شپږیزه کرېکټ‌ لیګ: د سپین‌ غر پړانګان او امو نهنګان لوبډلو ترمنځ پایلوبه روانه ده

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان په سویل ختېځ خوست ولایت کې د سپین غر پړانګان او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ د شپږیزې کرېکټ لیګ د یوولسم پړاو پایلوبه روانه ده.

په رحمت‌ ولي مسرور کرېکټ لوبغالي‌ کې د دې کېدونکې سیالۍ پچه یا ټاس د سپین غر پړانګانو لوبډلمشر دروېش رسولي وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

خو د دوی د توپ وهنې پیل ښه نه و، ځکه د سر دوه لوبغاړي یې محمد اکرم او رحمت شاه زرمتۍ د فضل‌الحق فاروقي لخوا په لومړي اوور کې د کومې منډې له جوړولو پرته وسوځېدل.

د هغوی پر ځای راغلي لوبغاړي هم میدان کې ډېر تم نه شول، ځکه په را وروسته اوورونو کې یې دوه نور لوبغاړي هم وسوځېدل.

نور الرحمان د ګلبدین نایب لخوا په ۴ منډو او د سپین غر لوبډلمشر دروېش رسولي د خپل سیال یامین احمدزي لخوا په ۲۰ منډو وسوځېد.

سپین‌غر پړانګان که امو نهنګان؟

کرېکټ سږکال به څوک کپ څوک ګټي؟

د عکس سرچینه، ACB

د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ سپین غر پړانګانو سږ کال له خپلو ۸ سیالیو ۶ ګټلې، یوه یې بایللې او یوه د باران له کبله لغوه شوې ده.

دوی له ۱۳ پواینټونو سره د جدول په سر کې دي.

د یامین احمدزي امو نهنګانو بیا په ۸ سیالیو کې ۵ ګټلې، ۲ یې بایللي او یوه یې د باران له کبله نه بې پایلې پاتې شوې ده.

دغه لوبډله له ۱۱ پواینټونو سره د جدول دویم ځای کې ده.

د یادونې ده چې سپین غر پړانګانو او امو نهنګانو په سږنۍ شپږېزه کې دوه ځله سره مخامخ شوې او دواړو لوبډلو یوه یوه سیالي ګتلې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالۍ په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوې او سږکال یې یوولسم پړاو دی.

سپین‌غر پړانګانو تر دې دمه د دغه لیګ درې او امو نهنګانو، مس عینک اتلانو او کابل بازانو دوه-دوه اتلولۍ ګټلې دي.

بند امیر ښامارانو یوازې یو ځل د دغه لیګ اتلولي ګټلې ده.

سږکال شپږیزه کې چا ډېرې منډې کړې؟

رحمان الله ګوربز تر بل هر لوبغاړي ډېرې منډې کړې دي

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، رحمان الله ګوربز تر بل هر لوبغاړي ډېرې منډې کړې دي

سږ کال د مس عینک اتلانو لوبډلمشر رحمان‌الله ګوربز په شپږیزه لیګ کې د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو د لیست په سر کې دی.

هغه په ۷ سیالیو کې له څه باندې ۲۴۴ سټرایک رېټ او د منډو ۶۸ اوسط سره ۴۱۰ منډې کړې دي.‌

د یادونې ده چې ګوربز په وروستیو دوو سیالیو کې سر په سر دوه چټکې سلیزې او په ورمخکې سیالیو کې دوه پنځوسیزې کړې وې.

د افغانستان ملي لوبډلې دغه تکړه پیلیز توپوهونکي،‌ چې د تېزې لوبې او د میدان هر لور ته توپ وهلو د وړتیا درلودو له کبله مشهور دی، سږکال په دغو سیالیو کې ۳۶ شپږیزې او ۳۴ څلوریزې وهلې، چې تر بل هر لوبغاړي ډېرې دي.

په هغه پسې دویم ځای نن پایلوبه کې د لوبېدونکي سپین‌غر بازانو محمد اکرم نیولی دی.

د ډېرو منډو جوړوونکو نوملړ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، سږنۍ شپږیزه کې د ډېرو منډو د جوړوونکو لوبغاړو نوملړ

محمد اکرم سږ کال شپږیزه لیګ کې له څه باندې ۱۹۳ سټرایک رېټ او د منډو ۴۸ اوسط سره ۳۳۹ منډې کړې او د پرله پسې ښې توپوهنې له کبله یې د ډېرو پام ځان ته ور واړاوه.

نوموړي تېرو سیالیو کې پر دوو پنځوسیزو سربېره د همدې امو نهنګانو لوبډلې پر وړاندې په ۴۸ توپونو ۱۰۳ چټکې منډې کړې وې.

محمد اکرم سپین غر بازانو لپاره تېرو ۷ سیالیو کې ۲۶ شپږیزې او ۲۸ څلوریزې وهلې دي.

د بند امیر ښامارانو صدیق الله اتل په ۸ سیالیو کې له ۳۳۸ منډو سره درېیم او د امو نهنګانو عمران میر بیا په ۸ لوبو کې له ۲۵۴ منډو سره د دغه نوملړ څلورم ځای خپل کړی دی.

او ډېر لوبغاړي چا سوځولي؟

د ډېرو لوبغاړو سوځوونکو لیست

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، خلیل ګوربز له ۱۴ وېکټو سره د دغه نوملړ په سر کې دی

شپږیزه کې د ډېرو وېکټو د ترلاسه کوونکو لوبغاړو د نوملړ په سر کې هم د مس عینک اتلانو سوکه توپ اچوونکي خلیل ګوربز دی.

هغه په ۷ سیالیو کې ۱۴ لوبغاړي سوځولي دي.‌

د همدې مس عینک ضیا‌الرحمان شریفي له ۱۲ وېکټو سره دویم او د امو نهنګانو ګلبدین نایب او یامین احمدزی بیا له ۱۱ -۱۱ وېکټو سره په ترتیب درېیم او څلورم ځای لري.