کرېکټ: رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو

رحمت شاه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، رحمت شاه تر هر بل افغان لوبغاړي ډېرې نړیوالې منډې کړې دي، ټېسټ لوبو کې یوازېنی کس دی چې تر زرو ډېرې منډې یې جوړې کړې دي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته یې رحمت شاه زرمتی لوبډلمشر ټاکلی دی.

کرېکټ بورډ وايي، ښاغلی رحمت شاه له نړیوال کرېکټ او لوبډلمشرۍ او ترڅنګ یې د لوبډلې له چاپېریال او جوړښت سره ځانګړې تجربه لري چې له خپلې تجربې به نوموړی ښه ثابت شي او د یوه مجرب لوبډلمشر په توګه به افغانستان ته ځانګړې او سترې بریاوې ورپه برخه کړي.

له رحمت شاه سره به اوږه په اوږه رحمن الله ګربز د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت پر غاړه ولري او دواړه به یاد مسوولیت د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ پر مهال پر غاړه واخلي.

رحمت شاه تر هر بل افغان لوبغاړي ډېرې نړیوالې منډې کړې دي، ټېسټ لوبو کې یوازېنی کس دی چې تر زرو ډېرې منډې یې جوړې کړې دي.

دغه افغان لوبغاړي په یو ورځنیو سیالیو کې هم له نورو لوبغاړو ډېرې منډې کړې دي او همده لومړنۍ ټېسټ سلیزه کړې ده.‌

د رحمت شاه د لوبډلمشرۍ لومړی بخت به له ایرلنډ سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ کې وازمویل شي چې په راتلونکې اګسټ میاشت کې کېږي.

رحمت شاه وړاندې مرستیال لوبډلمشر مسؤلیت هم درلود چې دا دنده رحمن الله ګربز ته سپارل شوې ده.

کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د حشمت الله شهیدي لوبډلمشري له بریا او لاسته راوړنو ډکه دوره بللې ده چې په وینا یې د "درجه بندۍ له اړخه هم افغان لوبډلې ډېر ښه مخته تګ وکړ چې ډېرې سترې بریاوې پکې شاملې دي."

د حشمت الله شهیدي لاسته راوړنې

رحمت شاه او حشمت الله شهیدي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، حشمت‌الله شهیدي د ۲۰۲۱ کال مې میاشت کې د اصغر افغان‌ پر ځای د یو ورځینو او ټېسټ سیالیو کپتان وټاکل شو

حشمت الله شهیدي د خپلې لوبډلمشرۍ په موده کې په ۵۵ سیالیو کې لوبډلمشري وکړه چې له ډلې یې ۲۷ سیالۍ د افغانستان په نوم په بریا سره ثبت کړې.

شهیدي همداشان د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې هم څلور سترې بریاوې خپلې کړې وې چې د انګلستان، پاکستان، نیدرلنډ او سریلانکا په څېرو سترو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې او په یادو سترو سیالیو کې يې شپږم مقام د افغانستان په نوم کړ.

کرېکټ بورډ وايي، وړم او تېر کال حشمت الله شهیدي د افغانستان لپاره پنځه دوامداره لوبلړۍ وګټلې چې دا هم د افغان کرېکټ په تاریخ کې یوه ستره کارنامه ده چې د افغانستان لوبډله یې د ایرلنډ، سوېلي افریقا، بنګله‌ېش او زېمبابوې پروړاندې ښه وځلوله او د لومړي ځل لپاره یې افغانستان ته د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې اوم مقام ورپه برخه کړ چې دا هم یوه لاسته راوړنه بلل کېږي.