کرېکټ: د هند ۱۵ کلن لوبغاړی، چې کریس ګیل یې 'د شپږیزو ماشین بولي'

 ویبھو سوریاونشي

د عکس سرچینه، ANI

    • Author, ماتیهو هینري
    • دنده, د بي بي سي سپورتي چارو خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د هند زلمي توپوهونکي ویبھو سوریاونشي په هند غوره لیګ (ای‌پي‌ايل) سیالیو کې يو ځل بيا داسې لوبه وکړه، چې که یو لور خوا کریس ګېل دی ''د شپږيزو وهلو ماشين'' بللی، نو بل لور د انګلنډ پخواني لوبډلمشر مایکل وان ويلي، اوس وخت دی چې هند دا ۱۵ کلن لوبغاړی په ملي لوبډله کې شامل کړي.

په دې لوبه کې سوریاونشي، چې له دې وړاندې هم د خپلې چټکې او یرغلیزې توپوهونې له امله په کم عمرۍ کې مشهور شوی و، د کریس ګېل ريکارډ مات کړ او په ای‌پي‌ايل کې يې د يوه سيزن په ترڅ کې تر ټولو د زياتو شپږيزو نوی ريکارډ جوړ کړ.

د ویسټ انډيز پخواني لوبغاړي کریس ګېل پر ټولنيزو رسنيو وليکل: ''څومره غوره لوبغاړی دی ویبھو، د شپږيزو نوی ماشين.''

په دې سیالۍ کې سوریاونشي د راجستان رائلز له خوا لوبېد او د سن‌رائزرز حيدراباد پر وړاندې يې يوازې په ۲۹ توپونو ۹۷ منډې جوړې کړې، چې په کې د اسټراليا د لوبډلمشر پېټ کمنز پر وړاندې په يوه اور کې په درې پر ‌لپسې توپونو درې شپږيزې هم شاملې وې. ده يوازې د ۱۶ توپونو له لوبولو وروسته نيمه سلیزه بشپړه کړه.

نوموړی په دې لوبه کې د کریس ګېل د يو بل ريکارډ ماتولو ته هم نږدې شوی و، چې دا ريکارډ د ای‌پي‌ايل د تر ټولو چټکې سلیزې دی، خو سوریاونشي په اتم اوور کې وسوځېد.

هغه مهال ویبھو خواشینی معلومېده، خو د هغه سيالانو هم مبارکي ورکړه او په لوبغالي کې ټول نندارچیان هم له خپلو څوکيو ورته ولاړ شول.

د سوریاونشي له سوځېدو وروسته، د سن‌رائزرز لوبډله وتوانېده چې راجستان تر ۲۴۳ منډو پورې محدود کړي، خو بالاخره یې لوبه د ۴۷ منډو په توپير وبایلله.

ویبهو

د عکس سرچینه، IPL

د يادونې وړ ده چې ویبھو سوریاونشي له هغه راهيسې خورا ډېر شهرت موندلی، چې د ۲۰۲۵ کې په اپریل کې يې يوازې د ۱۴ کلونو په عمر د ای‌پي‌ايل په يوه لوبه کې په لومړي توپ شپږيزه ووهله. په هماغه سيزن کې دی د شل اوریزو تر ټولو کم لوبغاړی شو، چې سلیزه یې بشپړه کړه.

د روان کال پيل کې، د ۱۹ کلنو نړيوال جام په پایلوبه کې د انګلنډ پر وړاندې لوبېدلو پر مهال، سوریاونشي ۱۷۵ منډې وکړې. له هغه وروسته يې د ای‌پي‌ايل په سیالیو کې هم يوه بله سلیزه جوړه کړه، چې هغه وخت يې سياله ډله بيا هم حيدراباد وه.

سوریاونشي راتلونکې مياشت په شري لنکا کې د کېدونکې يو ورځنۍ درې اړخيزې سیریز لپاره د (هند الف) لوبډلې کې شامل دی، خو ډېری خلک باور لري چې اوس وخت رارسېدلی چې نوموړی ملي لوبډلې کې هم واخیستل شي او د دوبي په مياشتو کې د انګلنډ سفر ښايي د دې لپاره يو ښه فرصت وي.