طالبانو افغانستان کې د ځمکو د "غصب مخنیوي" ځانګړې محکمه جوړه کړې

ذبيح الله مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو مشر د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته ګرځولو ته ځانګړې محکمه، مقرره او کمېسیون جوړ کړي دي.

طالبان وايي، په دغه اختصاصي محکمه کې یې قاضي محمد صادق د قاضي، محمد طاهر د مفتي او مولوي صدیق الله مشال د محرر په توګه ګومارلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه وینا پاڼه کې ویلي، د دوی د مشر مقرره څلور فصلونه او ۲۱ مادې لري.

خو دا نه دي ویل شوي چې په دغو مادو کې څه راغلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي"په تېرو څو کلونو کې د افغانستان بېلابېلو برخو کې اشخاصو او زورواکانو ډېرې (سلطاني) ځمکې، عامه څړځایونه او وقفي ځمکې غصب کړې دي " او دوی یې د بېرته راګرځولو هوډ کړی.

طالبانو د دې کار د پلي کولو لپاره د عدلیې وزیر په مشرۍ یو کمیسېون هم جوړ کړی دی، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ښار جوړولو،‌ کار او ټولنیزو چارو چارسمبالي وزیران او لوی څارنوال یې غړیتوب لري.

د طالبانو د مشر په فرمان کې ویل شوي، "د عامه څړځایونو او وقفي ځمکو د استرداد لپاره لازم اجرات وکړئ."

طالبان وايي، د دغو ځمکو د استرداد چارو کې به شرعي پرېکړې کېږي او اختصاصي محکمه به ورته جوړېږي.

څومره ځمکه غصب شوې؟

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت دا نه دي ویلي چې څومره دولتي ځمکه غصب شوې خو د تېر حکومت د ښار جوړونې وزارت په ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو، د ټول هېواد په کچه څه باندې یونیم میلیون جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

دغه وزارت هغه مهال ویلي وو، د نژدې شل زره غاصبينو نوملړ یې چمتو او عدلي او قضایي ادارو ته سپارلی دی خو وروسته یې پایله مالومه نه شوه.

په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د پرځول شوي حکومت ولسمشر محمد اشرف غني هم د نیول شویو ځمکو د لانجو حل لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړولو پرېکړه کړې وه.

څو کاله وړاندې د ازادۍ کور په نامه یوه نادولتي بنسټ ویلي و، زیاتره غصبونکي زورواکي، جهادي قومندانان، قومي مشران، سیاسي او امنيتي چارواکي او د پارلمان (پخوانی) یو شمېر غړي دي.

لا تر اوسه روښانه نه ده چې د طالبانو حکومت به د دولتي ځمکو د غصب په مخنیوي او د نیول شویو ځمکو په بېرته تر لاسه کولو چاره کې څومره بریالي شي او په دې برخه کې به څومره عملي ګامونه پورته کړي.