طالبان: غاصبان دې موضوع نه لانجمنوي، غصب کړې ځمکې دې خپله بېرته وسپاري

Land
د خپرېدو وخت

رسنیو د طالبانو لوى څارنوال مولوي شمس‌الدين شريعتي له قوله راپور ورکړی چې وايي، د ځمکو غاصبين دې د غصب موضوع نه جنجالي کوي او غصب کړې ځمکې دې په خپله خوښه بېرته د ځمکو د غصب مخنيوي لپاره ټاکل شوي کمېسيون ته وسپاري.

د طالبانو د حکومت لوی څارنوال دا هم ویلي چې ځینې کړۍ د ځمکو غصب موضوع ته سیاسي رنګ ورکوي.‌

هغه ټینګار کړی چې تخنیکي ټیمونه باید دې موضوع ته پام وکړي.

د طالبانو حکومت لخوا د ځمکو د غصب مخنیوي لپاره جوړ شوی کمېسیون د دوی د عدلیې سرپرست وزیر په مشرۍ فعالیت کوي.

طالبانو څه موده وړاندې ویلي وو چې مشر یې د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته ګرځولو ته ځانګړې محکمه، مقرره او کمېسیون جوړ کړي دي..

په دې موخه جوړ شوي کمېسيون کې د طالبانو حکومت د عدلیې، کرنې او اوبو لګولو، ښار جوړولو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او لوې څارنوالۍ استازي ګډون لري.

دغه کمېسیون که څه غونډې کړې خو لا روښانه نه ده چې د طالبانو حکومت به د دولتي ځمکو د غصب په مخنیوي او د نیول شویو ځمکو په بېرته تر لاسه کولو چاره کې څومره بریالي شي او په دې برخه کې به څومره عملي ګامونه پورته کړي.

د طالبانو د چارو ادارې مشر نورالحق انور تازه کابل کې د دغه کمېسیون لخوا یوې رابلل شوې غونډه ته ویلي چې غصبوونکي دې خپله رامخکې شي او غصب شوي ملکيتونه دې وسپاري.

خو دوی په دې اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي چې د راګرځېدونکو ملکیتونو برخلیک به څه کېږي؟

د طالبانو د حکومت د ښار جوړونې وزیر حمدالله نعماني هم د ځمکو د غصب موضوع د طالبانو د حکومت لپاره ستره ننګونه بللې او ویلي يې دي چې د ځمکو د غصب د مخنيوي او بېرته د غصب شوو ملکیتونو د استرداد یا ستنولو موضوع حساسه ده.

هغه دا هم وايي چې د هېواد په کچه ۸۰ سلنه خلکو په ناپامۍ سره دولتي ځمکې نيولې دي.

څومره ځمکې غصب شوې؟

Afghanistan

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو عدلیې وزارت تېر کال ویلي و، د دوی موندنې ښيي چې افغانستان کې له لسو تر پنځلسو پورې لویې استوګنیزې مېنې پر داسې ځمکو جوړې شوې، چې یا په بشپړه توګه غصب شوې او یا پکې د غصب احتمال دی.

خو دوی دا نه دي ویلي چې افغانستان کې ټولټال څومره دولتي ځمکه غصب شوې.

 د تېر حکومت د ښار جوړونې وزارت په ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو، د ټول هېواد په کچه څه باندې یونیم میلیون جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

دغه وزارت هغه مهال ویلي وو، د نژدې شل زره غاصبينو نوملړ یې چمتو او عدلي او قضایي ادارو ته سپارلی دی خو وروسته یې پایله مالومه نه شوه.

په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د پرځول شوي حکومت ولسمشر محمد اشرف غني هم د نیول شویو ځمکو د لانجو حل لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړولو پرېکړه کړې وه.

څو کاله وړاندې د ازادۍ کور په نامه یوه نادولتي بنسټ ویلي و، زیاتره غصبونکي زورواکي، جهادي قومندانان، قومي مشران، سیاسي او امنيتي چارواکي او د پارلمان (پخوانی) یو شمېر غړي دي.