د امریکا او ایران تر منځ په ټپه ولاړ حالت او پر مذاکراتو د پاکستان ټینګار

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    • Author, پاول اډمز
    • دنده, په اسلام اباد کې د بي بي سي دیپلوماتیکو چارو خبریال
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې شپې ټروت سوشل خواله رسنۍ د پیغام له مخې د ایران امریکا او اسرائیلو ترمنځ اوربند، چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې پر ورځ پای ته ورسېږي، لږ تر لږه دوام لري.

د تودې جګړې پر ځای موږ د هرمز تنګي په اوږدو کې د "بندیزونو شخړه" وینو، چې دواړې خواوې د سوداګریزو بېړیو د مخنیوي او نیولو لپاره له زوره کار اخلي.

د نړۍ له خورا مهمو سمندري لارو دې یوه لار کې وضعیت په چټکۍ سره خرابېږي. دا به ډېره د ځیرکتیا چاره نه وي، چې د هغو پېښو په تړاو وړاندوینه وشي، چې له کنټروله بهر کېږي.

په ورته مهال اسلام اباد لاهم د سولې خبرو لپاره د ایران او امریکا استازو ته هلته د رسېدو لړ کې انتظار کوي.

د ښار ځینې برخې تړل شوې دي، نښې نښانې لا هم برالا دي او هغه هوټل چې تمه کېده خبرې به پکې ترسره شي تش او د لوړ پوړو پلاويو بېرته راستنېدو لپاره چمتو دی، چې تمه یې کېږي.

خو د څو ورځو له سخت انتظار وروسته فضا بدله شوې ده.

هغه خبرې چې له دې ځایه په لېرې واشنګټن کې د خبریالانو ډلو ته ویل شوي وو، چې هوایی ډګر ته لاړ شي، یا د درنو سي-۱۷ ګلوب ماسټر ډوله ټرانسپورټ الوتکو د بار په تړاو اټکلونه چې د اونۍ په پیل کې په نږدې پوځي هوایی اډه کې راښکته شوې اوس نه شته.

ځای یې داسې احساس نیولی، چې د پاکستان لپاره پر نړیوال دریځ د ځان ثابتولو فرصت، د قسم خوړلیو دښمنانو ترمنځ د معاملې – د هر ډول معاملې - منځګړیتوب ښايي د اسلام اباد له لاسه وتلی وي. د اوس لپاره.

پاکستان لا هم لاس پرسر شوی نه دی. لومړي وزیر شهباز شریف، چې د دواړو لوریو د یوځای کولو لپاره یې پاموړ دیپلوماتیکه پانګونه کړې، په ټولنیزو رسنیو یوه پیغام کې ویلي، چې پاکستان به "د خبرو له لارې د شخړې حل لپاره خپلې جدي هڅې روانې وساتي".

ډونلډ ټرمپ لږترلږه یو خبریال ته ویلي چې راتلونکو څو ورځو کې لاهم یوه موافقه شونې ده.

په دې پوهیدل ګران دي چې ایا دا د واقعي خبرې دي، یا د یو بې صبره سړي غږ دی، چې راتلونکې اونۍ واشنګټن ته د پاچا چارلس له رسمي سفر او دغه راز چین ته د ولسمشر ټرمپ له سفر مخکې، چې ژر یې تمه کېده، د خپلو لومړیتوبونو له لیسته د ایران د لېرې کولو لپاره لېوال دی.

ایران د ولسمشر ټرمپ هغه وړاندیز رد کړ چې دی تهران ته د "متحد دریځ" ټاکلو لپاره وخت ورکوي، خو داسې نه ښکاري چې رژیم به چې واردمخه د جګړې له امله زیانمن شوی او ځپل شوی، اوربند مات کړي او په دې توګه به د هوا له لارې نورې سزاګانې ځانته وبولي.

په ورته مهال موږ اسلام اباد ته د لنډ سفر لپاره په الوتکه کې د کېناستلو په تړاو د ایراني پلاوي زړه نازړه توب په هکله څه برداشت وکړو؟

ایران امریکا د "ژمنو ماتولو" په تور تورنوي او هغه څه ته اشاره کوي چې د واشنګټن "متضاد چلند" یې بولي.

د ډونلډ ټرمپ متضادو څرګندونو، چې په یوه شېبه کې د سختې سزا ګواښونه او په بله شېبه کې د زیتون څانګې وړاندې کول دي او په ورته مهال ادعا کوي چې ایران لا مخکې پاموړ امتیازات ورکړي ، اوبه خړوي.

ایران لاهم شکایت کوي چې په تېر یوه کال کې یې دوه ځله مذاکراتو ته کېناستل، خو د اسرائیلو او متحده ایالاتو لخوا پرې برید شوی.

په قصدي او یا غیر قصدي توګه د کلیماتو انتخاب له لارې ولسمشر په هغه بحث کې برخه واخیسته، چې دې ورځو کې پرې د ایران چارو تجربه لرونکي ماهرین غږیږي: اوس چې ډېری مخکیني مشران نه شته، په ایران کې چارې څوک سمبالوي؟