پاکستان د ایران اټومي پروګرام په هکله له امریکا سره د معلوماتو شریکولو راپورونه رد کړل

پاکستان بهرنیو چارو وزارت

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ایران د اټومي پروګرام په اړه پټ معلومات له امریکا سره شریک کړي دي.

د پنجشنبې پر ورځ د اوونیزې رسنیزې غونډې په ترڅ کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل، پاکستان دا راپورونه ''په کلکه ردوي'' چې ګواکې د مې پر ۲۹مه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال اسحاق ډار دغه ډول معلومات تبادله کړي دي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان د منځني ختیځ د شخړې پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلي دي، او د اسحاق ډار د امریکا د سفر پر مهال هم له امریکايي چارواکو سره پر همدې موضوع خبرې شوې.

د اندرابي په وینا، د اسحاق ډار او د هغه د امریکايي سیال ترمنځ په لیدنه کې د سیمې پر سوله، ثبات او د روانو ستونزو د سیاسي حل پر اهمیت تمرکز شوی و او په دې خبرو کې هېڅ ډول استخباراتي معلومات نه دي شریک شوي.

نوموړي زیاته کړه، پاکستان د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اوربند په اسانتیا کې د امریکا د مثبت رول هرکلی کوي.

د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان به له ابراهیمي تړون سره یوځای شي، اندرابي وویل:

''د ابراهیمي تړون په هکله د پاکستان دریځ کې بدلون نه دی راغلی. زموږ غوښتنه د فلسطین د یوه عملي او متصل دولت جوړېدل دي، چې پلازمېنه یې بیت‌المقدس وي او له ۱۹۶۷ کال مخکې ټاکل شویو پولو کې دننه موقعیت ولري.''

هغه ټینګار وکړ چې په دې موضوع کې د پاکستان دریځ د یو عملي فلسطیني دولت له جوړېدو سره تړاو لري.

د افغانستان د طالبانو حکومت او روسیې ترمنځ د ''تخنیکي پوځي هوکړې'' په اړه د پوښتنې په ځواب کې، اندرابي وویل:

''موږ دا راپورونه لیدلي دي. زما په اند دا تړون د مې پر ۲۷مه شوی دی. لا هم جزییات تر څېړنې لاندې دي، او په دې پړاو کې په دې اړه تبصره کول له وخته مخکې دي.''

د شانګهای همکاریو سازمان غونډې په څنډه کې د ایران او پاکستان د کورنیو چارو وزیرانو لیدنه

سکندر مومني او محسن نقوي

د عکس سرچینه، Pakistan's Interior Ministry

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني له خپل پاکستاني سیال محسن نقوي سره لیدلي.

د دې لیدنې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو د بي بي سي فارسي څانګې په رپوټ کې ویل شوي، چې دا لیدنه د قرغیزستان پلازمېنه بشکیک کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې شوې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د روانې جون میاشتې په پیل کې د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر سره یوځای ایران ته سفر کړی و.

د پاکستاني چارواکو دغه سفر د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د منځګړیتوب په چوکاټ کې ترسره شوی و.