تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې ځينې ایرانیان وېرېږي چې اوس رژیم پياوړی او له دوی غچ اخیستلو ته چمتو شوی دی؟
- Author, فرګل کین
- دنده, ځانګړی خبریال
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
هماغه رژيم لا هم په واک کې دی او تېښته ترې ناشونې ده. که په موټر کې یې او که پلی خو چې هر چېرې ځې، دوی په مخه درځي. که راډيو اورې او که تلویزون ګورې نو یا به د وژل شوو مشرانو څېرې وینې او یا د اوسنیو واکمنو مخونه او غږونه. هر ځای دوی نه ډک دی.
لومړی اعتراضونه وشول، بیا جګړه شوه، بیا اوربند وشو خو د ایران اسلامي جمهوري نظام و نه پرځېد او پر خپل ځای مېخ پاتې شو.
په ایران کې دننه چې بيبيسي له ځينو ایرانیانو سره خبرې کړې دي نو هغوی وايي چې له امریکا او اسرائيلو سره په جګړه کې د ایران واکمن رژيم کمزوری نه بلکې لا غښتلی شوی او رېښې یې ژورې شوې دي. دوی وايي، داسې ښکاري چې اوس نظام له دوی غچ اخیستنې ته په اوزګارېدو دی.
بيبيسي په ایران کې دننه ځينې ایرانیان په دې اړه غږولي دي. له دوی دا جوړه هم ده چې دلته یې د خوندیتوب لپاره د ثنا او ډیاکو په مستعارونو نومونو یادوو.
داسې بدلون چې تصور یې نه و شوی
دا ځوانه جوړه یا ښځه او مېړه په تهران کې اوسېږي. مالي یا اقتصادي حالت یې د منځنۍ کچې دی او دواړه لوستي دي. دوی د ایران له هغه کهوله دي چې غواړي سخت دريځه مذهبي واکمني باید نوره پای ته ورسېږي.
موږ د دوی د شخصي ژوند او کار کړنو په اړه ډېر جزیات ځکه نه شو خپرولی چې دا د ایران له امنیتي ادارو سره مرسته کولی شي چې پر مټ یې هغوی وپېژني. دوی له همدغو ځانګړنو بیا د داسې کسانو د پېژندلو لپاره کار اخلي چې له بهرنیو رسنیو سره خبرې کوي.
هغه خبریال چې له بيبيسي سره یې د دغه رپوټ په چمتو کولو کې مرسته کړې، له ثنا او ډیاکو سره یې د ایران یوه پارک ته نږدې سیمه کې ولیدل. دا د اوربند موده وه او کورنۍ له خپلو ماشومانو سره په چکر وتلې وه.
ډیاکو وايي، دی باوري و چې د ایرانیانو ژوند به ډېر بدل شي، "ما ګمان کاوه چې حالات به بدل شي. خو اوس ریښتیا هم بدل شوي دي".
د خپل مېړه له دې خبرې سره یې ښځې (ثنا) وخندل او وې پوښتل، "بدل شوي؟"
بیا یې خبره وغځوله، "اوس واک د سپاه پاسداران [د ایران انقلابي ځواکونو] لاس ته ور لوېدلی دی. هېواد مو بیخي له ګډوډۍ سره مخ دی".
ثنا وايي، پر ایران د امریکا او اسرائیلو له برید وروسته یې لیدلوری بدل شوی دی.
دا زیاتوي، "په پیل کې مې نه غوښتل چې جګړه وشي... خو د جګړې په منځ کې چې کله دوی مهم مشران په نښه کړل نو د هر یوه په مرګ له زړه خوشالېدم".
خو چې جګړه اوږده شوه نو د ټرمپ او سپينې ماڼۍ غوندې ثنا ته هم ورو ورو دا خبره روښانه شوه چې د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي او د نورو مهمو لوړپوړو چارواکو وژل به په ایران کې داسې نظام هېڅکله هم رامنځته نه کړي چې جوړجاړي یا "معاملې" ته غاړه کېږدي.
ثنا وايي، "ډېر هېوادوال یې اوس هم د نظام خلاف ولاړ دي. خو داسې څه و نه شول چې موږ یې تصور کړی و. هر څه خراب تراب شول او موږ بیا هم د همدغه اسلامي جمهوریت لاس ته پاتې شوو. زه ډېره خپه یم چې دا جګړه د دوی په ګټه تمامه شوه".
د دې معلومول سخت دي چې په ایران کې څومره خلک د اوسني نظام ملاتړي دي او څومره یې خلاف دي. وخت ناوخت یې په ملاتړ ځينې غونډې کېږي خو د مخالفانو پر غونډو او راټولېدنو یې بندیز لګولی دی.
په ایران کې زموږ باوري سرچینو د واکمن نظام له مخالفو فعالانو، د بشري حقونو مدافعانو او وکیلانو او له خپلواکو خبریالانو سره خبرې کړې دي او دا خبره راته جوته شوې چې دوی اوس د اندېښنې او وېرې په فضا کې ژوند کوي. دوی ډارېږي چې کله د ایران جګړه په بشپړ ډول پای ته ورسېږي نو دولت به په دغه هېواد کې په کور دننه د خلکو ځپل پیل کړي.
په امریکا کې مېشت د ایران د بشري حقونو فعالانو خبري اژانس (هرانا) وايي، تر جګړې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې د نظامضد اعتراضونو پرمهال تر ۵۳ زرو ډېر کسان ونیول شول. د دې ادارې د اټکل له مخې، له جګړې راهیسې زرګونه نور نیول شوي هم دي.
د دې ترڅنګ، د سیاسي بندیانو د اعدامونو شمېر هم په بېساري ډول لوړ شوی دی. یوازې د جګړې په وخت کې ۲۱ تنه په دار ځړول شوي دي. دا په تېرو ۳۰ کلونو کې په دومره کم وخت کې د خلکو د اعدام کولو تر ټولو لوړ شمېر په ډاګه کوي.
د دوی له ډلې یې ۹ کسان د جنورۍ میاشتې په اعتراضونو کې ښکېل وو، ۱۰ نور د ایران رژيم په مخالفو ډلو کې د غړیتوب او دوه نور بیا د جاسوسۍ په تور اعدام شوي دي.
په بېلابېلو تورونو د خلکو اعدامېدل
یوه ایرانۍ وکیله دلته د سوسن په مستعار نوم یادوو چې د بندیانو دوسیې څاري.
سوسن وايي، په بندخونو یا زندانونو کې اوس له بندیانو سره ډېره سختي کېږي. دا زیاتوي، "له جګړې مخکې یوازې له هغو کسانو سره سخت چلند کېده چې د اعتراضونو مشري یې کوله، یا یې اور اچوونکي لاسي بمونه کارول او یا هم وسله ورسره نیول شوې وه. خو د جګړې پرمهال دا سختي اوس د پام وړ عامه او ډېره شوې ده".
د سوسن د خپل ژوند کیسه دا خبره روښانوي چې دې جګړې ان ځينې ایرانۍ کورنۍ هم څنګه له فکري پلوه سره وېشلې دي.
د هغې مور او پلار په زغرده د اوسني نظام ملاتړ کوي.دوي سره دا وېره شته چې که رژيم نسکور یا بدل شي نو د دوی ژوند به له ګواښ سره مخ شي.
کله چې سوسن د مور او پلار دا وېره له خپل ورور سره شریکه کړه چې هغه د اوسني رژيم کلک مخالف دی نو د هغه ځواب ډېر وېروونکی و. ویل یې، "مور او پلار خو مې غواړي چې شهیدان شي. پرېږده یې، موږ ولې دا حق ترې واخلو؟"
سوسن اوس غواړي چې جګړه پای ته ورسېږي خو باوري ده چې د دې غوندې ایرانیان به له سخت فشار سره مخامخ شي.
دا بندیانو ته هم اندېښمنه ده او وايي، "زما په ګمان کله چې جګړه ودریږي نو نظام ښايي خپل تاو له همدغو بندیانو اوباسي. فکر کوم، موږ اوس هم په پور ژوند کوو او ښايي ژر رانه وغوښتل او واخیستل شي".
د بشري حقونو فعالانو په سږني کال کې د اسرائيلو استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوسۍ په تور تر اوسه د څلورو کسانو د اعدام خبر ورکړی دی.
ځینې خپلواک خبریالان هم وېره لري چې هسې نه له امریکا او اسرائيل سره د مرستې په تور هدف وګرځول شي. دا ډار ځکه شته چې داسې ګڼ کسان په دې تور نیول شوي چې ګواکې بهرنیو رسنیو ته یې داسې مواد استولي چې د ایران رژيم پر ضد او یا یې په تاوان دي.
یوه خبریال چې دلته یې په مستعار نوم (ارمان) یادوو، په تهران کې زموږ همکار ته کیسه کړې چې څنګه یوازې په دې بندي کړای شو چې ولې یې په جګړه کې ځينې ریښتینې پېښې له رسنیو سره شریکې کړې وې.
دی وايي، "پخوا به موږ په سیاسي جرمونو تورنېدو خو اوس چې د جګړې په اړه رپوټونه خپروو نو د جاسوسۍ په تور د نیول کېدو له خطر سره مخ کېږو".
د یادولو ده چې په ایران کې څوک د جاسوسۍ په تور بندي شي نو د هغه قضايي نظام له لوري د مرګ سزا ورکول کېږي چې د واکمن رژيم د غوښتنو او امرونو تابع دی.
ارمان زیاتوي، "مخکې به موږ دا خبرونه جوړول چې په یوه پېښه کې څومره کسان زیانمن شوي او یا د اعتراضونو پایله به څه راوځي خو اوس وضعیت بدل شوی دی. اوس زموږ ټول پام دې ته دی چې څنګه ژوندي پاتې شو او څنګه خپلې کورنۍ هم خوندي او ژوندۍ وساتو".
دې اندېښنو په ارمان خوب او ارام حرام کړی دی. دی وايي، "په کټ کې ویښ پروت وم او راتلونکي ته چورتونه وهم. دې ناڅرګند وضعیت او اندېښنو ژور خپګان راچولی دی".
نو دا هېڅ د حیرانۍ خبره نه ده چې د ایران له کوڅو او واټونو اوس د واکمن رژيم د مخالفانو غږ غوږ ورک شوی دی. ځکه چې د هغوی د مرګ او ژوند واک د همدغه نظام په لاس کې دی.