د فوټبال نړیوال جام: ولې د ارجنتاین او انګلنډ سیالي ډېره جدي ده؟

د عکس سرچینه، FIFA/GETTY
د فوټبال نړیوال جام د پایلوبې وروستۍ لوبډله به نن شپه له هغه وروسته څرګنده شي چې د ارجنتاین او انګلنډ تر منځ دویمه نیمه پایلوبه وشي.
تېره شپه اسپانیا فرانسې ته په دوه صفر ماتې ورکړه او له ۱۶ کلونو وروسته په لومړي ځل پایلوبې ته ورسېده.
د نن شپې په لوبه کې ارجنټاین، چې د تېر نړیوال جام اتله ده، له انګلنډ سره مخامخېږي.
انګلنډ خپله یوازینۍ نړیواله اتلولي شپېته کاله پخوا، ګټلې وه او له هغه وروسته یې د دې جام د بیا خپلولو ارمان نه دی پوره شوی.
د انګلڼد جرمن روزونکی توکېل وايي لوبغاړي یوازې او یوازې پر لوبې پام کوي.
خو د ارجنټاین او انګلنډ ترمنځ سیالي یوازې د فوټبال تر ډګره محدوده نه ده.

د عکس سرچینه، FIFA/GETTY
د ۱۹۸۲ کال د فاکلنډ ټاپوګانو جګړې سیاسي سیوری لا هم د دواړو هېوادونو د اړیکو پر تاریخ خپور دی.
له بلې خوا، د فوټبال په ډګر کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو او تاریخي شېبو اوږد نوملړ شته.
د ۱۹۸۶ نړیوال جام کې د ډیاګو مارادونا هغه مشهور په لاس وهلی ګول لا هم د فوټبال د تاریخ تر ټولو یادېدونکي شېبې ګڼل کېږي.
ارجنټاین غواړي خپله اتلولي وساتي او ثابته کړي چې د تېر جام بریا هسې نه وه.
د دې لوبې احساساتي فضا، تاریخي مخینه او د دواړو هېوادونو د مینه والو توده جذبه د دې سبب شوې چې ډېری کسان یې د پایلوبې تر مخه تر ټولو مهمه لوبه وبولي.
د دې لوبې ګټونکی به له اسپانیا سره د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې مخامخېږي. اسپانیا د خپلو پاسونو، د توپ د کنټرول او خلاقې لوبې په مټ د فرانسې پیاوړې لوبډلې ته دوه صفر ماتې ورکړه.
د اسپانیا لوبو ته په پام ډېر ګومان کوي چې په پایلوبه کې به هم اسپانیایي لوبغاړو ته ماتې اسانه نه وي. خو تر هغه وړاندې به ارجنتاین او انګلنډ نن شپه خولې بهوي چې څوک د اسپانیا د سیالۍ وړ ګرځي.

د عکس سرچینه، FIFA/GETTY
تېره شپه اسپانیا د ۲۰۲۶م کال فوټبال نړیوال جام په نیمهپایلوبه کې فرانسې ته دوه – صفر ماته ورکړه او لومړۍ لوبډله شوه چې د دغه جام پایلوبې ته یې لار ومونده.
د دوی ترمنځ نیمهپایلوبه د امریکا متحدو ایالتونو په دالاس لوبغالي کېده.
اسپانیا لپاره لومړی ګول مایکل اویارزابال په ۲۲مه دقېقه کې د پېنلتۍ پر شوټ وواهه او دغه تفاوت د لومړۍ نیمايي تر وروستیو دوام وکړ.
د دویمې نیمايۍ په لومړیو کې اسپانوي منځدګري پېدرو پورو د دانیال اولمو کارواخال په پاس دویم ګول وکړ او په دې توګه یې د خپلې لوبډلې د بریا بنسټ پوخ کړ.
د اسپانیا پیاوړې دفاعي لیکه، چې په روان نړیوال جام کې یې یوازې یو ګول خوړلی، د فرانسې د پیاوړو بریدګرو پر وړاندې هم ماته نه شوه.

د عکس سرچینه، FIFA/GETTY
د اسپانیا فوټبال لوبډلې له دې مهمې بریا سره د خپله نه ماتېدو تر ټولو اوږده لړۍ نوره هم پسې وغځوله.
دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال له مارچ راهیسې چې له کولمبیا یې یو - صفر ماته خوړلې وه، په خپلو تېرو ۳۷ لوبو کې نه دی مات شوی.
دوی په دې موده کې له نننۍ سیالۍ سره ۲۸ ګټلې او ۹ مساوي کړې دي.

د عکس سرچینه، FIFA/GETTY
فرانسې بیا تر نننۍ سیالۍ ورمخکې په روان نړیوال جام کې د ۲ ګولو په مقابل کې ۱۶ ګولونه وهلي وو او د ډېرو په اند د دغو سیالیو تر ټولو بشپړه او تکړه لوبډله ګڼل کېده.
دا اتم ځل و چې فرانسه د نړیوال جام په نیمهپایلوبو کې لوبېده.
دغه هېواد د ۲۰۱۸ کال نړیواله اتلولي ګټلې او ورپسې په ۲۰۲۲ کې یې پایلوبه ارجنټاین ته بایللې وه.


















