل راهيسې د هرمز تنګي له لارې د بېړيو تګ راتګ چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل له همدې لارې تېرېږي، عملا درېدلی او دا چاره په نړۍ کې د تېلو د بيو لوړېدو لامل شوې ده.
اوسمهال نړيوالې مرستندويه ادارې وايي دې حالت د خوراکي او روغتيايي مرستو رسولو یا ان د لاسرسي بهير "ټکنی او یا درولی" دی. دوی د هرمز تنګي له لارې د "بشردوستانه دهليز" پر جوړولو ټينګار کوي.
هممهاله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د کابل او اسلام اباد تر منځ د سياسي کړکېچ او په منځني ختيځ کې د بدلونونو له کبله افغانستان ته د هر کانټينر سوداګريزو توکو د لېږد لګښت له دوو زرو ډالرو څخه شپږو زرو ډالرو ته لوړ شوی دی.
د یادې خونې يوه غړي خان جان الکوزي بي بي سي ته ويلي چې د وخت له پلوه هم د هر بار لېږد دوه نيمې مياشتې وخت اخلي.
د کام اېير هوايي شرکت ۳۰ سلنه الوتنې کمې شوې دی
په ورته وخت کې د افغانستان خصوصي هوايي شرکت کام اېير ويلي چې په ایران کې د جګړې او د تېلو د بيو لوړوالي له کبله د دې شرکت ۳۰ سلنه الوتنې کمې شوې دي.
د دې شرکت الوتنې تر ډېره د افغانستان او د سيمې د ځينو هېوادونو تر منځ ترسره کېږي.
د کام اېير د سودګريزې څانګې مشر سليمان عمر بي بي سي ته ويلي، دوی اړ شوي په ځينو لارو د ټکټ بيې لوړې او همدارنګه په اوونۍ کې پنځه الوتنې دوحې او دوه کویت ته لغوه کړي.
تر دې وړاندې د متحده عرب اماراتو چارواکو هم ويلي وو چې د مارچ په مياشت کې د دوی له هوايي ډګره د مسافرو تګ راتګ له ۳۰ سلنې ډېر کم شوی و.